کور / راپور / په کندهار کي د هلمند موسی کلا ولسوالۍ له يوه کډوال سره مرکه

په کندهار کي د هلمند موسی کلا ولسوالۍ له يوه کډوال سره مرکه

نوم: بهادر، موسى کلا ولسوالي، هلمند ولايت.

• خپل اصلی ولایت نه کله دلته راکډه شوی؟ د څومره مودی نه راهیسی دلته اوسیږی؟ دلته چی اوس اوسیږی څنګه راغلی؟
جواب:
موږ خپله د ٢٠٠٩ کال په پيل کي د هلمند ولايت د موسى کلا ولسوالي څخه رابېځايه شوو، چي اوس مهال مو تقريباً ۸ مياشتي کېږي چي د کندهار ښار د لويي ويالې د کوتل مرچې په سيمه کي د بېځايه توب ژوند کوو، زموږ د بېځايه کېدو اصلي علت په سيمه کي د دولتي ځواکونو، خارجي قواوو او طالبانو ترمنځ جنګونه وو، چي د سيمي ټول خلګ يې له خپلو سيمو څخه بېځآيه کېدو ته اړ کړل. ځکه چي د طالبانو له خوا به پر دولتي ځواکونو او خارجي قواوو د خلګو له کورونو او باغچو څخه حملې کېدې، چي هغوى به په جوابي حملو کي د خلګو پر کورونو او باغچو باندي جنګ شروع کړ. او يا به يې بمبارۍ باندي کولې. چي کله به خارجي قواوي او يا هم ملي اردو سيمي ته راغلل، نو طالبان به په سيمه کي ورک شول، او له سيمي څخه به ووتل، ملي اردو او خارجي ځواکونو به د خلګو کورونه او باغچې په دوى پسي لټولې. او يا به يې له عامو خلګو څخه پوښتني کولې چي طالبان پر کومه خوا ولاړل، چي په داسي وخت کي به د طالبانو له خوا پر دوى باندي بريدونه کېدل، چي د خلګو پر مځکو او پټيو کي به پټ وو، چي يوه ورځ خپله زما کشر ورور عبدالمنان چي مځکي د شپيشتو د شکولو دپاره تللى وو، په دغه وخت کي طالبانو پر ملي اردو باندي جنګ شروع کړى و، او ملي اردو چي کله پر دوى باندي جوابي حملې يا ډزي کولې، طالبان له سيمي څخه تښتېدلي وو، زما ورور چي ډېر کشر وو، په دې نه پوهېدئ له مځکي څخه راوتلى و، او د ملي اردو له خوا ويشتل شوى و. او وروسته له هغه زموږ مځکي ته راغلي وو، هلته يې په باغونو کي تلاښۍ کړي وې، خطايي او هوايي ټکان او ډزي يې کړي وې، او زموږ د مځکي د انګورو ټول تاکونه يې خراب کړي وو، خو کله چي دوى زموږ ورور ليدلى و چي هغه ډېر کشر وو، او د جنګ نه وو، د هغه مړى يې له ځان سره ولسوالۍ ته وړى و، او هلته يې د موسى کلا ولسوال ملاعبدالسلام ته سپارلى و، او ملا عبدالسلام موږ ته خبر راکړ چي ستاسي ورور په ناپامۍ کي د ملي اردو له خوا شهيد شوى دى، او زموږ څخه يې بخښنه وغوښته او سل زره افغانۍ يې هم راکړې. او ويل يې چي دغه زموږ غلطي نه بلکي د طالبانو بې پروايي ده چي ستاسي په مځکو کي پټېږي او د حکومت او خارجيانو سره جنګېږي، هغوى ورباندي جوابي حمله يا بمبارۍ کوي او تاسي ملکي کسانو ته زيانونه اوړي. نو کله چي زموږ ورور شهيد شو او په سيمه کي هم جنګونه او بمبارۍ کېدې، نو موږ د کندهار ښار د کوتل مرچې سيمي ته راغلو، د هلمند د لښکرګاه ښار ته ځکه نه ولاړو چي زموږ د ولسوالۍ ١٠ نوري کورنۍ هم زموږ سره يوځاى د کندهار ښار ته راغلل، ځکه موږ د کندهار ښار د امنيت له پلوه تر لښکرګاه ښه وباله او زموږ سره په دې ١٠ کورنيو کي داسي کورنۍ نشته چي هغوى دي په دې جنګونو کي ځاني زيان نه وي ليدلى. يعني د هري کورنۍ غړي په دې جنګونو کي شهيدان شوي دي.

