کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ښاغلي ولسمشر ته سرخلاصۍ ليك

ښاغلي ولسمشر ته سرخلاصۍ ليك

 

ګرانه ولسمشره تاسوته دزړه له كومي مباركي وايو اوتاسوته دديروبرياليتوبونوغوښتنه دپاك خداې څخه كوو.  داچه دافغانستان غيور ولس ستاسوترشاودريد اويوځل ېې بيا پرتاسواعتماد وكړ ،واقعآ دا غښتلۍ ولس دستايني اوفخروړدى . دافغانستان ربړيدلۍ اوبيچاره ولس په ډيرو ناامنو شرايطو اولويو ګواښونو برسيره  بيا هم پر خپل افغاني همت او هوډ ودريدل اوستاسو سره يي دوفادارۍ لوړه وكړه اوسره ددي چه تاسو پوره اته كاله دولس واكمن واست  خو بيا هم ولس تاسو مناسب شخص وګڼلاست او رايه ېې دركړه ، ګرچه نن ورځ په نړي كي هرڅه ژر بدليږي او نوي ترزاړه ډير خوښيږي ځكه چه نن دبدلون اوابتكار نړي ده خو افغان ولس دبدلون څخه تير شوه اودملي ملحوظاتو او افغاني عنعناتو په رڼاكي يې پرتاسولاس كښيښود  . دانتخاباتو په پروسه كي ډيري خارجي لاس وهني وسوي او كوښښونه روان وه چه ډاكتر عبدالله ته زمينه سازي وكړي ، خودا ترلمر روښانه ده چه ډاكترعبدالله به دانتخاباتو په نتيجه كي دسختي ماتي سره مخامخ سوي واي ، خو ښاغلي ډاكتر عبدالله بيا هم دزراكت څخه كارواخيست او دانتخاباتو څخه تير سو او دحتمي ماتي څخه يي ځان وساتي ، ډاكترعبدالله چه يووخت دشوراي نظار فوځي ويندوي ؤ او دده دڅرګنده دروغوراپورونه اومصاحبي اوس هم زموږ په ياددي او بل داچه د ډاكتر عبدالله پوهه اوسياسي نبوغ ډيرلږ دي ،كه چيري دى په ټاكنو كي دريدلي واي نو ملت ته خپل انتخاب ډير څرګند ؤ .

ښاغلي ولسمشره:
ستاسو دولسمشري دادوره به ډيره دمشكلاتو او ستونزو ډكه وي ، دناتو ،اروپايي هيوادونو ، امريكا لخوا څخه تاسو ته يوتعداد شرايط اوچلنجونه وضع سويدي ،او ويل كيږي چه امريكي اوغربيانو تاسو ته شپږمياشتي وخت ټاكلۍ دي چه فساد اداري اورشوت له منځه يوسي ،ممكن دا مده لږوي اوايله چه تاسو وتوانيږي چه دفساداداري اورشوت دمنځه وړلو لپاره يوه نوي موثره اوپراخه اداره د نوي طرزالعمل سره جوړه كړي   . واقعا چه د خراب امنيت ، اداري فساد او نااهله مامورينو څخه ولس ډير سرټكوي . يوه عامه غوښتنه داده چه ستاسو كاري تيم بايد چه كاملا مسلكي ،دتجربي لرونكي او امين كسان وي ، خوستاسو ستونزي په دي هكله خورا ډيري دي ، ديوي خوا جهادي مشران داهيلي لري چه حداقل يو وزارت خو به ددوي وكورنۍ ته وركول كيږي ، دبلي خوا دملي مشاركت له لاري بايد چه توازون مدنظر ونيول سي ، دبلي خوا تاسو هم ديو نيم ډلو ټپلو سره وعدي كړي وي ، اوهمدارنګه دموجوده كابيني غړي به هم داتوقع لري چه بيا هم په كابينه كي پاته سي اوامريكا او اروپايي مشران هم بي تفاوته نه دي پاته

ګرانه ولسمشره :
څرنګه چه ستاسو دولسمشري ددوهمي دوري لمړي ورځي دي نو لازمه ده چه ولس ته غوږ ونيسي دهغوي مشوري واوري او په سالمو مشورو باندي عمل وكړي.
پر وطن مين ولس هيڅ وخت تاسو ته غلطه مشوره نه دركوي .

