کور / تازه خبرونه / ملي شورا د وژل شوو غړو تلين لمانځي

ملي شورا د وژل شوو غړو تلين لمانځي

د افغانستان د ملي شورا مطبوعاتي دفتر ويلي چې دغه مراسم د ولسي جرګي د اقتصادي كمېسيون د هاغو شپږو وژل شوو وكيلانو په اړه، چې په بغلان كي دوه كاله مخكي د يوه تروريستي بريد په ترڅ كي وژل شوي وه او د ټولو هاغو وكيلانو په اړه چې د ملي شورا د كار له پيل راوروسته وژل شوي نيول شوي دي.

د افغانستان ملي شورا وايي چې د تيرو كلونو په دوران كي د تاوتريخوالي او تروريستي بريدونو په ترڅ كي د ملي شورا لس وكيلان وژل شوي دي.