کور / تازه خبرونه / په کابل کي خپريدونکو ورځپاڼو ته لنډه کتنه

په کابل کي خپريدونکو ورځپاڼو ته لنډه کتنه

په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو نن هم تر ډيره په افغانستان كې د نوي حكومت د جوړولو، د اداري فساد پر ضد د مبارزې او روانو امنيتي مسايلو په اړه بيلا بيل مطالب خپاره كړي.

په كابل كې د ازادۍ راډيو همكار حميد مهمند دا ورځپاڼې لوستي او مهم ټكې يى په لاندني مطلب كې رانغاړلي دي.

اراده:

دې خپلواكې ورځپاڼې يو ځلې بيا افغانستان ته د اضافي سرتيرو د استولو په اړه په كابل كې د امريكا د سفير انديښنه راخستې او د هغه په حواله يى ليكلي، تر هغو، چې ولسمشر كرزي د فساد پر ضد اقدامات نه وي كړي د نورو سرتيرو استول به سم نه وي.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې ليكلي، چې امريكا، جرمني او هالنډ له افغانستان سره خپلې مرستې د اداري فساد پر وړاندې د نوي افغان حكومت له چلند سره تړلې دي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم په افغانستان كې د اداري فساد پر ضد د مبارزې لپاره د نړيوالو غوښتنو ته اشاره كړې او له ولسمشر كرزي نه يى غوښتې دي، چې داسې كوټلې ګامونه پورته كړي، چې نه يوازې راتلونكې پنځه كلنه دوره يى مشروعيت ترلاسه كړې، بلكه افغان ولس ته ښه خدمات هم برابر كړي.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې پدې ټينګار كړې، چې په افغانستان كې ټول اړخونه بايد خپل فرمايشونه يوې خوا ته كيږدي او ولسمشر پريږدي، چې يوه مناسبه كابينه جوړه كړي.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې په دغه پړاو كې بايد په افغانستان كې د نظام پياوړې كولو ته پاملرنه وشي.

ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د ولسمشر كرزي په مشرۍ د امنيتي غونډې د جوړيدو خبر هم وركړې او ليكلي،چې پدې غونډه كې د مركز او ولايتونو پر امنيتي حالاتو خبرې وشوې.

په ورځپاڼه كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي مسئله هم څيړل شوې او د هغې د مخنيوي لپاره ځينو لارو چارو ته هم ګوته نيول شويده.

ويسا:

دې خپلواكې بيا د خپل لومړي مخ په سر كې د امريكايي چارواكو او سياستوالو دا خبردارې راخستې كه ولسمشر ددوى غوښتنې و نه منلې، نو واشنګټن به خپلې مرستې د مركزي حكومت پر ځاى برياليو واليانو ته وركړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم همدې مسئلې ته دوام وركړې او ليكلي، چې امريكا غواړې له يو شمير واليانو سره د خپلو ځانګړو اړيكو په غزولو سره په افغانستان كې مركزي حكومت كمزورى كړي.

ورځپاڼې د همدې مخ په غټ سرليك كې د افغانستان د لوى څارنوالۍ په حواله ليكلي،چې د افغان كابينې يو شمير غړي په اداري فساد كې ښكيل دي.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې په فساد كې د تورنو كسانو په لسټ كې د وزيرانو سربيره د يو شمير جنرالانو، د مرستيال وزيرانو، واليانو، رئيسانو او امنيى قومندانانو نومونه هم ليدلې كيږي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلا بيلو مطالبو كې افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي دي.

انيس پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د فساد په اړه د نړيوالو په څرګندونو تبصره كړې او ليكلي، چې د فساد ستونزه د تورونو له لږولو سره نه اواريږي.

خو اصلاح بيا د پاكستان د پخواني ولسمشر پرويز مشرف په وروستيو څرګندونو تبصره كړې، چې پكې ددغه هيواد استخباراتي اداره له ترهګرو سره په اړيكو تورنه شوې او ليكل شوې، چې د ترهګرۍ زړى بايد وويستلې شي.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې هم پخپل لومړي مخ كې په اداري فساد كې د كابينې د يو شمير غړو د ككړتيا مسئله راخستې او د لوى څارنوالۍ په حواله يى ليكلي، چې ددوى د فساد د څيړلو لپاره يوه ځانګړې محكمه جوړيږي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د فساد په اړه د امريكايي چارواكو وروستۍ څرګندونې حيران وونكې بللي، چې د ورځپاڼې په وينا په تيرو اتو كلونو كې د شوي فساد پړه په افغانانو اچول دي.

ورځپاڼې په دوام كې امريكا ته دا سپارښتنه هم كړې، چې د فساد د مخنيوي لپاره له افغانستان سره خپله مرسته بايد د دولت د بوديجې له لارې ولګوي.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې هم په يو مطلب كې په كابل كې د امريكا د سفير په هغه ليك تبصره كړې، چې واشنګټن ته استول شوې او پكې د افغانستان د راتلونكي حكومت پر وړتياو شك څرګند شوې.

ورځپاڼې په افغانستان كې د نوي كابينې د جوړولو بهير په يو كارټون كې انځور كړې او پكې دا ښودل شوې، چې افغان ولسمشر به ډير ژر د اوسنيو وزيرانو پر ځاى نوي وزيران ور وپيژني.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په هيواد كې شتو ستونزو د هواري او د پرمختګ غوره لار ملي يوالې بللې.