کور / تازه خبرونه / پاکستان ته يو افغاني پلاوی روان دی

پاکستان ته يو افغاني پلاوی روان دی

دا پلاوی چې د مشرانو جرګې او بهرنيو چارو له وزارت څخه جوړ شوی دی، ډېر ژر به د افغان کډوالو د ستونزو د ليرې کولو په خاطر پاکستان ته لاړ شي. دا پريکړه هغه وخت وشوه چې د پيښور د شمشتو په کمپ کې پاکستاني پوليسو دوه افغان ماشومان په ګوليو ووژل او څو تنه نور يې ټپيان کړل.
د يادونې وړ ده، له کله نه چې د پاکستان حکومت په جنوبي وزيرستان کې د طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي دي او ورسره سم د پيښور په ښار کې بمي چاودنو زور اخيستی دی، هره ورځ افغان کډوال نيول کيږي او له زور زياتي وروسته په بنديخانو کې اچول کيږي.
سره له دې چې ډېری افغانان د کډوالۍ د نړيوال کنونسيون سره سم په پاکستان کې ژوند کوي او د پاکستان حکومت ورته د افغان سيټيزن په نوم کارتونه هم ورکړي دي، خو د پاکستان پوليس د نړيوالو کنونسيونو پروا نه ساتي او هره ورځ په لسګونو افغان کډوال ځوروي او بې موجبه يې بنديانوي.
تمه دا چې دا پلاوی به د افغان کډوالو ستونزو ته د پای ټکی کيږدي.