کور / تازه خبرونه / ګورډن براون : د برطانوي پوځونو ژوند په خطر كي دئ

ګورډن براون : د برطانوي پوځونو ژوند په خطر كي دئ

په افغانستان كي د برطانوي پوځونو لپاره ژوند كول په خطر كي دئ .

برطانوي صدراعظم ګورډن براون خبردارى وركړى دى چي په افغانستان كي د برطانوي پوځونو لپاره ژوند تېرول ګران او له خطره ډك كار دى، هغه وويل چي تر څه وخته پوري په افغانستان كي د بدعنواني په خلاف جنګ نه وي شوى برطانيه په فغانستان د خپلو پوځونو ژوند په خطر كي نه شي اچولى.

هغه دا هم ويلي دي كه چېري افغان صدر حامدكرزى په توقعاتو پوره ونه خېژي نو هغه له نړۍ والو حمايتونو څخه محرومېدى شي، هغه په خپله وينا كي دا هم وويل چي كه څه هم افغان صدر يقين وركړى دى چي د دې بدعنوانيو په خلاف به فيصله كن اقدامات كوي خو بيا هم په افغانستان كي بدعنواني عامه شوې ده.

ميسټر براون دا هم ويلي دي چي په افغانستان كي د برطانوي مشن مقصد د القاعده په برطانيه او نوره نړۍ باندي د حملې كولو لپاره له دوى څخه د افغانستان خاوره پاكول دى .