ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر كې د روسيى د ولسمشر دا وينا راخستې، چې لويديځ بايد په افغاستان كې د يو خپلواكه حكومت په جوړولو كې مرسته وكړي.
ورځپاڼې په دوام كې د ديميتري مدودف په حواله ليكلي، كه چيرې په افغانستان كې ښكيل هيوادونه پدې برخه كې مرسته ونكړي نو هغه ټولې هڅې به له ماتې سره مخ شي، چې په دغه هيواد كې د سولې او ټكاو د ټينګښت لپاره روانې دي.
ورځپاڼې د همدې مخ په غټ سرليك كې په افغانستان كې د اداري فساد مسئله راخستې او د ولسمشر كرزي په حواله ليكلي، چې د اداري فساد نوې بڼه له بهرنيو مرستو زيږيدلې.
د ورځپاڼې په وينا ښاغلي كرزي دا څرګندونې د امريكا له پي بي ايس ټلويزيوني چينل سره په مركه كې كړي او وړاندې يى ويلي دي، چې دده په نوي حكومت كې به د هغو كسانو لپاره هيڅ ځاى نه وي، چې په اداري فساد ككړ دي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د امريكا د ملي امنيت د سلا كار جيمز جونز دا سپارښتنه راخستې، چې د افغانستان له نوي حكومت سره بايد د امنيت او اقتصادي ودې په برخه كې مرسته وشي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې تركيى ته د ولسمشر كرزي په سفر تبصره كړې او هيله يى ښودلې، چې له انتخاباتو وروسته د ښاغلي كرزي دا لومړنې بهرنې سفر به په افغانستان كې د امنيت د ټينګښت او بيارغونې په برخه كې د همكاريو په جلبولو كې ګټور ثابت شي.
دې ورځپاڼې هم د امريكا له پي بي ايس ټلويزيون سره د ولسمشر كرزي د مركې ځينې برخې راخستې او د هغه په حواله يى ليكلي، چې د فساد پر ضد په ګډه مبارزه كيداى شي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې دا خبر وركړې، چې د امريكا ولسمشر بارك اوباما د افغانستان پر ستراتيژۍ د غور وروستي پړاو ته رسيدلې دې.
هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې دا ځلې د برتانيى د حكومت د هغه سند ځينې جزيات خپاره كړي، چې له طالبانو سره د پخلاينې په خاطر افغان دولت ته سپارل شوې او د ورځپاڼې د ادعا له مخې ددوى لاس ته پرې وتلې.
ورځپاڼه ليكي، چې پدې سند كې په سياسي ماحول كې د طالبانو ادغام په دريو برخو ويشل شوې، چې تكتيكي، عملياتي او ستراتيژيكه برخه ده، چې له مخې يى د كويټې له شورا سره خبرې كيږي.
دې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د اداري مسئله راخستې او پدې ترڅ كې د ولسمشر كرزي پرونيو څرګندونو ته په اشارې دا پوښتنه كړې،چې فساد له كومه ځايه پيل شوې.
افغانستان ټايمز:
دې انګليسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د خنزير د والګي خپريدو ته په اشارې ليكلي، چې افغانستان له دې پلوه زيات زيان منونكې دې.
ورځپاڼې په دوام كې ددې يو اساسي علت په هيواد كې موجوده بيوزلۍ او د عامه پوهاوي نه موجوديت دې.
ورځپاڼې په يو بل څيړنيز مطلب كې هغه ستونزې او ننګونې څيړلې، چې د ورځپاڼې په وينا د ولسمشر كرزي د نوي حكومت په وړاندې پرتې دي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په افغانستان كې د بيو لوړيدل انځور كړې او پكې دا ښودل شوې سره له دې، چې خلك له دې بابته له سختو ستونزو سره مخ دي خو هيڅ يوه مرجعه نشته، چې دا هر څه كنټرول كړي.
اصلاح او انيس هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې د اسلامي هيوادونو په اقتصادي غونډه كې د ولسمشر كرزي ګډون ته په اشارې د سيمې په ثبات كې د اسلامي هيوادونو رول څيړلې دي.
خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې شتو ستونزو ته په اشارې ليكلي، چې دا ستونزې په ګډه همكارۍ له منځه تلاى شي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په يو مطلب كې د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ اړيكو ته كتنه كړې او په اوس ورځو كې د دواړو لورو ترمنځ هغه څه ته په اشارې، چې د ورځپاڼې په وينا لفظي شخړه ده ليكلي، چې دا د افغانستان له ملي ګټو سره اړخ نه لږوي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې افغان دولت ته د ناټو د عمومي منشي دا سپارښتنه راخستې، چې د اقتصاد په برخه كې بايد زيات كار وكړي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې اندرس فوك راسموسن، چې د ناروى له صدراعظم سره يى د افغانستان د روانو حالاتو په اړه خبرې كولې پدې هم ټينګار وكړ، چې افغانان بايد د خپل هيواد د امنيت په ټينګښت كې زياته برخه واخلي.