کور / راپور / دحج او اوقافو وزارت يوځل بيا شرميږي ؟

دحج او اوقافو وزارت يوځل بيا شرميږي ؟


دحج وزارت يوځل بيا په خپلو چارو کې پاتې راغى . که څه هم  دحج په چارو کې هر کال يوه لويه ستونزه رامنځ ته کيده خو هرکال به يې چارواکو ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به دا ډول ستونزې تکرار نه شي . په دې ټول پوهيږي چې دحج وزارت همدا يوه دنده ده چې هغه دحج دمراسمو له پاره چمتو والى دى . دشرم خبره خو داده چې سږ کال هم دا وزارت په خپلو کارونو کې پاتې راغى .سږ کال هم په داسې حال کې چې ډيرې لږې ورځې دحج مراسمو ته پاتې په هيواد کې نيژدې درې زره کسان چې حج ته يې په شرکتونو کې نومونه ليکلي دي بې برخليکه پاتې دي . ځينې رپوټونه وايي چې  داکار ځکه شوى  چې د يو مستحق سياحتي شرکت جواز په خپل سر، بل شرکت ته ورکړل شوى دى. دوى په شرکتونو کې درې زره او شپږ سوه او يا درې زره او څلويښت ډالره نيژدې دوې مياشتې وړاندې تحويل کړې او دبانک سندونه هم لري ، خو اوس يې برخليک څرګند نه دى . داسې ويل کيږي چې ديوه بريالي شرکت جواز دحج او اوقافو سرپرست وزير صديق چکړې له خوا  چې نيژدې اته کاله يې په رسنيو کې په چارواکو اوخلکو دناغيړى تورونه لګول کوم بل شرکت ته ورکړل شوى دى . زيارت کوونکي، د مستحق ( کابل روحاني ) شرکت او د حج د موظفې کمېټې غړي ادعا کوي، چې دغه جواز د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د سرپرست صديق چکري لخوا د( الطايف ) شرکت  ته ورکړل شوى دى . په دې کې ډير کسان دوردګو ، غزني ، پکتيکا او نورولايتونو اوسيدونکي دي .هر کال د حج د پروسې له پيل څخه مخکې، د ياد شوي وزارت چارواکي ژمنې کوي، چې دا ځل به د حج پروسه له ستونزو سره مخامخ نه شي، خو وروسته بيا له ډول ډول ستونزو سره مخامخ وي . بلاخره که په دې چاره کې دحج او اوقافو وزارت ملامت وي اويا سياحتي شرکت نوپه دواړو حالاتو کې يې مسوليت دحج او اوقافو وزارت دى .ځکه د دې شرکتونو چارې هم ددوى له خوا کنتروليږي . بله دشرم خبره خو داده چې له دوو مياشتو راپه دې خوا همدې شرکتونو په کابل ، ميدان ښار ، غزني او نورو ښارونو کې دفترونه پرانيستي و ،نومونه يې ليکل او دميدان ښار دحج او روغتيا وزارت يې اړونده چارې پرمخ وړې ،خو له دوو مياشتو وروسته اوس دخلکو په سترګو کې خاورې شيندل کيږي . هغه کسان چې دا دوې مياشتې يې په دې اړه منډې ترړې کړې او بانکونو ته يې پيسې سپارلې ولې دحج وزارت هغه وخت د  دى شرکتونو مخه نه نيوله چې جواز نه لري نو دڅه له پاره نومونه ليکي ؟ .اوس هغه زيارت کوونکي چې نومونه يې ليکلي په هيڅ صورت نه غواړي چې خپل داچانس له لاسه ورکړي او وايي له هرې لارې چې  کيږي نو دوى  بايد دحج ته وليږل شي .ډيره دشرم خبره ده چې دحکومت په دې کابينه کې يوازينۍ وزارت چې چارې يې د مذهيبي چارواکو له خوا بايد اداره شي له کلونو کلونو راپه دې خوا ناکام دى او په ټول کال کې نه شي کولاى چې يوازې ديرش زره حاجيان په سمه توګه حج ته واستوي  . که داسې کړنې تکراريږي نو ښه به داوي چې دا چارواکي نور په خپلو جوماتونو کې کيښيني خلکو ته تبليغات وکړي او د دغه وزارت بوديجه دې بې ځايه نه لګوي . دولت ته په کار دي چې  داسې اداره جوړه کړي چې يوازې د دو مياشتو له پاره په دې اړه کار وکړي خو بريالى يې وکړي مهمه نه ده چې مشري يې دکوم ملا ،قاضي او يانورو په غاړه وي مهمه داده چې کارونه يې ښه پرمخ لاړشي که په مشر يې انګريز وي اويا هندو .مهمه داده چې دخلکو ستونزې حل شي . په دې هيله چې چارواکي د تيليفون د بندولو او دخلکو څخه د پټيدو پرځاى خپله نيمګړتيا ومني او خلکو ته ځواب ووايي .بلاخره دوى بايد خلکو ته معلومات ورکړي قانع کوونکي ځواب ووايي او داستونزه حل کړي ځکه دا خو دنشه يي توکو په وړاندې مبارزه نه ده چې پيسو ته اړتيا ده او ياوخت ته بلکې مديريت ته اړتيا لري .