امریکایی مک کلیچی اخبار د یو لوړ امریکایی مقام له خولې نن ولیکل چی بارک اوباما به د آسیا د سفر تر راستنېدو وروسته ډیر ژر افغانستان ته د نورو ۳۴۰۰۰ پوځیانو د لېږلو اعلان وکړی چی ۷۰۰۰ به یې په کندهار کی ځای پر ځای کیږی . په دې سره به په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو شمیر ۱۰۲۰۰۰ ته ورسیږی چی هماغه دلته د شوروی پوځونو تعداد ته رسېدونکی دی . دغه پوځیان به د روان کال تر ختمېدو وروسته رالېږل کیږی . خو څیړونکي معتقد دي چی په دومره ډیرو پوځیانو او سترو مصارفو سره د یو فاسد حکومت ساتل دونه ګټه نلری څومره چی به زیانمن تمام سی .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه