د پاکستان « نیوز » خبر ورکوی چی پرون طالبانو د کویټې د ښار د ۷۰ کیلومترۍ په بولان دره کی د ناټو پنځه د تیلو ډک ټانکرونه چی افغانستان ته را روان وو ، وسوځول او یو ډرایور یې وواژه . منبع وایی چی ۱۳ ټانکرونه ولاړ وو چی یو دم څو وسلوال کسان راغلل او پنځو ټانکرونو ته یې اور واچاوه او ژر وتښتېدل . خو طالبانو تر اوسه د دې حملې مسؤلیت نه دی منلی . ناټو ته ۸۰٪ اکمالات د پاکستان له لاری کیږی . خو دا لومړی ځل دی چی په بلوچستان صوبه کی د ناټو پر اکمالاتی کاروان دغسی لویه حمله کیږی .