کور / تازه خبرونه / ګرځنده تلفونونه اميدوارو ښځو ته زيان رسوي

ګرځنده تلفونونه اميدوارو ښځو ته زيان رسوي

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، ورستۍ څيړنې ښيي چي د ګرځنده تيلفونونو څخه د اميداور ښځو كارونه، د دوى د مخ پر ودي ماشومانو ژوند ته خطره پيښوي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت مرستيال فيض الله كاكړ نن يوې خپري غونډې ته وويل چې په كار ده، دغه ميرمنې او هغه ماشومان چې عمرونه يې له دولسو كلنو كښته وي، د ګرځنده تيلفونونو څخه ډير كم كار واخلي او يا يې هم د استفادې پر مهال له ځانه لرې ونيسي .
د ښاغلي كاكړ په وينا د داسي ميندو ماشومان تر ډېره د نور ماشومانو په پرتله د ښه ذهن نه لرونكي او كم حوصلې وي.

ويل شوي چې دغه څېړني په دي ورستيو كي د كلفورنيا د لاس انجلس او د يو ډنماركي پوهنتون له خوا شوي دي .