کور / تازه خبرونه / ۴۰۰۰۰ نور پوځیان د کاله ۴۰ بلیونه ډالره خرڅ غواړی

۴۰۰۰۰ نور پوځیان د کاله ۴۰ بلیونه ډالره خرڅ غواړی

د سپینی ماڼۍ د بودجې ریًس ( پیټر آرزیګ ) وویل چی افغانستان ته به د نورو څلوېښت زرو پوځیانو لېږل د کاله څلوېښت بلیونه ډالره اضافی مصارف وغواړی . پنتاګون د مخکی څخه لا ( د ۲۰۱۰ کال لپاره ) ۱۳۰ بلیونه ډالره د عراق او افغانستان د جګړو لپاره غوښتي دي چی د دې څخه یې ۶۵ بلیونه ډالره په افغانستان کی د خپلو ۶۸ زرو پوځیانو لپاره دي یعنی د هر عسکر لپاره د کاله یو ملیون ډالره . پنتاګون وایی چی موږ په تیرو ۸ کالو کی په افغانستان کی ۱۵۵٬۷ بلیونه ډالره په خپلو پوځیانو مصرف کړي دي . خو انتقادیان اصلی مصارف تر دې یونیم چند زیات بولی .
پوځی او اقتصادی ماهرین په دې عقیده دي چی دغه عظیم مصرفونه د امریکایی اقتصاد او مالی کسرونو د سقوط یو عمده علت دی .
د یو بل خبر له مخی چی اسوشیټیډ پریس ورکړ ، ویل کیږی چی د کابل د سهارنۍ حملې د ټپیانو شمیراوس ۲۴ ته ورسېد ( چی ۹ بهرني پوځیان او ۱۰ قراردادیان هم پکښی شامل دي ) .