تاسو بايد په دي نوي دوره كي داسي يو كاري ټيم ولري چه واقعا يو نمونه دښه كاركردګي  وي . ترهرڅه دمخه بايد دكاراهل وي دلوړوزده كړو په څنګ كي بايد كاري تجربه ولري ، نظامي اشخاص بايد په فوجي اونظامي قطعاتو كي وګمارل سي نه داچي ديو فني اومسلكي وزارت په راس كي راسي . دوزارتونو او نورو پوستونو لپاره مناسب او وړ اشخاص پيداسي نه داچه داشخاصولپاره وزارتونه او نورپوستونه جوړسي ، همدارنګه دواليانو په هكله بايد ډير غور او توجه وسي ، داسي واليان بايد وټاكل سي چه دهرپلوه ددغه پوست وړ وي ، دهرډول تعصب څخه پاك وي دپوهي په څنګ كي پراخه حوصله ، زغم اومتانت ولري  . داړوند ولايت دعوامو مشوري واوري اومعقولو غوښتنو ته دقانون په چوكات كي مثبت جواب وواېې . دخپل ولايت دسكتوري رياستونو په پلانونو او اجراتو پوره خبر وي او دهغوي دوامداره كنترول اومراقبت وكړي . ستاسو په لمړي انتخابي دوره كي داسي واليان وه چه نه ېې پوه درلوده اونه تجربه حتې په ژوند ېې ماموريت نه ؤ كړې او دعوامو سره ېې چلند ډير خصمانه اوغير دوستانه ؤ ، دنوموړو ولاياتو مشران او سپين ږيري په وار وار ستاسو څخه ددغو واليانو دايسته كيدو غوښتني وكړي خومتاسفانه تاسو هغه دچا خبره غوږونه كاڼه واچول  اوهيڅ اجراّت موهم ونكړه اوحتي وضاحت موهم ورنكړ چه دكومو لاملونو له كبله تاسو دغه واليان نه سي ايسته كولاى .  په ځانګړي توګه عطامحمد نور ځانته پاچاهي جوړه كړيده اودانتخاباتو په جريان كي يي په ځغرده دداكترعبدالله لپاره كمپاين وكړ اوتاسوهيڅ عكس العمل هم ونه ښود .
ستاسو كاري ټيم بايد واقعا تاسو ته ډير وفادار اوپه رشتيا ستاسوسره ولاړ وې ،داسې نه وي لكه ستاسو په لمړي دوره كي چه ستاسو اودټيم  ترمنځ هماهنګې نه وه ، اعتماد نه ؤ ،حتي ستاسو دتيم عمده كسان ستاسو په مخالفه جبهه كي ودريدل ، افسوس چه تاسو دهغو سره څومره ښه وكړه او اعتماد مو پروكړ ، دمثال په ډول ډاكتر عبدالله چه ستاسو خارجه وزير ؤ او تاسو دپښتنو دسراسري جرګي دافغاني لوري مشر وټاكه اودحد نه زيات باور مو پري وكړ،خوهغه ستاسو په وړاندي ودريد ، موږ دانه وايو چه ولي يو تاجك دپښتنو سراسري جرګي مشر مقرر سي ، بلكه دا وايو چه حداقل ددغسي مشرتابه وړتيا خوبايد ولري ،اكثرا دملي وحدت دتامين لپاره تاوان پرپښتنو اړول سويدى .
 ستاسو په تېم كې دېوه كوره څخه دوه كسانو دنده اجراكوله او كله چه تاسو نوې تيم جوړاوه نو صرف تغير اوتبديل مو راوستې ېعنې دېوه وزارت څخه مو وزېر بل وزارت ته موظف كړ حتې ېو وزېر دري وزارتونو كې وظېفه اجرا كړېده  ، ددې څخه داسې انګيرنه كيږي چه ګواكې قلت الرجال موجود دې اوپه تول ملك كي دكار خلګ نه سته صرف  همدا يو شخص چه جامع الكمالات دي سته اوبس  . څرنګه چه هروزير ته واك اوصلاحيتونه وركول سوي دي  همداسي هروزير يومسول شخص هم دى اوبايد جوابګوى هم وي ، نن ورځ چه تاسو دهري خوا څخه ترپوښتني لاندي نيول سوي ياست اودټولو ناخوالو پوښتنه ستاسو څخه كيږي ايا تاسو يو وزير ترغاړه نيولى دى ؟  ايا دكوم وزير سره مو محاسبه كړيده ؟  نه داسي نه ده سوي بلكه تاسو دوزيرانو اوچارواكو مسؤليت پرغاړه اخيستى دى . 
داسي معلوميږي چه تاسو ته دخپلو چارواكو دكړنو په هكله رښتيني معلومات نه رسيږي اويا خو په تغير اوځنډ تاسوته رسيږي . 
تاسو ډيرمشاوروزيران لري چه اكثره يي افتخاري اوصرف تنخوا ترلاسه كوي ، هيله ده چه ستاسومشاوروزيران هم وړ او مسلكي كسان وي اوتاسو ته لازمه مشوره دركړي نه داچه ستاسو دخوشحالتيا په خاطر غلطي مشوري دركړي .
تاسو عموما دزړه سوي څخه كار اخلى اوستاسو ددي زړه سوي څخه ډيري غلطي استفادي سوي دي ،هيله لرو چه دمجرمينو ،قاتلينو رشوتخورو اومفسدو كسانو په وړاندي هيڅ زړه سوي ونكړي بلكه په ډير جديت ،قاطيعيت او سرعت سره عمل وكړي 