• تاسو ولی دلته راغلی اصلی لاملونه یی څه دی؟( هغه څوک چی د ارزګان دی د ترینکوت مثال ورکړی چی دوی ولی هلته پاتی نه شول. په همدی رنګه د قلات د زابل د خلکو لپاره او لشکرګاه د هلمند د ځای بیڅایه خلکو لپاره)ولی کابل او یا هم کوم بل چیرته لاړی نه؟
جواب:
نو موږ په دې خاطر د هلمند لښکرګاه ښار ته، يا کابل او کوم بل ځاى ته ولاړو، ځکه چي موږ دغو ١٠ کورنيو د کندهار ښار د ځان دپاره ښه وباله، ځکه د يوې خوا امنيت دى او د بلي خوا کوم کار او روزګار هم پکښي پيدا کېږي. او دلته موږ د خپلو نورو دوستانو سره ګډ ژوند کوو، يعني د دې ځاى په اوسېدو کي موږ د موسى کلا د اوسېدو سره کوم فرق نه لرو. ځکه دلته هم د خپلو خپلوانو سره ژوند لرو، کور مو کرايه نه لري، دغه کور زما د ماما دى، د کرايې او نورو مصرفونو څخه خلاص يم، نو ځکه دلته راغلو چي له يوې خوا مي د کور کرايه نشته او له بلي خوا د خپلوانو سره ژوند کوو، په غم او ښادي کي سره شريک يو، دلته د دوى په باغونو او مځکو کي کار کوم او اقتصادي وضعه مي برابره ده.

• هغه کوم اصلی لاملونه وو چی تاسو یی اړایستلی تر څو خپلی سیمی پریږدی؟ په دی باندی پوهیړو چی تاوتریخوالی یا شخړی د دوی په سیمه کښی د دی لامل دی خو د دی لاندی شیانو وضاحت ورکړی:
جواب:
پر دولتي او خارجي قواوو د طالبانو حملو موږ دې ته اړ کړو چي خپلي سيمي پرېږدو، ځکه دولتي او خارجي ځواکونو به پر هغه سيمه چي حمله به ځني وشوه ټوله تر اور لاندي نيوله او يا به يې بمبارۍ پرې کولې او يا به يې د نيژدو سيمو کورونه تلاښي کوله، چي طالبان به تر حملې وروسته له سيمي وتلي وو، د خارجي قواوو او دولتي ځواکونو په عملياتو کي به عام خلګ شهيدانېدل او يا به زخميان کېدل. او يا به د خلګو مځکي او کورونه خرابېدل. ځکه چي دوى خو به جنګونه د عام ولس پر کورونو او باغونو باندي شروع کړي وو او طالبان به د دوى تر راتګ دمخه له سيمي څخه وتلي وو. د طالبانو او دولت ترمنځ جنګ کي زما کشر ورور چي مخکي يې يادونه وشوه د ملي اردو له خوا شهيد شوى و، نو ځکه موږ را بېځايه شوو.

• آیا تاسو د دی هر څه لیدو نه ورسته کډه شوی او یا تاسو سره دا ویره وه چی داسی شیان به واقع کیږی؟
جواب:
په سيمه کي مو ډېري کورنۍ وليدې چي بمبار شوې، يا يې د کورنۍ غړي د طالبانو او خارجيانو له خوا ووژل شول او زخميان شول، موږ هغه وخت رابېځايه شوو چي دغه د اور لمبې ډېري رانيژدې شوې او زما کشر ورور د ملي اردو له خوا شهيد شو. نو بيا موږ خپله دغه پرېکړه وکړه چي طالبان به بيا راځي، زموږ په مځکو او باغونو کي به پټېږي او پر ملي اردو او خارجيانو به حملې کوي، او هغوى به زموږ پر کورونو باندي جوابي حملې کوي، نو ځکه موږ د کندهار ښار د کوتل مرچې سيمي ته رابېځايه شوو.

