کور / تازه خبرونه / دفاع وزارت: اوولس تنه مخالفين وژل شوي

دفاع وزارت: اوولس تنه مخالفين وژل شوي

د دفاع وزارت وايي چې د زابل ولايت په نوبهار ولسوالۍ كې په تصفيوي عملياتوكې اولس تنه وسله وال مخالفين وژل شوي.
د دفاع وزارت په يوه خپره شوې اعلاميه كې ويلي چې دغه تصفيوي عمليات د دوه سوه پنځم اتل قول اردود ځواكونو لخوا شوي دي.
په اعلاميه كې راغلي چې دغه وسله وال مخالفين د نوبهارولسوالۍ په مشوزې او باښه كليو كې وژل شوي.
د افغانستان د دفاع وزارت چارواكو څرګنده كړې په دغو عملياتو كې درې موټراو پنځه موټرسايكلونه له مينځه تللي او يوه اندازه وسله او مهمات هم د ملي اردو ځواكونو په لاس ورغلي دي.