ته مي مجنون شه زه ليلا به دي شم
زړګی به درکړم دلربا به دي شم
په کوم نظر چي دي ستا يلې يمه
د هر نظر ساده ښکلا به دي شم
سوچونه ورک به دي له سره کړمه
وعده کوم د خولې خند ا به دي شم
زړه دي بايللي تصور کي اشنا
يم پښتنه جا ر د وفا به دي شم
زما شا عر ه اشنا ستا د غزل
د هر يو بيت ټو له معنا به دي شم
راشه وعده د وصال وکړه اشنا
د پاکي ميني انتها به دي شم
زه پښتنه « کامـــــــــــله » ژمنه کوم
د بيلتانه د درد دوا به دی شم