• آیا کوم څوک عملا تاسو مجبوره کړی که خپله سیمه پریږدی؟ که ځواب هو وی نو څه ډول تهدید یی کړی او دوی څوک وو؟
جواب:
موږ خاصاً د طالبانو حملو پر ملي اردو او خارجيانو باندي دې ته اړ کړو چي خپلي سيمي پرېږدو او کوم آرام ځاى ته ولاړ شو، ځکه دوى به زموږ د مځکو او باغونو څخه پر خارجي قواوو، ملي اردو او پوليسو باندي حملې کولې چي د هغوى په جوابي حملو کي به زموږ پر کورونو او باغونو باندي جنګونه او بمبارۍ کېدې. ځکه طالبان خو به تر حملې وروسته له سيمي څخه وتلي وو او د خارجيانو او حکومتي ځواکونو په جوابي بريدونو کي به زموږ عامو خلګو د کورنيو غړي وژل کېدل. مځکي به مو خرابېدې او د طالبانو مخه خو موږ نشواى نيولاى، او په پاى کي مجبوره شوو چي سيمه د طالبانو حملو ته پرېږدو چي دوى يې د حکومت او خارجيانو سره معلومه کړي. کله چي موږ له سيمي څخه راوتلي يو هلته جنګونه هم نشته. اوس طالبان په هغو سيمو کي له دولتي ځواکونو او خارجيانو سره جنګونه کوي چي ملکي کسان پکښي موجود وي، او دوى د ملکي کسانو څخه د سپر کار اخلي.

• آیا تاسو په خپله خوښه ووتلی د دی نه ورسته چی پوه شوی چی دا یی وخت دی؟
جواب:
کله چي د طالبانو د حملې څخه وروسته زموږ ورور د ملي اردو په ډزو کي شهيد شو، موږ دا فيصله وکړه چي له سيمي څخه ووزو، ځکه مو خپله سيمه پرېښوده او د کندهار ښار د لويي ويالې د کوتل مرچې په سيمه کي مو خپل ژوند اختيار کړ او اوس دلته آرام ژوند لرو.
• تاسو دا تصمم خپله ونیوله چی دا ساحه پریږدی یا د خپل قومی مشر او یا هم علماو په قول مو عمل وکړه؟
جواب:
لکه چي زما ورور شهيد شو، زموږ پلار دغه فيصله وکړه چي نور به دغه سيمه پرېږدو، نو زما د پلار له فيصلې له مخي زموږ نور قوميان هم چي د جنګ او بمباريو ښکار شوي وو، ١٠ کورنيو پر يوه ځاى د کوتل مرچي سيمي ته راغلو چي د دې جنګونو څخه خلاص شو. د دې کورنيو غړي د خارجيانو په بمباريو کي وژل شوي وو او د دريو کسانو حاجي علي ګل، منصور او محمدخير کورونه خو بېخي په دې بمباريو کي له منځه تللي وو.

• آیا تاسو غواړی چی بیرته خپلی سیمی ته لاړ شی؟
جواب:
موږ غواړو چي خپلو سيمو ته ولاړ شو، خو چي هلته امنيت وي او د بمباريو او جنګونو بېره نه وي. په سيمه کي پراختيايي کارونه شروع شي، ښوونځي، روغتونونه او سړکونه ورغول شي.

• د تاسو په نظر کله بیرته خپلی سیمی ته تلی شی؟
جواب:
هغه وخت موږ خپلو سيمو ته تلاى شو چي هلته امنيت وي، د کار زمينه مساعده وي، جګړې او بمبارۍ نه وي او يو واحد حکومت وي، نو په هغه صورت کي موږ خپلو سيمو ته تلاى شو.

• د تاسو د بیرته ستنیدو اصلی خنډونه څه دی؟ دلته کوښښ وکړی اصلی لاملونه پیدا کړی. بیځایه کیدنه ځان ته لاملونه لری او بیرته ستنیدنه ځان ته تاسو هسه وکړی چی دا پیدا کړی چی هغه اصلی لاملونه څه دی چی دوی دلته ساتی؟ کیدای شی د مکتب، روغتیایی اسانتیاوی نشته والی د دوی په خپلو سیمو کښی لاملونه وی.
جواب:
زموږ د بيرته تګ اصلي خنډونه په سيمه کي جنګونه، بمبارۍ او نا امنۍ دي، چي موږ نه شو کولاى په خپلو سيمو کي آرام او آسوده ژوند ولرو، چي زده کوونکي مو ښوونځي ته ولاړ شي او ناروغان مو د ناروغۍ پر مهال روغتونونه ته ولاړ شي او هر سړى په ډاډه زړه او اطمينان سره کار وکړي، پورته ياد شوي مشکلات زموږ د بيرته تګ په لاره کي خنډونه دي.

