دكندهار ګڼ اوسېدونكي وايي چې افغانن حكومت دې په بېړني صورت سره دتوكو بيي كنټرول كې . دكندهار ښاريان وايي چې حكومتي چارواكو دآزاد بازار اعلان كړى او له بله لوري دوكانداران له دغه ټكي څخه ناوړه ګټه اخلي او په ډېرو لوړو بيوړ توكي پلوري . ځايي خلك وايي دكاندارانو اوځينو تجارانو لاس سره يوكړى او په دې ډول ددوى په وينا دخلګو كورونه لوټي ، دكندهار په څرې دهيواد په ډېرى نورو ولايتونو كې هم دوكانداران دآزاد بازار په نوم خوراكي او داړتيا وړنور توكي په ډېرو لوړو بيو پلوري