تاسو زياتره كمپيوتر اوانګريزي ژبي ته ډيره توجه كوله ،يعني دغه دوه مهارته كه چا درلودل هغه هم وزارت اوهم رياست كولاي سواي ، علميت اوتجربي ته توجه نه كيدله ، موږ دانه وايو چه انګريزي او كمپيوتر ضرورنه دي بلكه وايو چه دامهارتونه ډير ضرور دي مګر نه په دي سويه چه ترنورو مسلكي پوهو لمړي توب پيدا كړي .
ښاغلى ولسمشر :
اوس هم توپك سالاري په وطن كي په هغه قوت او زور سره پرځاى پاته ده ، دتوپك سالاري په وړاندي بايد جدي اقدامات وسي ، توپك سالارې په ملك كي دامنېت اوثبات لپاره سترګواښ دې ، دزورمندانو او توپك سالارانو لاسونه باېد لنډ سې او دهغوسره همدردي اونژديوالۍ دملت دسخت خفګان باعث ګرزيدلى دى .

داېساف دقواو موجوديت دافغانستان دداخلي اوخارجي امنيت لپاره په دي زماني مقطع كي اړين دې ، اما افغانان دخارجي قواو موجوديت په خپله خاوره كې نه سي زغملاې ولو كه هرڅونه دوستان هم وي ، نوبايد چه دملې اردو او ملې پوليسو چټكه پراختيا اوجوړوني ته كلكه توجه وسې ،او دې كارته لمړېتوب وركړه سې اوپه څنګ كي دخارجي قوتونو دوتلو لپاره په تقسيم اوقات باندي فكر وسې .

 دكورونو دبي ځاېه تلاشې څخه مخنېوي وسې اوكه تلاشي اړېنه وي دافغاني قوتونو موجوديت حتمې دې .دبې ګناه خلكو وژل اوبمبارې بايد بندي سې او داخبره تاسو هم په وارو وارو ېاده كړي ده .  دسولې لپاره دمذاكراتوګړندي كول داسلامي نړي په همكاري او دملل متحد تر نظارت لاندي  داړوند طرف سره ډير ضرور دې باېد چه عملې سي اوحقيقت پېداكړې ، واقعيتونه بايد درك او قبول كړو نن ورځ دحكومت مخالفين يو لوى قوت دى ، دجنګ لاره دحل لاره نه ده ،هغه كارته چه سبا مجبوره كېږو ولې ېې نن نه كوو .

په اساسې قانون كي ېوسلوېوڅلويښتمه ماده دښاروال اودښارې مجلسونو دغړو دتعېن لپاره په ازادو ،عمومي ،پتو اومستقېمو انتخاباتو باندې حكم كوي ، ستاسو په پنځه كلنه دوره كي داساسي قانون دي ټكي ته هيڅ توجه نه ده سوي ، او په دي نوې دوره كي بايد عملي جنبه پېدا كړي .

