کور / تازه خبرونه / افغانستان : دېرش بهرني قاچاق وړونکي نیول شوي

افغانستان : دېرش بهرني قاچاق وړونکي نیول شوي

افغان چارواکو د نشه یي توکو دېرش بهرني قاچاق وړونکي نیولي دي .

دافغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکی وایی چی د تیری پنجشنبی ورځی راهیسی یی دنشه یی توکو دوه لویوبانډونه له مینځه وړلي دي .

د نشه یي توکو پر ضد د مبارزی وزارت مرستیال جنرال داود داود د یکشنبی پر ورځ په کابل کی دیوی خبري غونډي په ترڅ کي وویل دغه شبکو د سیمی هیوادونو په کچه د نشه یی توکو کار او بار کولو.

چی له دری میاشتو عملیاتو وروسته یی پر نیولو توانیدلی دی .دغه راز، ښاغلی داود وویل چی په روان میلادی کال کی یی د نشه یی توکو دیرش بهرنی قاچاق وړونکی هم نیولي دي .

ښاغلی داود داسی مهال د بهرنیو قاچاق وړونکو د نیولو خبری کوی چی ولسمشر حامدکرزی د نشه یی توکو یوشمیر لوی قاچاق وړونکي له بند څخه ازادوي .