• آیا کوی ستونزی له امله چی تاسویی بیځایه کړی یاستی حل شوی دی؟ که حل شوی نوی نو دوی سره تاسی یو واقعبیانه د حل لاره ښکاری؟
جواب:
زموږ ستونزي خو لا تر اوسه پر ځاى پاتي دي، او د حل لاره به يې دا وي چي حکومتي چارواکي په خپلو سيمو کي د خلګو دپاره امنيت تامين کړي خلګو ته د خوارۍ او مزدورۍ دپاره زمينه مساعده کړي، له مخالفينو سره خبرو ته کښېني، او مخالفينو ته په حکومت کي ځاى ورکړي. او خارجي قواوي د افغان ملي اردو په امر وجنګېږي، ځکه افغانانانو ته د خپل وطن دود او دستور ښه معلومېږي.

• آیا بیځایه شوی خلک په بیرته ستنیدنه کی خپل ځان له  خطر سره مخامخ وینی؟
جواب:
په اوسنيو حالاتو کي د موسى کلا ولسوالي اصلاً د خطر ځاله ده، ځکه چي په دغه سيمه کي اوسمهال هم د طالبانو ښه زور چلېږي. هلته ټولي فيصلې د طالبانول ه خوا کېږي، حکومتي کسان وژل کېږي، دولت او خارجي قواوو سره طالبان مخامخ جنګېږي، او هلته ښوونځي غير فعاله دي، روغتونونه نشته او که وي هم پر نشت حساب دي. د کار زمينه نه ده مساعده او تر ټولو غټ خطر هغه قومي شخړي دي چي يوه ډله په طالبانو پسي ولاړه ده او بله ډله بيا په حکومت پسي ولاړه وي او سړى د قوم په وجه هم له منځه ځي، هغه که په طالبانو کي ولاړ وي او که په دولت کي ولاړ وي، خو له منځه ځي.

• آیا دوی کولای شی چی د بیرته ستنیدنه نه ورسته د ژوندانه په مختلفو چارو کښی په خپلو سیمو کښی کډون وکړی؟
جواب:
اصلاً اوسمهال موږ هغه سيمه د اوسېدو وړ نه بولو، ځکه نه هلته دولت حاکم دى او نه هم طالبان، يو ساعت د دولت تر لاس لاندي يو بل ساعت بيا د طالبانو حکومت راباندي حاکم وي، نو په داسي حالاتو کي به سړى د ژوندانه په چارو کي څه ډول ګډون وکړاى شي او په څه ډول به په آزادانه توګه خپل نظر څرګند کړي.

• آیا دوی سره داسی مالوت شته چی هغه کسان چی بیرته خپلو سیمو ته ستانه شوی د تاوتریخوالی سره مخامخ شوی وی
جواب:
دلته په لويه وياله کي تقريباً اوسمهال ٨٠٠ کورنۍ چي د هلمند ولايت د مختلفو ولسواليو اوسېدونکي دي ژوند کوي، تر اوسه پوري خو ما هيڅ داسي کورنۍ نه ده ليدلې چي بيرته يې خپلي سيمي ته کډه کړې وي. او هلته دي د تاوتريخوالي سره مخ شوي وي. او بيرته دي دلته راغلي وي، خو انفرادي کسان بيا تللي دي چي هغوى يا هلته د طالبانو له خوا ځورول شوي دي چي تاسي په کندهار کي د حکومت سره کار کوئ او حتى ځيني کسان لکه حاجي جانان او شيرخان چي تر اوسه په موسى کلا ولسوالي کي نادرکه دي.

• آیا د بیرته ستنیدنه نه د ناجایزی استفادی مالوت شته( دا په دی مانا ده چی ځایی بیخایه شوی خلک پیسی او امکانات واخلی او بیرته خپلو کمپونو ته راشی)
جواب:
زه خپله داسي څوک نه پېژنم چي د UNHCR او مهاجرينو رياست د مرستو له مخي دي بيرته هلمند ته ستانه شوي وي او بيا دي بيرته دلته راغلي وي، او له دې پروګرام څخه دي يې ناجايزه ګټه پورته کړې وي. او که داسي کسان وي هم زه يې په اړه معلومات نه لرم، ځکه زموږ اوس ٦ مياشتي کېږي چي دلته راغلي يو.

