دهلمند ولايت دګرشک په ولسوالي کي دملي اوردو په سرتيرو باندي دماين دچاودني له امله دري سرتيري وژل سوي او موټر يي ويجاړ سوى دى .
دګرشک ولسوال حاجي عبدالااحد لراوبرته وويل چي نن له غر مي څخه مخکې ددي ولسوالۍ په په يخچال سيمه کي ياده چاودنه سوې ده
ولسوال وويل چي په ياده سيمه په دري موټرونو باندي چادوني شوي دي خو يوازي يو موټر چې در ي تنه دملي او ردو سرتيري سواره وو ، وژل سوي دي .
دده په وينا چي په ياده سيمه کي ياد سرتيري په ګزمه باندي بوخت چي دماين چاودني باندي وسوي
په يوه بله پېښه کې دګرشک ولسوال زياته کړ ه چي دګرشک په ولسوالي کي دوه تنه مړي هم پيداسوي دي چي تر پلټنووروسته داڅرګنده سوه چي دغه دوتنو له هرات څخه په يوه بار وړونکي موټرکي وريجي بار کړي وي چي دملي اوردو دسرتيرو لخوا د(ډاګيانو) په سيمه کي راګرځول سوي او وژل سوي دي
په وينايې چې په موټرکي بار وريجي يي په بازار کي پلورل سوي او موټر يي دکاريزو په نامه په يوه سيمه کي پلورل سوي دى.
نوموړي وويل چي هغه هټيوال او دملي اوردو سرتيري چي پدې اړه پرې ګومان کيږي نيول سوي او تر پلټنو لاندي دي .
دملي اوردو چارواکو ددواړو پيښو په اړه تر دي مهاله څه نه دي ويلي