په سهيلي پښتونخوا كوټه كي د تعليمي ادارو د بيا بيا رخصتۍ په وجه خلګ پرېشانه دي .
د اسلام اباد نړۍ وال اسلامي پوهنتون د تېرو ورځو د بمي چاودنو را ايسته په كوټه او شاوخوا سيمو كي د بيابيا رخصتيو او په كوټه كي د ښووني او روزني د ايالتي وزير شفيق احمد خان د وژلو له وجي او د هغه د غمرازي د
كولو د دريو ورځو د رخصتيو را وروسته په تعليمي ادارو او زدكړه كي بې خوندي راغلې ده.
په كوټه كي په دې وجه باندي خلګ دا تشويش كوي چي د دوى د بچيانو په سږنيو تعليمي برياليتوبونو كي به ډېر ماشومان ناكام او پوره كال به يې ضايع شي.
په كوټه او شاوخوا سيمو كي ډېرى خلګ دا وايي چي حكومت دي د يخنۍ د ورځو په رخصتيو كي كمى راولي ځكه چي په دې ورځو به ماشومان په خپلو امتحانونو كي برياليتوبونه ترلاسه كړي.
د يو تازه خبر تر مخه په سيكټر اې اليون اسلام اباد كي پاكستاني پوليسو يو حمله كوونك په ډزو وواژه.
د داخله چارو وزير رحمان ملك د دې كس د وژلو د پوليسو ستاينه وكړه او په فوري توګه يې د دوى د رتبو د لوړولو اعلان وكړ .