کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / لويديځ ولسونه او افغان جګړه ( حبيب وقار )

لويديځ ولسونه او افغان جګړه ( حبيب وقار )


هره ورځ د برتيانيې هېواد يوې مور ته د خپل زوى جنازه اېښودل كېږي او برتانوى مور د خپل زوى په مړينه اوښكې تويوي، او دا هيله څرګندوي چې كاشكې يې د افغانستان ناپايه جګړې ته نه واى لېږلى. دا ځكه چې برتانويان دا نه مني چې الله پيداكوونكى او فنا كوونكى دى. هغوى په هر څه كې خپله توان ته ډېر اهميت وكوي. او له خپل توان سره سم كار كوي. هو مرګ او ژوند د الله له خوا نه بولي بلكې د ژوند يوه پېښېدونكې پېښه يې بولي.
له همدې امله اوس په برېتانيا کې د افغانستان د جګړې د برياليتوب په اړه د خلکو باور مخ په کمېدو دى او له يوې تازه نظر پوښتنې سره سم په هلمند کې د تېرې سې شنبې په ورځ د يوه افغان پوليس له لوري د پنځو بريتانوي سرتېرو له وژل کېدو سره دا بې باوري خورا زياته شوې ده.
دوى په هلمند كې د يوه پوليس له لاسه د برتانيې د پنځو سرتېرو مړينه د خواشينى تر څنګ له افغانستان څخه د برتانوي سرتېرو د ايستلو هيله لري.
دا نظر پوښتنه چې د برېتانيا څلورم خبري چينل ترسره کړې او تازه خپره شوې ښيي، چې په سلو کې اووه پنځوس برېتانويان فکر کوي چې برېتانوي ځواکونه د افغانستان په جګړه کې بريالي نه دي او برياليتوب ممکن هم نه دى.
د هلمند تر پېښې مخکې، يوازې دوې اوونۍ د مخه په يوه بله نظر پوښتنه کې اته څلوېښت سلنو پوښتل شوو کسانو دې ته ورته نظر درلود، خو ځينې يې بيا د جګړې په بري باور لري.
په نوې نظر پوښتنه کې په سلو کې پنځه دېرش تنو پوښتل شوو ويلي، چې له افغانستان څخه دې برېتانوي پوځيان ووزي حال دا چې دوې اوونۍ د مخه له افغانستان څخه د ځواکونو د ايستلو پلويان په سلو کې پنځه ويشت و.
په سلو کې اته دېرشو ويلي، چې دوى له افغانستان څخه د خپلو ډېر شمېر ځواكونو د سملاسي ايستلو غوښتونکي دي.
يوازې په سلو کې شلو ويلي چې د دوى په باور بايد برېتانوي ځواکونه په افغانستان کې پاتې وي. دوې اوونۍ د مخه د دې نظر د پلويانو كچه په سلو کې نهه ويشت وه. چې اوس د هغې په كچه ډېره لوړه شوې ده. كه چېرې په همدې ډول د دوى په كچه كې ډېروالى راشي نو لرې نه ده چې ډېر ژر به برتانويان اړ شي څو خپل ځواكونه له افغانستان څخه وباسي.
خو دا يوازې برېتانيا نه ده چې نور په افغانستان كې د خپلو كسانو شتون نه مني او له دې وېره لري چې سرتېري يې په بې ځايه توګه مړه كېږي. بلكې كاناډا هم ورته دريځ لري د کاناډا هېواد غواړي چې د ٢٠١١ کال له راتګ وړاندې له افغانستان څخه خپل پوځيان وباسي.
د تېرې جمعې په ورځ د کاناډا کانويسټ نيوز اژانس د دفاع وزارت د چارواکو له خولې ويلي وو، چې د هېواد لوى درستيز جنرال والټر ناتينيزک له افغانستان څخه د کاناډايي سرتېرو د ستنېدو پر اړه په يوه پلان کار کوي.
کاناډا افغانستان کې شاوخوا٢٨٠٠ پوځيان لري، چې زياتره برخه يې د هېواد په سويلي نارامه ولايتونو کې مېشت دي.
وړاندې د کاناډا لومړي وزير سټېفن هارپر په تېر سپټمبر کې واشنګټن کې امريکايي پوځي مشرانو ته ويلي وو، چې هېواد يې افغانستان کې خپل پوځي ماموريت پاى ته رسول غواړي.
د ويلو ده چې له ٢٠٠٢ کال راپه دې خوا په افغانستان کې ١٣٣ کاناډايي پوځيان وژل شوي.
له بلې خوا د برېتانيا لومړي وزير ګورډن براون هم ويلي که چېرې افغان ولسمشر حامد کرزى په خپله اداره کې د فساد پر ضد مبارزه ګړندۍ کړي، نو برېتانيا به دغه هېواد ته نور سرتېري هم واستوي. ګورډن براون دغه څرګندونې د روان كال د نوومبر په شپږمه، کړې دي.
نوموړي دغه راز زياته كړې: ((تر هغه چې د پاکستان او افغانستان له خوا برېتانيا ته متوجه ترهګريزې چينې نه وي وچې شوې، موږ بايد له دغه هېواده ونه وزو او نه به دا کار وکړو. ))
د برېتانيا لومړي وزير دا هم ويلي، د کرزي پنځه کلنه راتلونکې دوره په پنځو اساسي مسايلو کې د ده بريا ځواکمنوي، چې هغه، امنيت، واکمني، سوله، اقتصادي پرمختګ او له ګاونډيانو سره ښې اړيکې دي.
برېتانيا دا مهال په افغانستان کې تر نهو زرو ډېر سرتېري لري، چې زياتره يې په نارامه سويلي ولايت هلمند کې مېشت دي. او تل د يوه ناځوانه مرګ په انتظار شپې سبا كوي. ځكه چې په افغانستان كې دوى ته اوس مهال ماموريت ډېر ستونزمن شوى دى. له يوې خوا دوى له طالبانو سره په جګړه بوخت دي له بلې يې ملي پوليس ژوند ته د پاى ټكى ږدي او خپله هم له سيمې څخه په تېښته بريالى كېږي، په داسې يوه غوغا كې د سرتېرو ژوند پرته له دې چې په اروايي ناروغۍ بوخت شي نور څه نه دي. نو د برېتانيا ولس په دې نه دى ملامت چې دوى له خپل دولت څخه غواړي څو له دې هېواد څخه خپل پوځيان وباسي او نور د افغانستان جګړې ته د پاى ټكى وركړي.