کور / راپور / له ايکسپريس ټلويزيون سره د ګلبدين حکمتيار د مرکې پښتو متن

له ايکسپريس ټلويزيون سره د ګلبدين حکمتيار د مرکې پښتو متن

د ايکسپريس له تلويزيوني شبکې سره د محترم ورور حکمتيار ځانگړې او په زړه پورې مرکه:

(دمرکې بشپړ متن )

پوښتنه : د دوو جهادونو اتل ښاغلی حکمتیار! څو کلن یاست؟
ځواب: زه اوس يو شپېته كلن يم. ما هيڅكله نه دي ويلي چي د مخكني يا اوسني جهاد اتل يم، اصلي اتلان هغه مجاهدين دي چي په سنگرونو كي د دښمن مقابله كوي او خپل سر د الله په لار كي قرباني كوي. كه الله تعالى ما د دوى د خادم په توگه هم قبول كړي دا به زما لپاره لوى سعادت وي، زما كار فقط دومره وو چي د كمونيزم په ضد مي د مبارزې ږغ اوچت كړ او افغان مؤمن ولس دا ږغ بدرگه كړ، بيا مي د امريكايانو په ضد ولس ته د جهاد بلنه وركړه او باايمانه مجاهدينو د جهاد لپاره ملا وتړله.  
پوښتنه : له پټې مبارزې نه خو ستړی شوې نه يې؟
ځواب: نه؛ الحمد لله نه ستومانه يم، نه په دې حالت ناراضه، نه مأيوس، بلكي د الله تعالى شكر په ځاى كوم او د ژوند تر پايه د خپل هېواد د آزادۍ لپاره جهاد ته چمتو يم. د زياتو نورو كلونو لپاره هم د داسي حالت منلو او زغملو ته تيار يم، ما په دې حالت كي هومره كار كړى چي په بل حالت كي راته ممكن نه وو.
پوښتنه : کورنۍ مو يو ځای درسره پټه ده؟
ځواب: نه؛ زما كورنۍ په پېښور كي اوسي او له ما سره ئې يو ځاى اوسېدا ډېره ډېره گرانه ده. پر هغوى مي داسي ستونزمن ژوند نه لورېږي. ما ته ئې راتگ او له ما سره ئې موقته اوسېدا هم گرانه ده.
پوښتنه : دښمن مو څوک دی او ملګري مو څوک دي؟
ځواب: چا چي زما هېواد نيولى او چا چي زما د هېواد په نيولو كي د اشغالگرانو مرسته او ملگرتيا كړې، لومړي او دوهمه درجه دښمنان دي او كوم ناافغانان چي د اشغالگرانو په پاته كېدا ټينگار كوي درېيمه درجه كمعقله دښمنان دي، زموږ اصلي جنگ له لومړي درجې دښمن سره ده. هر هغه څوك مي دوست دئ چي د افغانستان د آزادۍ لپاره جنگېږي يا لږ تر لږه له هېواده د بهرنيو ځواكونو د وتلو پلوي كوي.
پوښتنه : تاسو د یوه تجربه کار نړیوال سیاست پوه په توګه پیژندل کیږئ، آیا له امریکا سره د مقابلې په ډګر کې نړیوال ملګري لرئ؟ لکه ایران، چین، روسیه….؟ په مهربانۍ سره یې څرګنده کړئ.
ځواب: روسيه، ايران، هند او چين؛ سره له ځينو اختلافاتو د افغانستان په اړه له امريكا سره ملگرتيا لري، تر ټولو بده ملگرتيا تهران وكړه چي ايران پلوه ډلو ته ئې وويل چي په افغانستان او عراق كي له امريكايانو سره يو ځاى شي او د دوى تر قومندې لاندي له سنيانو سره وجنگېږي، چين له مسلمانانو سره د تركستان لانجه لري، تاسو ته معلومه ده چي د روسي فوځونو د وتلو پر مهال؛ روسيه له دې وېرېده چي ښايي د افغانستان د اسلامي انقلاب څپې د مركزي آسيا هغه هېوادونه هم ونيسي او تر خپل مضبوط اغېز لاندي ئې راولي چي نږدې اويا كاله د روسانو په اوسپنيزو منگولو كي ځپل شوي وو، او دا هېوادونه هم د افغانستان په څېر له لاسه وركړي، د روسانو ملگري ايران هم دا وېره درلوده چي په افغانستان كي د مجاهدو سنيانو په لاس اسلامي حكومت به د دې باعث شي چي ايراني سنيان چي يو مهال ئې پر ايران حكومت كاوو، او اوس د شيعه وو د ظلم په منگولو كي د محكوميت بدي ورځي گالي او داسي ظالمانه سلوك ورسره كېږي چي د نړۍ په هيڅ گوټ كي له مذهبي اقليتونو سره نه كېږي، د ايران د نفوس دېرش په سلو 30% كي دي، خو په ټول نظام كي د مدير په كچه هم كوم څوك په دولتي چارواكو كي نه لري، دوى د ايران په حساسو سرحدي سيمو كي مېشت دي، تهران له دې وېرېدو چي دوى به د ايراني شيعه حكومت په ضد پاڅون وكړي، له هند سره هم دا اندېښنه وه چي په افغانستان كي د مجاهدينو حكومت به د سيمي انډول د پاكستان په گټه بدل كړي، درې واړو په گډه دا فيصله وكړه چي په ټول توان طاقت بايد د داسي حالت رامنځته كېدو مخنيوى وكړي، مسكو له يوې خوا په دې وتوانېدو چي د واشنگټن خواخوږي ترلاسه او سپينه ماڼۍ په دې قانع كړي چي د مجاهدينو د بريا او د يوه اسلامي حكومت د جوړېدو په مخنيوي كي له روسانو سره لاس يو كړي، روسانو ته دا امتياز ومني چي مركزي آسيا د مسكو تر اغېز لاندي پاته شي، له بلي خوا ئې د ايران په وساطت په افغانستان كي داسي ائتلاف جوړ كړ چي د مسكو او ايران پلوه ډلو څخه جوړ شوى وو او مأموريت ئې دا وو چي د شوروي اتحاد د وتونكي فوځ نيمگړى جنگي مأموريت په غاړه واخلي. واشنگټن ئې هم په دې قانع كړ چي د دې ائتلاف ملاتړ وكړي، په امريكا پوري تړلو هېوادو كي د افغانستان سفارتونه او په ملگرو ملتونو كي د افغانستان كرسۍ د دې ائتلاف په واك كي پرېږدي، سپيني ماڼۍ د روسانو دا دواړه خبري ومنلې، په افغانستان كي ئې د هغه چا مرسته وكړه چي په غاړه ئې د ايران د سپاه پاسداران برگ دسمالونه او په پښو ئې روسي بوټان ول، او په مركزي آسيا كي ئې همغه مخكني د كي جي بي بدنام غړي له پرېړو بريتونو سره په اقتدار كي پرېښودل، دا په داسي حال كي چي دلته د كمونيستانو د سلطې د پاى ته رسېدو امكانات تر هغه ډېر مضبوط او ځلانده ول چي د شرقي اروپا مسكو پلوه كمونيست ډلي ورسره مخامخ وې، خو ومو ليدل چي غرب او په سر كي ئې امريكا په شرقي اروپا كي د كمونيستانو د واكمنۍ پاى ته رسېدا كافي وگڼله او مركزي آسيا ئې د كمونيستانو په واك كي پرېښوده. كمعقلو امريكائي چارواكو به هغه مهال له روسانو سره د مذاكراتو په ارتباط ويل چي مركزي آسيا د شوروي اتحاد د بدن نازكه برخه ده، مسكو دا حق لري چي په دې اړه اندېښنه ولري او واشنگټن د هغوى وېره او اندېښنه رفعه كړي، همداسي ئې وكړل!! خو راشئ وگورو چي دې غلطي پرېكړي امريكايانو ته څه سوغاتونه درلودل؟ امريكا ته ئې څرگند تاوانونه دا وو:
• د ايران او روسيې گډي سټراټيژي پلي كېدو ته ئې لار آواره كړه، هغه څه ئې وكړل چي ايران او روسيې غوښتل او گټه ئې دوى ته ورسېده.
• له هغه چا سره په جنگ كي ښكېل شول چي تر دې د مخه ئې د روسانو په ضد د هغوى مرسته كوله.
• د هغه چا مرسته ئې وكړه چي په مسكو او تهران پوري تړلي ول.
• د دې په ځاى چي پرېږدي مركزي آسيا د روسانو له منگولو ووځي او ايراني سنيان هم له مظلوميت او محكوميت نه وژغورل شي، برعكس ئې د كمونيستانو او متعصبو ايراني شيعه واكمنانو منگولي مضبوطي كړې.
• د كمونيزم په ضد د نړۍ وال اسلامي تحريك مخه ئې له مخكني لوري نه د غرب لوري ته واړوله، كه هغوى دا غلطي نه وئ كړې نو غرب به له دې شخړي خوندي وو، له مسلمانانو سره به ئې ستونزه نه درلوده، كه جگړي دوام كولو نو يا به په افغانستان كي خلاصه كېده او يا به د مسكو او تهران په شاوخوا كي وه.
• دوى په خپل لاس د روسانو په ضد جگړه د غرب په ضد جگړي باندي بدله كړه، القاعده د دوى د غلط سياست زېږنده ده، د يولسم ستمبر او لندن او نورو سيمو د پېښو مسئوليت د هغه چا په غاړه دئ چي په افغانستان كي ئې له مجاهدينو سره خيانت وكړ او غوښتل ئې چي د دوى ويني په روسانو خرڅي كړي.
• د دوى د غلطو سياستونو په نتيجه كي پاكستان د دوى نږدې دوست هم له سختو ستونزو سره مخامخ شو، هغه جگړه چي په طبيعي توگه به د پاكستان له پولو نه ډېره لري روانه وه، نن په پاكستان كي او حتى د اسلام آباد شاوخوا روانه ده، پاكستان ئې هم له مجاهدينو سره په جگړي كي ښكېل كړ، هغه هند چي تل د روسانو دوديز ملگرى پاته شوى او په راتلونكي كي به هم د روسيې ملگرى وى، دې هند ته ئې دا موقع وركړه چي جگړه له كشمير نه وزيرستان او سوات ته انتقال كړي. هند ته ئې په افغانستان كي داسي شرايط برابر كړل چي وكولى شي په پراخه پيمانه د پاكستان په ضد تخريبي فعاليتونه وكړي، پاكستان ته وسلې ولېږي او جگړه ماران وروزي، دومره چي نن په خپله امريكايان د هند له پراخو پاكستان ضد هلو ځلو نه شكايت كوي!!
پوښتنه : تیره اونۍ په اسلام آباد کې د ملګرو ملتونو پر دفتر د پاکستاني طالبانو د برید په هکله څه نظر لرئ؟
ځواب: له ټولو مسلمانانو نه زموږ هيله دا وه چي كه د اسلام او اسلامي امت لپاره څه كول غواړي نو د افغان مجاهدينو ملگرتيا او مرسته دي وكړي، كه د افغانستان لانجه حل شوه د اسلامي امت ډېري نوري مسئلې به يوه په بل پسي او په آسانۍ سره حل كېږي، له خورو ورو جگړو څه نه جوړېږي، موږ له داسي بريدونو سره موافق نه يو چي د يوه دښمن لپاره لس مسلمانان ووژل شي، برعكس خپلو مجاهدينو ته وايو چي د يوه مسلمان له مرگ او ژوبلي نه د مخنيوي په خاطر د لسو دښمنانو له وژلو هم ډډه وكړئ. د روسانو په ضد د جهاد په دوران كي هم موږ د روسانو په ضد له افغانستان نه بهر هيڅ نظامي عمل نه دئ كړى.   
پوښتنه : ستاسو ګوند په کومو سیمو کې فعالیت لري؟
ځواب: تاسو ته معلومه ده چي حزب اسلامي يوازنى ستر افغانستان شمول حزب دئ، د روسانو په ضد تېر جهاد هم له فكري پلوه د حزب په لاس پيل شو او هم له نظامي پلوه، په سلو كي تر اتيا زيات مجاهدين او مهاجرين په حزب پوري مربوط ول، اوس هم حزب همغه ځواكمن حزب دئ، قوت ئې تر مخكي زيات شوى دئ كم شوى نه دئ، حزب په ټول افغانستان كي فعاليت لري، په ځينو سيمو كي څرگند، په ځينو كي پټ، په ځينو كي مستقل او په ځينو كي له نورو مجاهدينو سره يو ځاى، موږ داسي تگلاره غوره كړې چي له جبهه ئې جگړو ډډه كوو، چريكي بريدونو ته ترجيح وركوو، جنگي تكتيك مو داسي دئ چي وكولى شو په خپلو ذاتي امكاناتو تر اوږدې مودې د دښمن مقابله وكړو او تر زيات نه زيات تلفات اصلي دښمن ته واړوو، دا اوس اوس هره ورځ په افغانستان كي له دېرش نه تر پنځوس پوري عمليات كېږي، له دې ټولو نه يوازي دوه درې ئې په مطبوعاتو كي منعكس شي او يوه او بله ډله ئې مسئوليت په غاړه واخلي. 
پوښتنه : پر څومره کسانو باور کولی شې؟
ځواب: موږ د جنگ لپاره په زرگونو مجاهدين تيارولى شو، خو نه د دې لپاره ضروري وسايل لرو او نه دا كار ډېر ضروري او حتمي گڼو، تاسو پوهېږئ چي د نړۍ هيڅ هېواد له مجاهدينو سره مرسته نه كوي، كومي انفرادي مرستي چي تر دې د مخه له مجاهدينو سره كېدې هغه هم د منافقو حكومتونو له لوري پرې بنديز لگېدلى او په سلگونو هغه خلك ئې نيولي چي امريكايانو ئې نومونه وركړي او له مجاهدينو سره ئې په مرستو تورن كړي.
پوښتنه : داسې ښکاري چې وسله وال پاڅون زور نیولی، تاسو یې عوامل څه بولئ؟
ځواب: د امريكايانو ظلمونه، د ملكي وگړو عام وژني، د جنگ لپاره داسي مبرر او معقوله توجيه نه درلودل چي نړۍ وال، خپل ولس او خپل فوځيان پرې قانع كړي، غله، مفسدين، جنگي جنايتكاران، او وطن پلورونكي پر افغانانو تحميلول، ناكام لاس پوڅى حكومت … دا د مقاومت د ورځ په ورځ ځواكمنېدا او پراخېدا باعث شو، هسي هم دا يو طبيعي بهير دئ، داسي جنگونه ورو ورو وده كوي او لمن ئې پراخېږي.
پوښتنه : آیا تاسو دا انګیرئ چې د ۱۱/۹ پیښې افغانستان وران کړ؟
ځواب: امريكايانو تر يولسم ستمبر نه مخكي پر افغانستان د بريد ېرېكړه كړې وه، د طالبانو په لاس د مزار او تخار له پرېوتو وروسته ئې له مسكو او تهران سره پر دې توافق كړى وو چي د ترمز او كولاب له لاري به د روسانو اولس زره (17000) فوځ بريد كوي، ايران پلوه شيعه ډلي او شوراى نظار به د روسانو تر قومندې لاندي په جگړي كي برخه اخلي، مصارف به ئې امريكا وركوي او تخار او مزار به نيسي او شمالي ټلوالي ته به ئې سپاري، اروپا ته د مسعود د هغه مهال سفر هم د دغي منصوبې يوه برخه وه، هلته هغه په ډېر وقاحت سره له غربيانو د نظامي مرستو غوښتنه وكړه، يولسم ستمبر فقط دومره وكړل چي دغه عمليات ئې يوه مياشت رامخكي كړل. 
پوښتنه : له پاکستان سره څه ډول اړیکې لرئ؟
ځواب: موږ اوس له پاكستان سره هيڅ ډول روابط نه لرو، دا طمعه هم نه لرو چي پاكستان دي د افغانستان په اړه د امريكايانو له ملگرتيا لاس واخلي، كه پاكستان دومره هم وكړي نو موږ به ممنون يو.
پوښتنه : د شوروي ضد جهادپه موده کې مو له ISI او CIA سره نژدې اړیکې درلودې، اوس د هغو امریکایانو په هکله چې شخصا ورسره پيژنئ څه فکر کوئ؟
ځواب: امريكايان ډېر بې اعتباره دوستان دي، په دوستي كي هومره ضرر رسولى شي چي په دښمني كي ئې نشي رسولى، دوى دوستان نه بلكي غلامان غواړي. ډېر نا پوه انسان به پر امريكايانو اعتماد كوي، دا دوستي داسي ده لكه له مار او لړم سره دوستي. امريكايانو ټولي هغه افغاني ډلي چي په پېښور كي ئې جوړي كړې زموږ په ضد ئې جوړي كړې، او په پاى كي ئې زموږ په ضد وجنگولې، هغه مهال چي موږ د روسانو په ضد جنگېدلو دوى د ظاهر شاه د راوستلو لپاره هلي ځلي كولې او د پاكستان چارواكي ئې دې ته اړ كول چي د ظاهر شاه د راتلو لپاره لار آواره كړي. زما د ترور لپاره ئې ډېري هڅي وكړې. امريكايان داسي دوستان خوښوي لكه پرويز مشرف چي د امريكايانو لپاره د خپل ولس په ضد جنگېدو او پر مدرسو بمونو ورولو ته هم چمتو وي!!    
پوښتنه : له حقاني او طالبانو سره ستاسو د ګوند اړیکې څه ډول دي؟
ځواب: موږ د هر هغه مجاهد قدر كوو چي د خپل هېواد د آزادۍ لپاره جنگېږي، غواړو ټول مجاهدين په يوه متحد صف كي راغونډ كړو، د دښمن په خلاف گډه جبهه او د افغانستان د راتلونكي لپاره گډ دريځ ولرو، خو تر اوسه په دې نه يو توانېدلي، له دوى سره نه كومه معاهده لرو او نه كوم گډ موقف. 
پوښتنه : په نورستان کې په فعالیت بوخت سلفیان څوک دي؟ آیا تاسو اړیکې ورسره لرئ؟
ځواب: په نورستان كي د روسانو په ضد د جهاد په دوران كي د سلفيانو په نامه يوه ډله رامنځته شوه چي مشر ئې مولوي افضل نورستاني وو، دا ډله يو مهال له كمونيست سرور نورستاني سره، بيا له شوراى نظار سره او اوس له امريكايانو سره ملگرتيا كوي، اوس په همدې سيمي كي يوه بله جبهه په همدې نامه جوړه شوې چي له طالبانو سره تعلق لري، موږ په دې عقيده يو چي په افغانستان كي له حنفي مذهب نه پرته بل نوي مذهب ته خلك بلل او په داسي حال كي مذهبي اختلافات راولاړول چي دښمن د اسلام د جرړو د ايستلو لپاره ملا تړلې ده؛ نه د اسلام په گټه دئ او نه د داسي ډلي په گټه، دا به ډېره كمعقلي وي چي څوك فرعي مذهبي اختلافات راولاړوي، اوس هغه وخت دئ چي داسي اختلافات لري پرېږدو او ټول مسلمانان تر يوه بيرغ لاندي راغونډ كړو.
پوښتنه : آیا له امریکا  یا  ناتو سره د صلحې پخاطر خبرې کولی شې؟
ځواب: موږ دوى ته ويلي: كه بهرني ځواكونه زموږ له هېواده وتلو ته چمتو وي، د اشغال په دوام ټينگار ونه كړي، د جگړي پاى ته رسول وغواړي او د باعزته وتلو لار ولټوي نو موږ ورسره مرسته كولى شو، خو كه د جگړي پر دوام ټينگار وكړي نو بايد پوه شي چي زموږ حوصلې لوړي، عزم مو راسخ، د جنگ په سنگرو كي او د ستونزو او كړاوونو په گاللو كي پاخه شوي يو، تصميم مو قاطع دئ چي د هېواد تر بشپړي خپلواكۍ به جهاد ته دوام وركوو، د مقاومت له دوام نه پرته به بله لار غوره نكړو، دوى بايد په دې هم پوه وي چي كه په تېرو نږدې اتو كلونو كي ئې د تابوتونو له انتقالولو پرته بل څه له جنگ نه څه ترلاسه نكړى شو، نو له دې وروسته خو نه د فوځونو په زياتولو سره څه ترلاسه كولى شي او نه د بې وزلو او مظلومو افغانانو په كليو، كورونو، جوماتونو او مدرسو باندي له ړندو بمباريو او عام وژنو نه څه په لاس ورځي، افغانان په هيڅ صورت كي د بهرنيو ځواكونو حضور؛ حتى د لنډي مودې لپاره هم نه مني، تر څو چي د اشغالگرو ځواكونو وروستى فوځي زموږ له هېواده نه وي وتلي جهاد او مقاومت به ادامه لري.
كوم اروپايي سياسي ليډران چي وايي زموږ فوځيان د هندوكش په لمنو كي له خپل هيواد نه دفاع كوي، دروغ وايي او منافقت كوي، خپل ولس غولوي، له افغانانو نه دوى او د دوى هېوادو ته هيڅ خطر او گواښ نه دئ متوجه، دوى د امريكايانو د خوشحالولو لپاره خپل فوځيان د مرگ كومي ته لېږلي دي.
زموږ له نظره د افغانستان د بحران د حل اساسي غوښتني دا دي: 
• د بهرنيو فوځونو بلاقيد و شرط او بشپړ وتل،
• د وتلو لپاره معقول مهال وېش ټاكل،
• يوه موقت غير ائتلافي حكومت ته د قدرت انتقال،
• په آزاد او خپلواك افغانستان كي د آزادو او عادلانه انتخاباتو له لاري د ملت د خوښي اسلامي حكومت جوړول.
پوښتنه : د حزب اسلامي او طالبانو تر منځ توپیر څه  دی؟
ځواب: اوس د اختلافاتو په عواملو او مواردو د بحث كولو وخت نه دئ، كه څه هم طالبان يو مهال له موږ سره جنگېدلي خو موږ هغوى ته بلنه وركړې چي راشئ اختلافي ټكي يوې خوا ته پرېږدو او يوازي پر دې اساسي خبري توافق وكړو چي له هېواده به ټول اشغالگران باسو، نوري خبري راتلونكې ته پرېږدو.  
پوښتنه : آیا کیدی شي کله دیته تیار شې بهرنیانو ته واک وسپارې او له ائتلاف سره  د صلحې خبرو ته کینې؟
ځواب: موږ له دوست او دښمن سره خبرو ته چمتو يو، خو په دې شرط چي پوه شو مقابل لورى په مذاكراتو كي صادق او جدي دئ او د خبرو له لاري بحران ته د حل لار لټوي. خو تر هغه ځايه چي د تسليمېدا خبره ده؛ موږ شهادت په ورين تندي منو خو دښمن ته د تسليمېدو پيغور هيڅكله نه منو.
پوښتنه : څو ځله د صلحې په احتمالي خبرو کې ستاسو د ګډون آوازې خپرې شویدي، څه فکر کوئ رسنۍ ولې  تل ستاسو نوم  اخلي؟
ځواب: مقابل لورى هڅه كوي وخت نا وخت او د نړۍ والو د غولولو لپاره او د مجاهدينو په ليكو كي د اختلاف راولاړولو او له مقاومت نه د دوى مخ بل لوري ته د اړلو لپاره داسي اعلانات وكړي چي وښيي له ځينو مجاهدينو سره په خبرو بوخت دي، او گواكي دوى صلح او د جگړي پاى غواړي او مجاهدين پر جنگ ټينگار كوي، دا په داسي حال كي چي خبره كاملاً د دې عكس ده، دا دوى دي چي جنگ ئې پر موږ تحميل كړى، دوى له زرگونو كيلومتره لري له اروپا، امريكا، كاناډا او آسټراليا راغلي او زموږ هېواد ئې نيولى، دا په داسي حال كي چي نه له يولسم ستمبر مخكي او نه وروسته هيڅ افغان د دوى په ضد د دوى په هېوادونو كي كوم نظامي عمليات نه دي كړي، حقيقت دا دئ چي تر اوسه هيڅ جدي مذاكرات نه دي ترسره شوي،
پوښتنه : آیا اوس هم ستاسو په افرادو کې بهرنیان شته؟
ځواب: نه؛ زموږ د مجاهدينو په ليكو كي بهرنيان نشته، دا هسي د دښمن دروغجن تبليغات دي، اوس دوى په خپله وايي چي د القاعدې د جنگياليو شمېر به اوس په دې سيمي كي تر سلو لږ وي او وايي چي هغوى د افغانستان او پاكستان تر منځ په قبايلي سيمو كي پټ دي!! كه دا خبره رښتيا وي نو دوى دي ووايي چي د سلو داسي جنگياليو لپاره (چي وسله به ئې تر كلشنكوف پر مخ تللې نه وي) دا يو لك فوځ، په آخرين ماډل وسلو سمبال فوځيان له جهازونو او ټانكونو سره په افغانستان كي څه كوي؟ د دغو لپاره ئې ولي تر يو لك لس زره زيات افغانان ووژل، ولي پنځوس زره نور فوځ افغانستان ته رالېږل غواړي؟!   
پوښتنه : د القاعده د ایدیولوژۍ په هکله ستاسو نظر څه دی؟
ځواب: القاعده د امريكايانو د غلطو سياستونو زېږنده ده، د واشنگټن له لوري د مظلومو فلسطينيانو په خلاف د صهيونيستانو د جناياتو حمايت، د مفسدو او ظالمو حكومتونو مرسته، د اسلامي هېوادو د شتمنيو غارت، د اسلام په ضد د دوى نه پخلا كېدونكې دښمني، او هغه څه چي دوى په افغانستان، عراق، پاكستان او د اسلامي نړۍ په گوټ گوټ كي كړي او كوى ئې دغو عواملو دا تحريك راولاړ كړى، كه دوى د القاعدې ټول اوسني مشران ونيسي يا ئې ووژني بيا به هم دا تحريك تر هغه روان وي چي غرب د اسلامي امت په ضد خپل سياست بدل كړي. 
پوښتنه : القاعدة افغان وسله وال پاڅون ته څه راوړي؟ او د دوی ونډه څومره ده؟
ځواب: په افغانستان كي چي څه تېرېږي مسئوليت ئې د امريكايانو په غاړه دئ نه د القاعده په غاړه. په افغانستان كي افغانان جنگېږي نه القاعده، د القاعده د غړو شمېر ښايي د پنځوسو (50) شا و خوا كي وي. دا هغه څه دي چي امريكايي چارواكي هم پرې اعتراف كوي، دوى دا هم وايي چي القاعده له افلاس سره مخامخ ده!!
پوښتنه :  آیا پر لویدیځ د القاعدة د بریدونو ملاتړ کوئ؟
ځواب: زه گمان كوم القاعده چي څه كوي دا د غرب په وړاندي يو عكس العمل دئ، تاسو په خپله گورئ چي زموږ د مبارزې طريقه بېله ده، موږ گمان كوو چي كه القاعده زموږ طريقه غوره كړي دا به تر دې ورته غوره وي چي خواره واره عمليات كوي، ما په يوې مقالې كي دوى ته دا مشوره وركړې وه چي د داسي عملياتو پر ځاى په كوم اسلامي هېواد كي د اسلامي انقلاب راوستو ته ملا وتړي، خو دا كار يو منظم، ځواكمن او ملت ته د منلو وړ حزب كولى شي.   
پوښتنه : آیا حزب د غربیانو ګټې او ملکي وګړي په نښه کوي؟
ځواب: موږ د خپل هېواد د آزادي لپاره د هغه چا په ضد جنگېږو چي زموږ هېواد ئې اشغال كړى او د خپلو، ټوپكو، توپونو، او تانكونو خولې ئې زموږ لوري ته نيولې، كورونه مو راورانوي او په كليو مو بمونه وروي، نه مو له افغانستانه بهر پر غربيانو بريدونه كړي او نه د دوى پر گټو او تأسيساتو.
پوښتنه : د طالبانو له خوا د بهرنیانو تښتول تاییدوئ؟
ځواب: موږ خپلو مجاهدينو ته ويلي: ټوله توجه مو اصلي دښمن ته واړوئ، په بل څه ځان مه مصروفوئ، د غيرمحاربو وگړو له وژلو، نيولو او ځورولو ډډه وكړئ، د انجنيرانو، ډاكټرانو، ښوونكو، ملايانو، مأمورينو، زده كوونو، خبريالانو او نورو غيرمحاربو كسانو په خلاف له هر اقدام نه ځان لري وساتئ، كه څه هم د اشغالگرانو يا د دوى د لاس پوڅي حكومت تر واكمنۍ لاندي ژوند كوي. د مكتبونو، كلينيكونو، پلونو او نورو عام المنفعه تأسيساتو له تخربب او د گڼي گوڼي په ځايونو كي له هر راز چاودنو ډډه وكړئ، كه څه هم هلته ستاسو ستر ستر دښمنان راغونډ شوي وي.
پوښتنه : آیا ستاسو ګوند په دې ډول فعالیتونو کې لاس لري؟
ځواب: نه؛ زموږ مجاهدين هيڅكه داسي كارونه نه كوي.
پوښتنه : آیا تاسو د ځان وژنې د تکتیکونو جواز ورکوئ؟
ځواب: هو؛ خو يوازې د اصلي دښمن په ضد او هلته چي له بلي لاري كار كول ممكن نه وي او بې گناه خلكو ته تاوان ونه رسېږي.
پوښتنه : آیا شوروي ضد جهاد دوران کې فدايي تکتیکونه کارول شوي وو؟ مجاهدینو ته  د ښاري جنګونو او فدايي تکیتکونو ښوونه چا کړیده؟
ځواب: داسي فدايي عمليات نه دي شوي چي چا په ځان پوري باروت تړلي وي او د دښمن په خوا كي ئې چاودنه كړې وي، خو داسي فدايي عمليات ډېر شوي چي يو كس د ډېرو دښمنانو په منځ كي ننوتى وي او ډزي ئې كړې وي، ډېر ئې وژلي وي او په خپله هم شهيد شوى وي.
پوښتنه : آیا تاسو په افغانستان کې شیعه ګانو ته د دښمن په سترګه ګورئ؟
ځواب: متأسفانه شيعه ډلي د ايرانيانو په وينا له امريكايانو سره يو ځاى شوې او د انگرېزانو تر قومندې لاندي د افغان ولس په ضد جنگېږي، په عراق او پاكستان كي هم دا كار كوي، كه ووايو چي د تاريخ په اوږدو كي تل دوى له بهرنيو دښمنانو سره د اسلامي امت په ضد يو ځاى شوي مبالغه مو نه ده، ډېر لږ داسي واقع شوي چي ځينو ئې له دښمن سره له ملگرتيا ډډه كړې!!
پوښتنه : دملا عمر د اوامرو په اړه مو دریځ څه دی؟
ځواب: له ملاعمر سره هيڅ ارتباط نه لرو.
پوښتنه : خپل مالي لګښتونه له کومه پوره کوئ؟
ځواب: موږ په خپلو ذاتي محدودو امكاناتو جهاد پيل كړى او دوام وركوو، د مقاومت لپاره مو داسي طريقه غوره كړې چي له بهرنيو مرستو پرته وكولى شي تر اوږدې مودې دوام وركړو.
پوښتنه : ولې مو د دافع هوا وسلو کارولو هڅه نده کړې؟ آیا دې تکتالوژۍ ته لاس رسی لرئ؟
ځواب: موږ داسي وسايل په واك كي نه لرو.
پوښتنه : د باراک اوباما او په سیمه کې د هغه د نوې استراتیژۍ په هکله مو رایه څه ده؟
ځواب: يوازي الفاظ نوي دي، سټراټيژي همغه مخكنۍ سټراټېژي ده چي له جورج بوش نه ورته په ميراث پاتې ده، د امريكا جنگي سټراټيژي يا جنرال جوړوي يا د وسلو جوړولو ستر ستر شركتونه، د اوباما د دفاع وزير همغه رابرټ گيټز دئ چي د بوش د دفاع وزير هم وو.
پوښتنه : آیا هغه له بش نه غوره انسان دی؟ آیا دده په هکله څه هیله لرئ؟ که ورسره د خبرو فرصت په لاس درشي څه به ورته ووایاست؟
ځواب: انتظار دا وو چي دى به تر بوش ښه وي، خو دا انتظار ترسره نه شو. ما هغه ته يو تفصيلي ليك لېږلى وو، څو مشورې مي وركړې وې: د بوش ناكام سياست مه تعقيبوه، هغه لگښتونه چي د افغانستان او عراق په ناكام او بېهوده جنگ ئې كوې د خپل ولس مالي ستونزي پرې حل كړه، دا جنگ نشئ گټلى، د نورو فوځونو رالېږلو پايله به له دې پرته بل څه نه وي چي د لازياتو امريكايانو تابوتونه له افغانستانه انتقال كړئ.  
پوښتنه : له دومره اوږدې مودې وروسته سِري ژوندڅه ډول مومئ؟
ځواب: ما د خپل عمر له يو شپيته كلنو نه نږدې دوه څلوېښت كلونه په جهاد او مبارزه كي تېر كړي، څه ئې په زندان كي، څه په سنگر كي، څه په هجرت كي، څه تر تعقيب لاندي، څه پټ او څه ښكاره، د خپل اولاد لپاره ښه پلار نه يم پاته شوى، د ژوند لږ موده مي د دوى په څنگ كې تېره كړې، حتى د خپلو زامنو او لوڼو په ودونو او د مور، پلار او وروڼو او ډېرو نورو خپلوانو او دوستانو په جنازو كي هم له برخي اخيستو محروم شوى يم، خو په ټولو له خپل رب نه راضي يم، چي ما ته ئې په جهاد كي د برخي اخيستو او په دې لار كي صبر او استقامت را په برخه كړى، په تېرو اتو كلونو كي ما دومره كار كړى چي په بل صورت كي مي نشو كولى، د مسلحانه مبارزې تر څنگ او د مجاهدينو د لارښوونو په خوا كي مي كافي ليكني كړې، گمان كوم چي دا زموږ د جهاد يوه ستره ضروري برخه وه او ښايي چي الله تعالى د همدې لپاره زه له دغه حالت سره مخامخ كړم چي داسي ليكني وكړى شم، كه څه هم يوه ورځ په سنگر كي په مسجدالحرام كي تر شپېتو كلونو عبادت زيات ارزښت لري خو زما هيله دا ده چي الله تعالى زما دا اته كلونه د توري او د قلم د جهاد په توگه او ما د مجاهدينو د يوه خادم په توگه قبول كړي. 
پوښتنه : په افغانستان کې د ۹۲-۹۶ کلونو په موده کې د کورنۍ جګړې له امله د خواشینۍ احساس کوئ؟ له احمد شاه مسعود او ملا رباني سره مو ستره ستونزه څه وه؟
ځواب: ملارباني او مسعود د روسانو له لوري د اسلام او جهاد په ضد استعمال شول، دوى د ايران په وساطت له كمونيستانو سره يو ځاى شول او د جبل السراج هغه ائتلاف ئې جوړ كړ چي د مسكو په وينا، د ايران په وساطت او له روس پلوه او ايران پلوه ډلو نه جوړ شوى وو، دا دنده وركړى شوې وه چي د روسي فوځونو نيمگړى جنگي مأموريت بشپړ كړي او په افغانستان كي د يوه اسلامي حكومت د جوړېدو مخه ونيسي. كوم بين المللي ائتلاف چي د طالبانو په ضد جوړ شو همدغه ائتلاف زموږ په ضد هم جوړ شوى وو، توپير ئې يوازي په دې كي وو چي هغه مهال پټ ائتلاف وو، دې مزدور او خائن ائتلاف ته ئې يوازي پيسې او وسلې وركولې، هلته يوازي شمالي ائتلاف له موږ سره جنگېدو او د روسيې او ايران محدود شمېر، د استخباراتو غړي، افسران او جنگيالي ورسره يو ځاى شوي وو، زموږ په ضد هغه جنگ په حقيقت كي د مخكني جنگ تسلسل وو. الحمدلله زموږ مجاهدينو په مېړانه د هغه ائتلاف مقابله وكړه، كه طالبان زموږ په ضد په جنوب كي نه وى راولاړ شوي او له شا نه ئې پر موږ بريدونه نه وى كړي نو هغه توطئه به همغه مهال او د تل لپاره شنډېدله او د هغه ناولي وطن پلورونكي ائتلاف ټغر به د تل لپاره ټول شوى وو.   
پوښتنه : د دې شائعې په هکله مو نظر څه دی چې وايي پاکستان په پټه له وسلوالو سره مرسته کوي؟ آیا دا رښتیا ده؟
ځواب: دا داسي ښكرور درواغ دي چي يا به ئې يوازي كمعقلان مني، يا په غرض او مرض اخته كسان، پاكستان د افغانستان په نيولو، د طالبانو د حكومت په نسكورلو، د مجاهدينو په نيولو او امريكايانو ته په لاس پښې تړلي سپارلو، د امريكايانو د فوځ په اكمال، د گټورو استخباراتي معلوماتو په وركولو كي د امريكايانو دومره مرسته كړې چي كه دا مرسته نه وى نو نه ئې كابل نيولى شو او نه تراوسه دلته پاته كېدلى شول!!  
پوښتنه : د پاکستان لپاره د امریکايي نویو مرستو په اړه څه وایاست؟
ځواب: دا د ممپليو په بيه د پاكستان پلورلو ته ورته دي؟ د پاكستان ټولي ستونزي، بې امنۍ، جنگونه، له امريكايانو سره د اسلام آباد د دوستۍ او په دې ناروا جنگ كي د ملگرتيا پايلي دي، د پاكستان د ډېرو پېښو تر شا د هند، روسيې، بريتانيا او ايران لاس دئ، دوى ته امريكايانو دا شرايط په افغانستان كي برابر كړي چي په خلاص لاس د پاكستان په ضد كار وكړي، وسلې ولېږي، چاودني وكړي او د جگړو اور ته لمن ووهي. ډېر بې عقله انسان به دا خبره ومني چي په جوماتونو، مدرسو، بازارونو، او د اسلام آباد په اسلامي پوهنتون كي چاودني به د طالبانو كار وي، زه په بشپړ يقين سره ويلي شم چي په دې ټولو كي د پاكستان د هغو دښمنانو لاس دئ چي د افغانستان په جگړي كي د امريكا ملگرتيا كوي، ما ته د اسلام آباد د اسلامي پوهنتون چاودنه د زاهدان د چاودني عكس العمل برېښي، دا ځكه چي ايران سعودي په دې تورنوي چي له جندالله سره مرسته كوي. تاسو ما ته ووايئ آيا دا ټول په دغو مرستو ارزي؟!! 
پوښتنه : څه فکر کوئ جهاد به بالآخره بریالی شي؟
ځواب: زه سل په سلو كي په دې باور يم چي اشغالگران به حتماً او په نږدې راتلونكې كي وځي.
پوښتنه : آیا روانه معضله به ستاسو په ژوند کې پای ولري؟
ځواب: زما هيله او انتظار همدا دئ، ما په ماشومتوب كي له هر لمانځه وروسته دا دعاء مكرر كوله چي الهي!! په ما باندي د شوروي اتحاد او امريكا زوال وگوري او د دوى په زوال كي ما ته لويه برخه راكړې، د دې دعاء درې برخي تر سره شوې دي، څلورمي ته ئې منتظر يم.
پوښتنه : ستاسو ځای ناستی به څوک وي؟
ځواب: په كورنۍ كي به زما مشر زوى او په حزب كي به هغه څوك چي د حزب غړي ئې غوره كړي، موږ په موروثي سياست او قيادت باور نه لرو، داسي سياست او قيادت د اسلامي اصولو منافي گڼو، هر هغه مذهب او مسلك چي په موروثي امارت، امامت او خلافت باور لري هغه له اسلام نه وتلي مذهب او مسلك دئ، د پيغمبر عليه السلام ځاى ناستي د ده خپلوان نه بلكي د ده د لاري هغه ملگري ول چي صحابه وو غوره كړل. 
پوښتنه : دافغاني ټاکنو په هکله مو نظر څه دی؟ کرزی او عبدالله څوک دي؟ آیا دوی د افغان ولس استازي دي؟
ځواب: د افغانستان انتخابات هسي مسخره لوبه ده، د انتخاباتو پرېكړه بهرنيانو كړې وه، كانديدان دوى غوره كړي ول، مصارف ئې دوى وركړي ول، تبليغات دوى ورته كول، د انتخاباتو كميسيون او د انتخاباتو د شكاياتو د ارزوني كميسيونونه دوى جوړ كړي ول، د انتخاباتو د پايلو وروستۍ پرېكړه د هغو دريو بهرنيو لخوا كېده چي د دوى د استخباراتو غړي ول، په دغو انتخاباتو كي له دېرشو مليونو افغانانو نه نږدې څلورنيمو مليونو په كې برخه واخيسته، داسي څوك به بريالى اعلانوي چي له لسو نه ئې يوازي يوه رأيه ترلاسه كړې وي او هغه هم جعلي او مشكوكه رأيه!! دوى په خپله اعتراف كوي چي په دې كي نږدې يو نيم مليون جعلي او تقلبي رأيي په صندوقونو كي اچول شوې!! د كرزي او عبدالله تر منځ توپير دومره دئ چي كرزي كله كله د امريكايانو په لاس د بې گناه افغانانو پر وژلو اعتراض كولو؟ خو عبدالله د داسي ډلي غړى دئ چي افغانان ئې په روسيې، ايران او هند پوري تړلې او د ډبل ايجنټانو اډه گڼي، هغه او ډله ئې د دې لپاره د اشغالگرانو خوښ دي چي نه يوازي د افغانانو پر وژلو اعتراض نه كوي بلكي له امريكايانو ئې غوښتل چي عمليات تېز او پراخ كړئ او لوى لوى بمونه وووروئ؟! او د دې لپاره چي هغه پښتون نه دئ او پښتانه د امريكايانو نه خوښېږي؟ او د دې لپاره هم چي هغه د يوه وړوكې ډلي او يوه لږكي استازى دئ او داسي كسان پر بهرنيو زيات متكي، د هغو حكمونو ته ډېر مطيع او د دوى غلامۍ ته ډېر لېوال وي؟!
پوښتنه : آیا د کرزي او عبدالله مقابله کوم قومي او توکمي بُعد لري؟
ځواب: نه؛ هغه چا ته به قوم يا مذهب څه ارزښت لري چي پر خپل هېواد د پرديو يرغل ته بلنه وركوي او پر خپل ولس د بمونو د ورولو غوښتنه كوي؟!!
پوښتنه : آیا افیون د وسله والې مبارزې لپاره ارزښت لري؟
ځواب: دا هسي بې بنسټه تبليغات دي، مجاهدين د مخدره موادو كښت، تجارت او استعمال حرام گڼي، د اپيمو توليد له هغي ورځي وروسته ورځ په ورځ زيات شوى چي امريكايانو زموږ پر هېواد يرغل وكړ، هم ئې په هيروئينو د بدلولو ټيكنالوجي اروپايي او امريكائي ده، هم ئې د خرڅلاو ماركيټونه هلته دي او هم ئې انتقال د غربي مافيا لخوا او اكثراً د دوى د فوځي افسرانو په لاس او د دوى د جهازونو په ذريعه ترسره كېږي!! 
پوښتنه : د ایران د اتومي هیلو او اهدافو په هکله څه نظر لرئ؟ آیا ضروري ده ایران اتومي بم ولري؟
ځواب: د ايران په اړه د هغو خلكو اندېښنه په ځاى ده چي كه اټمي وسايل ترلاسه كړي نو تر نورو د مخه به اسلامي هېوادونه پرې گواښي، د عراق او افغانستان په نيولو كي د امريكايانو ملگرتيا او د ايران له لوري د اماراتو د جزائرو نيولو دا اندېښنه لازياته كړه.
پوښتنه : له ایران سره څه ډول اړیکې لرئ؟
ځواب: له هغي ورځي چي ايران غوښتل ما امريكايانو ته وسپاري او زه مجبور شوم په پټه له ايرانه ووځم او افغانستان ته راشم، بيا تر نن پوري هيڅ رابطه له ايران سره نه لرم، زه ايران ښه پېژنم، فلسطينيانو او ټولو اسلامي او غير اسلامي ډلو ته مشوره وركوم چي پر ايران اعتماد مه كوئ. 
پوښتنه : د امریکا په ضد له ایران سره ګډ کار ته تیاري لرئ؟
ځواب: ايران په پټه كي له امريكايانو سره هم او له اسرائيل سره اړيكي لري، يو د بل په ضد د دوى تبليغات د سياسي مصلحتونو له مخي دي، ما هم يو مهال داسي گمان كولو چي ايران به د افغانانو په ضد له امريكايانو سره ملگرتيا نه كوي، خو ومو ليدل چي حقيقت بل څه وو!! دا هسي تصادف نه وو چي ايران د افغانستان او عراق په نيولو كي د امريكايانو مرسته وكړه، د عراق ځپل د تهران او تل ابيب گډ مقصد وو، دومره عراقي ساينس پوهان چي د ايرانيانو په لاس وژل شوي د اسرائيلو او امريكايانو په لاس نه دي وژل شوي، دا هره ورځ چي تاسو اورېدل د بغداد په كوڅو كي په تور پلاستيكي كڅوړو كي مړي پيدا شوي او په سرونو او سينو كي ئې د گوليو نښي ليدل شوي ټول د ايراني جاسوسانو په لاس وژل شوي.
پوښتنه : آیا اسامه ژوندی دی؟ په تیرو آتو کالو کې کله ورسره لیدلي دي؟
ځواب: د هغه له ويډيوي مركو په څرگنده معلومېږي چه ژوندى او روغ دئ، كله چي له ايران نه افغانستان ته راغلم له هغه سره مي ليدلي، څه موده په يوې سيمي كي وو، بيا سره بيل شوي يو او په تېرو څه د پاسه شپږو كلنو كي مي ليدنه نه ده ورسره شوې. 
پوښتنه : آیا تاسو هغه ښه پيژنئ؟ که همداسې وي، نو په هکله یې وایاست؟
ځواب: هو؛ هغه ښه پېژنم، د روسانو په ضد د جهاد په دوران كي مي په سنگر كي هم ليدلى، هغه مي يو مجاهد او اسلام ته مخلص مسلمان موندلى، په افغان جهاد كي ئې لويه برخه وه، مخكي ئې نه له امريكا سره څه ستونزه درلوده او نه د سعودي له حكومت سره، له دواړو سره ئې هغه مهال ستونزه راپيدا شوه چي رياض له امريكا سره موافقه وكړه چي امريكائي فوځي قطعات په سعودي كي مستقر شي او پر عراق بريد وكړي. 
پوښتنه : د شوروي ضد مبارزې او فعلي وسله وال خوځښت تر منځ مشترکات څه دي؟ تاسو تر ټولو غوره شخص یاست چې پدې هکله څه ووایئ؟
ځواب: هو؛ په ځينو مواردو كي شباهتونه او په ډېرو نورو كي توپيرونه شته، د روسانو په ضد زموږ جنگ ډېر ژر په جبهه ئې جنگونو بدل شو او ډېر سيمي آزادي شوې، خو په اوسني جنگ كي جبهې پرانيستل نه مفيد برېښي او نه ئې د اكمال له عهدې وتلى شو، هلته جنگ د كمونيست رژيم په ضد پيل او روسي فوځونه هغه مهال افغانستان ته راغلل چي د كابل كمونيست رژيم د نسكورېدو په حال كي وو، خو امريكايانو لومړى كابل اشغال كړ، د طالبانو حكومت ئې نسكور كړ بيا ئې په بن كي حكومت جوړ كړ او كابل ته ئې راانتقال كړ، روسانو په تدريج سره د خپل فوځ شمېر تر يو سل شل زره زيات كړ، امريكايانو هم د هغوى پر پل گام كېښود او ورو ورو ئې د فوځونو شمېر زيات كړ، چي دا دئ اوس غواړي شمېر ئې يو سل دېرش زرو ته ورسوي، خو إن شاء الله دا شمېره به د دوى لپاره همغه پايله لري چي د شوروي اتحاد لپاره ئې درلوده، روسانو لومړى تر ډېره حده له سپيت نټز كماندوئي ځواكونو نه استفاده كوله خو وروسته وروسته ئې په بمباريو زياته تكيه كوله او امريكايانو هم همداسي وكړل، هغوى ته هم بمباريو دا نتيجه وركړه چي اكثر افغانان ئې په ضد راپاڅي او د امريكايانو وحشيانه بمباريو هم ولس عمومي پاڅون ته چمتو كړى. هغوى هم د مقاومت په اړه ويل چي د هېواد په لرو پرتو سيمو كي روان دئ او مركزونه ئې په قبايلي سيمو كي دي او وخت په وخت ئې هلته بمونه ورول او دوى هم همغه خبري كوي، امريكايانو همغه ډلي استخدام كړې دي چي روسانو جنگولې وې، توپير ئې يوازي دومره دئ چي د دغو ډلو وفاداري له مسكو او تهران سره زياته ده، دومره ويلى شو چي امريكايانو افغانستان د مسكو او تهران لپاره فتحه كړى.  
پوښتنه : ښاغلیه! آیا پر هغه څه خواشیني یاست چې په بل ډول مو تر سره کړي وي؟
ځواب: ما په ځوانۍ كي او هغه مهال چي لا مي عمر شلو كلونو ته نه وو رسېدلى، د لسم ټولگي متعلم او بيا د انجنيري د پوهنځي محصل وم دا مبارزه پيل كړې، هر څه مي د دې مبارزې په لوړو ژورو كي زده كړي، كه تاسو ته خپلي ټولي خوږې او ترخې تجربې ووايم ستر كتاب ترې جوړېږي.   
والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته

ډیره مننه ښاغلیه! له تاسو سره مرکې ډیر خوشاله کړم.