• آیا حکومت د دی جوګه دی د بیرته ستانه شوی خلکو امنیت د دوی په سیمه کښی تامین کړی؟ که نه داسی نور څوک شته که هو دوی څوک دی؟
جواب:
اصلاً زموږ حکومت د دې جوګه نه دى چي موږ امنيت راولي، ځکه کار يې اهل د کار ته نه دى سپارلى که چيري کار اهل کار ته وسپارل شي نو بيا امنيت راتلاى شي او پرته له دولت څخه موږ له بل چا څخه امنيت نه غواړو، لکه د طالبانو څخه او د هغوى په امنيت موږ نه يو خوشحاله. او له دولت څخه مو غوښتنه دا ده چي کارونه اهل کار کسانو ته وسپاري چي ټولي دولتي وظيفې سمي شي.

• آیا دوی د بیرته ستنیدنه لپاره کوم ځای یا جایداد لری؟
جواب:
موږ په خپله سيمه کي ٤٠ جريبه مځکه لرو او د اوسېدو دپاره يو کور لرو، چي اوس د روانو نا امنيو او جنګونو له امله نشو کولاى چي خپلو سيمو ته ولاړ شو او هلته ژوند وکړو.

• آیا داسی مالومات دوی لری چی د بیرته راستانه شوی خلکو جایدادونه غصب شوی وی؟
جواب:
تر اوسمهاله پوري زموږ مځکي نه دي غصب شوي او نه له کومي پېښي څخه خبر يو چي د چا مځکه دي غصب شوې وي.

• په دی شرایطو کښی دوی ته او خصوصا ښځو ته د دوی سیمو ته سفر کول خوندی دی؟
جواب:
دلته دوه ډوله خلګ دي، يو هغه چي حکومت پلوه دي، هغوى نشي کولاى چي سيمي ته ولاړ شي، هغه که نارينه وي او که ښځينه ځکه چي ښځينه د نارينه وو سره ځي دا چي هلته نارينه نشي تلاى نو ښځينه خو بېخي نشي تلاى. لکه زموږ د کورنۍ غړي چي په دولت کي مو کار کړى دى او هلته خپلو سيمو ته نشو تلاى. خو  هغه کسان بيا تلاى شي چي له دولت سره يې کار نه وي کړى او د طالبانو سره ښي ټينګي اړيکي ولري. ځکه دولت ورباندي کار نه لري او طالبان خو د هغوى سره ملګري دي او د هغوى نارينه او ښځينه کولاى شي چي خپلو سيمو ته ولاړ شي.

• دوی د خپلو سیمو ته د بیرته راستانیدنی او یا هم یو بل چیرته میشت کیدول لپاره د سفراو تک کوم تدابیر یا اقدامات نیولی دی؟
جواب:
اوسمهال خو موږ د هيڅ ځاى د تګ دپاره کوم پلان نه لرو، هر وخت چي زموږ په سيمه کي امنيت راشي، بيا به خپل ولايت ته ځو او سيمه به ګورو.

• آیا ځایی بیځایه شوی نارینه، ښځینه او ځوانان د خپلو سیمو او یا داسی نوری سیمی چی دوی غواړی پکښی میشت شی د لیدو امکانات لری که نه؟ که هو پدی کار کښی دوی سره څوک مرسته کوی او دوی ته دا مالومات څوک ورکوی؟
جواب:
زموږ د کورنۍ نارينه او ښځينه يو هم نشي کولاى چي خپله سيمه وګوري يا هلته ستانه شي. ځکه چي موږ په حکومت کي کار کړى دى. او نه هم بل چا زموږ سره د خپلي سيمي په ليدلو کي مرسته کړې ده.
• د حکومت.‎، نړیوالی ټولنی او محلی چارواکو ونده په دی لیدا کاته کښی څه دی تر څو دوی د خپلی سیمی په هکله مالومات ترلاسه کړی؟
جواب:
زموږ سره خپلو سيمو د ليدو په لاره کي نه محلي چارواکو او نه نړيوالو ادارو مرسته کړې ده، چي هلته د خپلي سيمي معلومات له نيژدې څخه ترلاسه کړو.