کور / راپور / نړيوال سور صليب د خوګ زکام ډير خطرناک نه بولي

نړيوال سور صليب د خوګ زکام ډير خطرناک نه بولي

په افغانستان کي د نړيوال سره صليب لخوا لراوبر ته په رالېږلې خبرپاڼه کي ليکلي چي د خوګ زکام هغومره خطرناک نه دی څنګه چي د افغانستان د روغتيا وزارت لخوا بلل سوی دی . لراوبر خپلو درنو لوستونکو او د هغوی له لاري ټولو هيوادوالو ته د نړيوال سره صليب لخوا ترلاسه سوې خبرپاڼه کټ مټ په هماغه بڼه خپروي څنګه چي ترلاسه سوې ده .

د ای سي ار سي درنو کارکوونکیو،استازو او افغان ملګرو( مهرباني وکړﺉ دا پیغام هغو ملګرو ته هم واستوﺉ ،چې لوټس نوټ ته لاس رسی نه لري)  .

H1N1 FLU (SWINE FLU) – pdf file

افغانستان ته د H1N1 انفلوونزا د رارسېدو په اړه د افغان دولت نوی خبرتیا،ډیرې اندېښنې راپورته کړي دي.

د طب له نظره،مهمه ده،له دې مو خبر کړو،چې:

۱- ډیرغبرګون مه ښایی،د H1N1 انفلوونزا له عادي انفلوونزا،ډیره خطرناکه نه ده.

۲- د H1N1 انفلوونزا یوه نوې ناروغي نه ده،خو د هماغې انفلوونزا یو نوې ډول دی،چې په هر ژمي کې یې موږ لرو. تر اوسه په ډیری هېوادونو کې د سږني پسرلي راهیسې موجوده وه، او په ګرده نړۍ کې یې له نیم میلون څخه زیات کسان پرې ککړ شوي، نو موږ ددې ناروغۍ پر ویرې پوه یاستو.

۳- له عام انفلوونزا سره د H1N1 انفلوونزا یوازینې توپیر دا دی،چې H1N1 لږ بریدکوونکی او ډیر ساری دی،نو د بل ژمي په پرتله به ډیری خلک پر عادی انفلوونزا اخته شي. یوازې لږ اخته شوي به جدي طبي پاملرنې ته اړتیا پیدا کړي.

۴- ډیری اخته کسان به عادی انفلوونزا ولري،( تبه،ټوخې،سر درد،د مرۍ درد،وغیره). دوه ځانې ښځه،کوچني ماشومان، زاړه او یا هغوی،چې د زړه او سږو ناروغۍ ولري، دا لوی ویره په کې شته،چې پر سختو ناروغیو اخته شي. د جدي عوارضو او مړینې وېره د عادي انفلوونزا په څېر لوړه نه ده.د بېلګې په ډول د H1N1 انفلوونزا په پرتله،ډیر خلک  د موټر په ټکرونو کې مړه کېږي.

۵- په کارکوونکیو کې د جدي پیښو لپاره، ای سي ار سي د انټي بیوټیکونو او د ویروس ضد دواګانو لږه زېرمه لري،خو ای سي ار سي د کارکوونکیو لپاره د H1N1 واکسین نه لري.

۶- د مخنیوي غوره لار یې دا ده،چې په منظم ډول خپل لاسونه ووینځی،خپلو سترګو او خولې ته لاس مه وروړﺉ، له نورو سره د روغ بړ پر مهال مه ورغاړې وځی. دا چې نور پرې له اخته کېدو وژغورﺉ،که په تاسې کې د انفلوونزا نښې وي،ښه به دا وي،چې په کور کې اوسی و نورو ته ډیر مه ورنژدې کېږﺉ.

۷- په راتلوونکي ورځو کې به نور معلومات هم درسره شریک کړو،او نور جزیات به یې درته بیان او په دې اړه به مو پوښتنې وځوابوو.

ډیره مننه
مه وارخطا کېږﺉ! دا یوازی انفلوونزا ده.

ډاکتر خوزې باستوس
روغتیایی منتظم
ای سي ار سي
افغانستان


۰۸۱ ۲۷۹ ۰۷۰۰
+93 (0) 700 279 081