رشوت اوفساد په افغانستان كي اوج ته رسېدلې دې اوكومي اداري چه دهغه په وړاندي مبارزه كوي هېڅ كفايت نلري . داچه ولس دحكومت څخه ليري سوىدى رشوت او فساد يو دعواملو څخه دى، ددي پرځاى چه رشوت خورو ته جزا وركړه سي برعكس په نورو ادارو كي په كار ګمارل سوي دي . ولس ددي مشكل څخه ډير كړيږي او دمخنېوي لپاره ېې قاطع اوجدي عمل ته سخت ضرورت سته .دمځكو غصب اودولتي شتمنۍ باندي حملې او قبضې ودرول سي ، په ګمركاتو كي دكار دشفافيت لپاره ځانګړي لارې چاري او تكنالوژي په كار ولوېږې .
مجرمېن ډيروخت ساتل كيږي بيله دې چه ژر په سزا ورسيږئ. داسې په وارو پېښه سويده چه ډېر لوى مجرمين اوقاتلېن دزندانو څخه تښتيدلې دي او ېا دهغو دتښتې زمينه ممكن برابره سوې وي . اكثرآ دبشر دحقوقو دسازومانونو دبيرې له وجي لازمي سزاګاني مجريمونو ته نه وركول كيږې . په ياد ولري افغانستان يو اسلامي ملك دى اوبل داعدام سزاګاني دنړي په ډيرو پرمخ تللو هيوادو كي ترسره كيږي.

د كارموندلو اداره چه دپي ارار ترنامه لاندي فعاليت كوي ،  دكسانو په مقررۍ كي دزوردارانو ، وزيرانو او اولوړپوړو چارواكو واك ډير چليږي ، دپي ار ار امتحان هيڅ اهميت نلري ،كسان مخكي تعين سوي وي . دولاياتو په كچه دسكتوري رياستونو په هكله ډيرمشكلات موجود دي ، غيرمسلكي كسان دشخصي روابطو او قومي مناسباتو پربنياد ټاكل سويدي .
ښاغلى ولسمشر :
ستاسودجمهوري رېاست په موقته ،انتقالي او انتخابې دوره كي چه اته كاله ېې په بر كي ونيول دولتي دواېر برحاله سويدي ،مكاتب دهلكانو او نجونو لپاره فعال او رغول سويدي ،دولتي پوهنتونونه دظرفيتونو ،فزيكې جوړښت  اوسامان الاتو له نګاه رغول سويدي ، كلينكونه او نور اجتماعي خدماتو واحدونه جوړ سويدي . سړكان په زرونو كيلومترو قير سويدي او نوردبيا ودانولو يوسلسله كارونه ترسره سويدي ، دكميت له مخي داټول دبيارغوني كارونه ښه ارقام ترسترګو كوي اما په بعضي مواردو كي كه كيفيت ته وګورو نو ستونزه ډيره لويه ده.  مثلآ كوم دلويو لارو سړكان چه جوړسويدي نو اوس هغه سړكانو مشكل پيداكړي دى ، هغه داچه ددغوسړكانو ظرفيت چه دڅومره وزن طاقت لري تعين سوى نه دى اويا هيڅ چا هغه ته توجه نه وكړه داوسپنو ډك لوي بارداره موټران پر دي سړكانو دټيرونو پا اندازه كوڅي جوړې كړي دي ددي باردارو موټرانو وزن نه تعينيږي دپخواني شوروي اتحاد زړي اوسپني ديوه سرحده داخليږي اوپربل سرحد وزي ،اوزموږ لوي لاري يې را كنډ وكپر كړي .

