دمیدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې دولسمشردسلاکار وزیر او دکوچیانو او هزاروو ترمنځ دشخړي دحل کمیسیون مشروحیدالله سباوون په مشرۍ په داسې حال کې چې دمیدان وردګ ولایت والي محمدحلیم فدایي،دکمیسون غړي اودکوچیانو او هزاروو استازو هم ګډون درلوده لومړۍ غونډه وکړه.
دغونډي په پیل کې سلاکار وزیراو دکوچیانو او هزاروو دکمیسیون مشرښاغلي سباوون د ولسمشرحامدکرزي او دویم مرستیال کریم خلیلي هغه هیلو او غوښتنوته اشاره وکړه ترڅو دکوچیانو او میشتو هزاروو ورونو ترمنځ دځمکو پرسر شته ستونزې په لسو بیلابیلو ولسوالیوکې دقانوني مرحلو په بشپړولو او یاهم دجرګو له لارې حل اوفصل شي ترڅو حق حقدار ته وسپارل شي، اوپه همدغه موخه موږ لومړی ددې ولایت دبهسودینو څخه پيل وکړو، ترڅو وکولای شوو په نوموړي مسله کې د دریمکړي(ثالث) رول ولوبوو، ورپسې ښاغلي فدایي دکوچیانو او هزاروو ترمنځ دشته ستونزو په اړه وویل که څه هم چې دامسله دومره ستونزمنه نده خو ولي دسیاسي لاسونو دشتون له امله اوس ډیره شړیدلې ده ،خو اوس هم د مسایلو دحل په اړه قانوني پړاوونه په مخکي لرو او محاکم کولای شي ستونزو ته دپای ټکی کیږدي.
وروسته په ملي شورا کې دکوچیانو استازي عالم ګل کوچي هم دنوموړي مسلې حل دمحاکمو له لارې وغوښته او دهرڅه دمخه یې په هغه ولسوالیو کې چې دکوچیانو ځمکي د سیمې دخلکو لخوا نیول شوي لومړی دي په ولسوالئ کې ملي اردو او ملي پولیسي د امنیت دټینګښت په موخه میشت شي ترڅو دځمکو دقبالوپه اړه ځیړنه وشي.
دغونډې په پای کې د ټولو ګډونوالو لخوا پریکړه وشوه چې دبهسودو په مرکزکې دګردن دهي لانجمني سیمې پرسرچې دمیشتو اوسیدونکو او دککوزي لخوا یې دملکیت دعوه کیږي ترټولو لومړی دواړه خواوي دشته سندونو سره حاضري کړئ ترڅو وکولای شوو دقانوني مراحلو له لارې ورته دحل لاره پيداکړو، همدارنګه دعلفچرونو او ځړ ځایونو په اړه به د لوې اختر وروسته کمیسیون دواړو خواوو ترمنځ مصالحه کوي او شته ستونزې به لمنځه وړۍ.