کور / تازه خبرونه / حامدکرزی : په فساد ککړو کسانو ته ځای نه ورکوم

حامدکرزی : په فساد ککړو کسانو ته ځای نه ورکوم

ولسمشر حامد کرزي نن ترکيې ته د سفر پر مهال د يوې امريکايي راډيو سره د مرکې په ترڅ کي نړيوال په افغانستان کي په اداري فساد کي تورن وبلل ، نوموړي وويل چي په راتلونکي دوره کي به يې په فساد ککړ کسان ځای ونلري . حامدکرزي پر نړيوالو تور ولګاوه چي افغانستان لپاره پرمختيايي پروژې يې په ناقص ډول عملي کړي او له دې لاري يې اداري فساد ته لاره هواره کړې ده .