د انګلستان ټایمز مجلې په خپل تازه خبر کی لیکلي چي برتانوي او امریکایي پوځونه به په هغه صورت کي د هلمند د شمالی برخو څخه راووزي که بارک اوباما نور پوځیان ور و نه لیږی .
خبر زیاتوي چي پوځیان به د موسی کلا ولسوالي پریږدي چي د ۲۰۰۷ په ډسمبر کي ( یعنی دوه کاله مخکي ) یې نیولې وه ، او هم به د نوزاد څخه راوزي خو په کجکي کي به ځکه پاتیږي چي هلته د برق د تولید دستګاه موجوده ده .
یوې برتانوۍ پوځي منبع ټایمز ته وویل چي دا صحیح ده چي زموږ دغه راوتنه به د ماتې معنا ورکړي خو موږ هري خوا ته رسیدګي نسو کولائ .