ويسا بيا هم افغانستان ته د نورو سرتيرو د استولو لپاره په واشنګټن كې روان بحثونه څيړلي او پدې ترڅ كې د اوباما د ملي امنيت د سلا كار په حواله ليكلي، چې د سرتيرو د شمير زياتول د افغانستان وضع ښه كولې نشي.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې د ناټو د لوى منشي د وينا دا ټكي راخستي، چې دغه سازمان د افغان ځواكونو په غښتلې كولو ټينګار كوي، ځكه دده په وينا له دې كار سره به افغان ځواكونه ددې جوګه شي، چې د امنيتي چارو مسؤليت سمبال كړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د نوي حكومت د جوړولو په اړه روان بحثونه څيړلې او پدې اړه د ځينو بهرنيو كړيو لخوا شتو فشارونو ته په اشارې ليكلي، چې بهرنيانو تل د خپلو غوښتنو د پوره كولو لپاره د هيواد په چارو كې له خپلو حدودو پيښې غځولې دي.
هيواد هم پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د نوي حكومت د جوړولو په اړه د ځينو لويديځو چارواكو وروستيو څرګندونو ته اشاره كړې او ليكلي،چې افغانان د نړيوالو د مرستو هركلې كوي خو لاس وهنه يى نه مني.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د برتانيى د صدراعظم وروستيو څرګندونو ته په اشارې ليكلي، چې دا ډول څرګندونې د برتانيى د دريځ په ګټه ندي.
ورځپاڼې د افغان كارپوهانو په حواله دا هم ليكلي، چې افغانان لا پدې ډاډه ندي، چې برتانيه په افغانستان د ترورزم پر ضد په مبارزى بوخته ده.
ارادې هم پخپل لومړي مخ كې د افغانستان د راتلونكي حكومت په اړه روان بحثونه څيړلي او پدې ترڅ كې د ملګرو ملتونو او د لويديځو هيوادونو لخوا شويو غوښتنو ته په اشارې ليكلي، چې افغان چارواكي دا غوښتنې د هيواد په چارو كې لاس وهنه بولي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې له وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې سره د بلخ د والي د مركې دا ټكې هم راخستي، چې ويلي كرزې يو غير قانوني ولسمشر دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د افغانستان په بيلابيلو سيمو كې د ناټو په وروستيو بمباريو كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې ته په اشارې ليكلي، چې ددې كار دوام خلك راپاروي او پاڅونونه زيږوي.
ورځپاڼې په دوام كې دا سپارښتنه كړې، كه چيري ناټو او افغان چارواكي غواړي، چې نور ددوى او خلكو ترمنځ واټن زيات نشي نو بايد له دا ډول بې پروايو لاس په سر شي.
افغانستان ټايمز بيا په هيواد كې د نوي حكومت د جوړولو روان بهير ته په اشارې ليكلي، چې ولسمشر كرزى به د روانې ميلادي مياشتې په نولسمه نيټه د لوړې مراسم پر ځاى كړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بهرني هيوادونه پدې تورن كړي، چې د افغانستان د شتو ستونزو په حل كې پاتې راغلي.
ورځپاڼې په دوام كې د فساد پر ضد د سختې مبارزې لپاره د ولسمشر كرزي وروستي هوډ ته په اشارې ليكلي،چې هيله ده نړيواله ټولنه هم خپلو تيروتنو ته متوجه شي.
ورځپاڼې په يو بل ځاى كې په ولسي جرګه كې د پكتيا ولايت د استازي په حواله ليكلي، چې نړيواله ټولنه بايد په افغانستان كې د فساد په له منځه وړلو كې له افغان دولت سره مرسته وكړي.
اصلاح او انيس هم په بيلا بيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې پدې ټينګار كړې، چې د فساد پر ضد مبارزه د افغانستان او نړيوالې ټولنې ګډو هڅو ته اړتيا لري.
خو اصلاح بيا له فساد سره د مبارزې لپاره د ولسمشر كرزي وروستي هوډ ته په اشارې ليكلي، چې په فساد ككړ چارواكي عدلي مړاجعو ته ورپيژندل كيږي.
هشت صبح پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې برتانيه د طالبانو لپاره د افغانستان په سياسي جوړښت كې برخه غواړي.
ورځپاڼې په دوام كې ولسمشر كرزي ته له يوې نږدې سرچينې په حواله ليكلي،چې برتانيى له ولسمشر كرزي نه په يو پنځه فقريز ياداشت كې غوښتې دي، په راتلونكو دوو كلونو كې د هيواد په سياسي جوړښت كې د طالبانو د ادغام بهير عملي كړي.
دې ورځپاڼې هم د افغانستان د راتلونكي حكومت د جوړولو لپاره روانو هڅو ته كتنه كړې او پدې ترڅ كې ليكلي،چې خلك په كابينه كې نوې څيړې ليدل غواړي.
ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې له افغانستان نه د ملګرو ملتونو د كاركوونكو د ويستلو په پريكړې تبصره كړې او پوښتلي،چې دا كاركوونكي د نا امنيو له كبله ويستل كيږي او كه په ولسمشر كرزي د فشار له كبله.