افغانستان ېو زراعتې هيواد دې ،ستاسو په تيره دوره كي داسې دپام وړ عمده كارنه دې سوي . هم هغه دشهيد سردار محمدداودخان دوخت زراعتې پروژي دي چه اوس هم فعاليت كوي .  په دې نوې دوره كي ولس هېله لرې چه دزراعت په برخه كي بنيادي كارونه وسۍ ،زاړه بندونه دوباره احېا مجدد سي ،نوي بندونه احداث سې او دميكانيزه كانالېزاسېون دتكنالوژې څخه ګته واخېستل سي . دزراعتي توليداتو لپاره بازارېابې او دانتقال لپاره دبېن المللې ترانزيت لارې چاري ترسره سې .
څرنګه چه په افغانستان كي داوبو دپراخوزيرمو دجوړولو لپاره طبعې امكانات (جګ جګ غرونه – فراز او نشېب ) ډيرسته ، ښه به داوي چه داوبو وتوليدي برښنا ته اولېت وركړه سې نه وارداتې برښنا چه ډيره ګرانه تماميږې او تداوم هم نلري ، هره شېبه چه دخارجې ملك زړه وغواړي برښنا بندولاې سې .
دخصوصي سكتوراو ازاد بازار په هكله بيله دي چه ژوري څيړنې وسي په هره ساحه كې په سرعت سره سرمايه ګذاري وسوي ، شخصي روغتونونه جوړسوه ، پانګه والو شخصي كورونه په كرايه ونيول كټونه ېې پكې كښيښول او لوحي ېې دروغتون پر راځوړندي كړي ، چه دا روغتونونه هېڅ يو ېې دمعيار سره برابر نه دى ، نه ېې خدمات ښه دي او تعمير خو ېې كراېې كور يا ددوكانونو پرسر كرايي كوټې دي او بدبختانه دبېچاره ولس څخه دپيسو دپري كولو يو نوې چل دى ، ډاكتران او نرسان ېې هم هغه ددولتې روغتون پرسونل دي چه دواړو ځايو كي په يوه وخت كي كار كوي.

همدارنګه شخصي پوهنتونونه په كوڅو او بازار كي تاسېس سوه چه په لوړ فيس سره دكښته معيار تدريسي خدمات عرضه كوي .

 خصوصي امنيتي موسسې اوارګانونه تاسيس سوه ، چه په مملكت كي وامن اوثبات ته بې حده لوى ګواښ دى ، كه ووايو چه دا دتوپك سالاري يو نوي ډول دى ، په دي هكله بايد ستاسو مربوطه وزارتونه او كارپوهان داډول مسلح ګروپونه دنژدي وڅيړي او دهغوي په باب چه كومه پاليسې سته هغه يوځل بيا ارزيابي كړي . په افغانستان كي چه اوس هم جنګ روان دى ددا ډول خصوصي امنيتي قواؤ جوړول او انكشاف وملي امنيت ته لوى ګواښ دى .

دتجارتي اموالو په هكله موږ بايد په دي افتخار ونكړو چه په ملياردو ډالرو اموال مو وطن ته راوارد كړي دى بلكه په دي باندي افسوس وكړو چه زموږ صادرات اوس هم ډير ناچيزه دي . په مملكت كي دمعيار او كيفيت كنترول اداره هغه ډول چه لازمه ده فعاله نه ده ، دكښته كيفيت سامان الات او ادويه جات دهمسايه ممالكو ،چين ،كوريا او نورو هيوادونو څخه راوارديږي ،ويل كيږې چه افغاني تجار ذكرسوو هيوادو ته ځي او هلته دبي كيفيتو اموالو فرمايش وركوي .  ديوي داسي كوالتي يا كيفيت دكنترول اداري ته سخت ضرورت سته چه دهرډول فساد څخه پاكه اوشفافه وي .
په بعضي ولاياتو كي صنعتي پاركونه جوړ سوه او حتى وړي فابريكي هم جوړي سوي خو اوس هلته امنيت نه سته او برښنا هم نلري او نوموړي فابريكي همداسي بيكاره ولاړي دي .
ګرانه ولسمشره:
دښووني اوروزني په هكله هميشه ويل كيږي چه شپږ مليونه شاګردان ښوونځيو ته ځي ، خودانه ويل كيږي چه داشپږ مليونه شاګردان په څه ډول شرايطو كي زده كړه كوي ،  داښه خبره ده چه په زيات شميرد ښوونځي تعميرات جوړ سويدي داچه ددي تعميراتو كيفيت څه ډول دى دابيله مسـله ده ، داسي ډيري ښوونځي سته چه بيت الخلا نلري داحاطي ديوال نلري او تعميرات يي درزونه كړي او نم يي كش كړى دى . كوم درسي كتابونه چه په بهركې چاپ سوي دي دښه كيفيت درلونكي نه دي اخباري كاغذ پكې كارسوي او ډيري املاېې غلطي هم لري او دافسوس ځاي دى چه په بهر كي چاپ سويدي حال داچه معارف خپله مطبعه لري . داستادانو دروزني مراكزوفعاليت په ښه كيفيت كي قرار نلري . شاګردانو حاضري ته هېڅ پاملرنه نه كيږي، داخترونو په ورځوكي حتى پنځلس ورځي شاګردان ښوونځي ته نه راځي .ډير كمزورى دسپلين او كنترول په ښوونځيو كي روان دى ، او په نتيجه كي دشاګردانو سويه او معيار ډير ټيټ راغلى دي . دولاياتو دپوهني ريسان بايد چه دلوړو زده كړودرلونكي او پوره كاري تجربه ولري .
 په جنوبي ولاياتو كي چه دجنګ اورونه بل دي ،ښوونځي وسوځل سوي او پرمخ وتړل سوي ، په حدود كي داويا فيصده ښوونځي تړلي دي ، دلته دي چه دمتوازن معارف مفهوم ترپښولاندي سويدى او حكومت لازم بديل اوستراتيژي په كارنه دى اچولي چه څه ډول ددغوولاياتو لپاره دتعليم زمينه مساعده كړي .

