نامعلومو وسله والو كسانو دوردګو ولايت په سيدآباد ولسوالي کي يوداګټروتښتاوه او و روسته يي وواژه.
داکټرتوريالي مهرووال، چي دري کاله وړاندي دکابل دمعالجوي طب له پوهنځي ځخه فارغ شوي و و اوپه غزني کي يي دقادري په نوم په يوه شخصي روغتون کي دډاکټرپه توګه دنده ترسره کوله.
دتوريالي ورور انجينر بريالي مهرو وال ته وويل چي ورور يي په داسي حال کي چي دوردګو ولايت دسيدابادولسوالي دمهرو دکلي څخه دخپل خسرکورته چي دعبدالمحي الدين په کلي کي دي روان شو دلاري په اوږدوکي وسله والو له خپل موټرسره تښتولي و او يوه ورځ وروسته له هغي چي په ډير وحشيانه ډول يي وژلي وو مړي يي دسالارو بازارته نيږدي اچولي وو.
بريالي وايي چي كه څه هم په سيمه کي يي په دي وروستيوکي دپنځوتنو په شاواکي کسان دوسلوالو دمخالفينو لخوا خارجيانوته دجاسوسي په توروژل شوي ولي دده دورو ډاکټرتوريالي وژنه تر اوسه چاپه غاړه نه ده اخيستي او نه يي هم له چاسره شخصي دشمني لرله .
دوردګو دولايت مطبوعاتي مسوول شاهد الله شاهد هم دداګټر توريالي وژنه وغندله او زياته يي كړه چي دوي دډاکتر توريالي په وژنه خبر شوي خوتردي دمه يي دهغه دوژني په تړاو څوک نه دي نيولي .
شاهدزياته کړه چي په سيدآباد ولسوالي کي ددولت دمسلحو مخالفينولخوا په دي وروستيوکي څوتنه په بيلابيلونومونوو ژل شوي.
بريالي اودهغه دکورني غړي وايي چي ددوي كورني اودسيمي اوسيدونكي له دغه حالت سره سخت انديښمن شوي دي او آن تردي چي له سيمي څخه کډي کولو ته اړشوي دي
دډاکټرتوريالي څخه دمحمد خالد په نوم څلورمياشتني ماشوم ژوندي پاتي دي .
دنوموړي ډاکټردکورني غړي له ټولو ښکيلوغواړو غوښتنه کوي چي دي روان وضعيت ته دي جدي پاملرنه وکړي
په وردګو ولايت کي په دي ورستيو کي جنګ جګړي زياتي شوي او ددي ولايت يوشمير اوسيدونکي دامريکايانو دشپي دعملياتو او دجنګړو له ويري دسيمي پريښودوته اړکړي دي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه