افغان چارواکي وايي په کندوز ولايت کې يې په پوځي عملياتو کې يوسل او دېرش وسلوال طالبان وژلي دي.
د ناټو او افغان امنيتي چارواکو سرچينو پرون ويلي، دوى د يوې اوونۍ په پوځي عملياتو کې دغه طالبان په کندوز ولايت کې وژلي، چې په دې وروستيو کې دلته د وسلوالو فعاليتونه زيات شوي وو.
د رويټرز خبري اژانس په حواله، اووه سوه افغان او د ناټو پنځوسو عسکرو په ګډو پوځي عملياتو کې دغه يوسل او دېرش وسلوال وژلي چې د هغوى اووه قوماندانان هم په کې شامل دي.
د کندوز والي بيا وايي، په دغو عملياتو کې چي په چهاردرې ولسوالۍ کي شوي ١٣٣ وسلوال وژل شوي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دا د افغان او ناټو ځواکونو تبليغات بللي او ويلي يې دي، د دوى ملګرو ته زيان نه دى رسېدلى.