کور / تازه خبرونه / امریکایي طیارو خپل پوځیان بمباري کړل

امریکایي طیارو خپل پوځیان بمباري کړل

رویټر او فرانس پریس آژانس خبر ورکوی چی امریکایی الوتکو د دوو هغو امریکایی پوځیانو د جسدونو د پیدا کولو په غرض چی د بادغیس په بالامرغاب کی اوبو وړي وو ، خپل پوځیان ، د ناټو او افغان پوځیان بمباري کړل چی په نتیجه کی یې لږ تر لږه ۲۵ پوځیان زخمیان سول . خو د بادغیس د پولیسو قوماندان عبدالجبار وویل چی د لټون پر مهال طالبانو پر هغوی سخته حمله وکړه څو چی دوی هم طیارې راوغوښتې چی په نتیجه کی یې خپل ګڼ شمیر پوځیان بمباری کړل او څو امریکایی او پنځه افغانی عسکر یې اشتباهأ ووژل .

که په دغو بم وریو کی به رښتیا هم امریکایی پوځیان وژل سوي وی ، نودا به د هغوی لپاره ځکه لویه ضربه وی چی د دوومړه سوو پوځیانو لپاره خپل څو نور پوځیان وژنی . خو قاری یوسف احمد ی وایی چی په دې جګړه کی ۳۲ بهرني او ۴۳ هم افغانی پوځیان وژل سوي دي . دﺉ زیاتوی چی د دوو امریکایی عسکرو جسدونه هم د دوی سره دي .