هغه ټورنمنټ چي په كندهار كي د اكتوبر دمياشتي د 16 نيټي نه دكندهار ولايت د لسو تكړه لوبډلو،اتحاد،ارين ،خپلواك، اتل، ارغنداب، روشن، اتفاق، افغان ، استقلال او ځوانانو ترمنځ پيل سوي پاى لوبه يي دتيري جمعي په ورځ دارين او اتحاد لوبډلو ترمنځ ترسره سوه.
ارين كفتان پجه وګټله او لومړي يي د توپ وهلو پريكړه وكړه چي په مقرر شل اورونو كي يي ټول لوبغاړي پر156 منډو باندي وسوځيدل.
د اتحاد لوبډلي لپاره دا دومري سخت هدف نه او هغوى وكولاى چي په ډير اساني سره مقرر هدف 157 منډي دڅلورو لوبغاړو په سوځيدو سره په اتلسم اوور كي پوره كړي او دا پاى لوبه په خپل نامه كړي.
داتحاد لوبډلي لخوا محمد خالد 40 منډي جوړي كړي او يو لوبغاړي هم وسوځوى چي ددي سره دى دپاى لوبي بهترين لوبغاړي وبلل سو، ددي ترڅنګ داتحاد لوبډلي محمدناصر چي زيات لوبغاړي سوځولي وه او ښي منډي يي هم جوړي كړي وي د ټورنمنټ بهترين لوبغاړي غوره سو او د اتل لوبډلي ذبيح الله په ټورنمنټ كي زياتو منډو جوړو جايزه دځان كړه.
دكندهار دبدني روزني آمر ښاغلي محمدالله ګلالي لوبغاړو ته جايزي تقسيم كړي او هغوى يي ولوبو او ښه تمرين كولو ته تشويق كړه ، دبدني روزني آمر دخوشحال رسولي يادونه وكړه او هغه يي وستايه چي دافغانستان د 19 ځوانانو په ملي لوبډلي كي آنتخاب سوي څو په راتلونكي كال كي نړيوال جام كي برخه واخلي ، هغه ټولو ځوانانو ته وويل چي كه هرڅوك زيار وباسي په دغسي نړيوالو لوبو كي به دګډون حق پيداكړي، دكندهار دبدني روزني آمر و خوشحال رسولي ته يو ښه باكيفيته بيټ دلوبي لپاره د جايزي په توګه وركړي.
ملي سوداګرحاجي تورجان هم لوبغاړي په نقدي جايزو او سوغاتونو وستايله .
دكندهار دكركټ فدراسيون رئيس دلوبغاړو څخه دښي لوبي كولو له امله كور وداني ووايه او دټولو دولتي او غير دولتي ارګانو څخه يي غوښتنه وكړه چي دكندهار دكركټ سره د لوبغالي يا ميدان په جوړولو كي مرسته وكړي.