کور / تازه خبرونه / افغانستان نورو ځواكونو ته اړتيا لري

افغانستان نورو ځواكونو ته اړتيا لري

د امريكا د پوځ جنرال جورج كيسي وايي، افغانستان ته د نورو ځواكونو د استولو ضرورت دى.
جنرال کيسې پرون ماښام د امريکا له يوه ټلويزيوني چينل ( ان بي سي ) سره په مرکه کې وويل : په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د ناکامۍ لپاره دې هيواد ته د اضافي عسکرو استول او د دې هيواد د امنيتي ځواکونو روزل ضروري دي خو د عسکرو د شمېر دقيقه يادونه يې ونکړه .
په افغانستان کې د ناټو او امريکايي قواوو ګډ قوماندان جنرال ستنلې مک کريستل ويلي چې لږترلږه ۴۰ زره نور عسکر بايد واستول شي.