کور / تازه خبرونه / خان اباد : د سويډن کمېټې د سپورټي سامانو مرسته کړې ده

خان اباد : د سويډن کمېټې د سپورټي سامانو مرسته کړې ده

د سويدن كميټى د دفتر لخوا دكندز ولایت دپوهنی ریاست سره دیوشمیر سپورتى سامانونو مرسته وشوه.

په هغه مراسمو کی چی په همدی موخه په نوموړی ریاست کی جوړه شوی وه د كندز ولایت دپوهنې رئيس او يو شمير نورو دولتی چارواکو ګډون کړی وچى دپوهنی رئيس د سويدن كميټى دمرستی څخه په مننی سره زياته کړه، چی نوموړى دفتر بايد خپلی مرستی دپوهنی په برخه کی زياتي کړی.

نوموړی سپورتى سامانونه چى سل زره افغاني ارزښت لري دخان آباد ولسوالي دآقتاش ليسى مديريت ته تسليم شول .