د افغانستان جمهور ريس حامد كرزې چې د اسلامي هيوادونو د سازمان د اقتصادي كميټي په كانفرانس كي د ګډون لپاره تركيي ته تللي تير ماښام له خپل تركي سيال عبدالله ګل سره وكتل.
د افغانستان د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر لخوا په يوي خپره شوې اعلامه كي راغلي، چې په دغه ليدنه كي د دواړو هيوادونو ترمنځ پر اړيكو او په افغانستان كي د امنيت او بيارغوني په ا ړه خبري وشوي
اعلاميه زياتوي چې عبدالله ګل يوځل بيا د افغانستان او پاكستان ترمنځ د مذاكراتو لپاره د تركيې د كوربتوب په اړه خپل چمتووالى ښوولى
تر دي مخكي هم په تركيه كي د ا فغانستان او پاكستان ترمنځ د غوره تفاهم او د ستونزو د حل په اړه خبري اتري شوي وي
ټاكل شويده چې حامد كرزې به نن د اسلامي هيوادونو د سازمان د اقتصادي كميټي په غونډه كي خبري وكړي