دافغانستان اساسي قانون چه دلويې جرګي لخوا شپږ كاله وړاندي په يوسلو دوه شپيتو مادوكي تصويب او ستاسو لخوا توشيح سو ، څرنګه چه ټولنيز حالات په سرعت سره بدلون مومي نو قوانين هم دوباره ارزيابي كيږي اود څه بدلونوايجاب كوي ، موږ په تيرو انتخاباتو كي وليدل چه دري څلويښت كانديدان وه ، دا ځكه چه دريس جمهور دټاكلو شرايط كوم چه په دوه شپيتمه ماده كي ذكرسويدي صرف دري شرطه دي چه بايد مسلمان او افغان وي او دبل هيواد تابيعت ونلري ،دوهم شرط وايې چه دكانديد عمر ترڅلويښتو كالو كم نه وي او در يم شرط دادي چه په بشري جرمونونه وي محكوم سوي . داسي شرط نه سته چه ريس جمهور بايد دلوړو زده كړو درلونكۍ وي  اويا دماموريت تجربه ولري ،دموجوده اساسي قانون په اساس مطلق بي سواده سړى كولاي چه ځان كانديد كړي او دكاميابۍ په صورت كي په يووشتمه پيړي كي بي سواده ريس جمهور وي . همدارنګه دانتخاباتو په هكله په اساسي قانون كي يوه يادوي نوي مادي اظافه سي او په فرصت سره لويه جرګه راوغوښتل سي او اساسي قانون ارزيابي كړي .
ښاغلي ولسمشره
تاسو يوشمير لاس ته راوړني هم درلودلي چه عبارت دسړكانو دوباره رغونه ، دپوهني اوروزني ، مخابراتو ،اطلاعاتو اورسنيو ،ماليي بانكونو، نوي بانك نوټونه ،ملي پوليسو اردوتربيه اوبيارغونه  ،قوانين قضا ،پوهنتونونه، هوايي چلند اوډګرونه ،خصوصي سكتور ،تجارت ،بين المللي روابط ،ساختماني چاري،سپورت  اوروغتيا ، ګرچه مخكي مي ذكركړه چه بعضي پروژي دكيفيت له پلوه ټيټي دي اوزياتي پيسي پري لګيدلي دي  .
  تاسو اوستاسو اداري دخپلو لاس ته راوړنو په هكله درست تبليغات او عام پوهاوي نه دى كړي چه دا لاس ته راوړني په څومره ستونزو اوكړاونو ترلاسه سويدي ،يعني مستند فلمونه ،ارقام او راپورونه دكتاب او مجلو په ډول نه دي خپاره سوى ، ځكه نو ولس او نړيوال دومره باخبره نه دي .

كندهارښار