کور / تازه خبرونه / چخانسور : د درسي ميتود ۳ ورځنى ورکشاپ جوړ شو

چخانسور : د درسي ميتود ۳ ورځنى ورکشاپ جوړ شو

د نيمروز د ښوونځيو ښوونکو ته ۳ ورځنى ورکشاپ جوړ شو .

د نيمروز ولايت دښوونځيو ښوونکو ته د درسى ميتود، مقرره دملكى مامورينو سلوك او نورو موضوعاتو په اړه نن دروان کال دلړم په ۱۶ مه، ۳ ورځنى ورکشاپ پيل شو.

دغه ورکشاپ د نيمروز ولايت دپوهنى رياست لخوا په لاره اچول شوى، چۍ ۲۰ تنه جديدالتقرر ښوونکي پکې ګډون لري.

دیادونی وړدی چی دى ته ورته ورکشاپونو پرانیستل به دښوونكو د پوهی د لوړولو په کچه کی مثبتی اغیزی وشیندی .

د يو بل خبر له مخي نن دنړيوال خوراكي سازمان لخوا دنیمروز ولایت دپوهنی ریاست سره دخوراكى توكو مرسته وشوه .

نیمروز: د نړيوال خوراکی سازمان لخوا دنیمروز ولایت دمرکز دښوونځيو زده کوونکو سره دخوراكى توكو مرسته وشوه.

په نوموړو توكوكى ۱۷۹۰۱ كارتنه بسكيت او ۲۶۸۴ كارتنه غوړى شامل دى چي دمهال ويش سره سم دټاكل شوى هيئت په وړاندى دمركز اړوند دښوونځيو زده كوونكو ته وويشل شي.