کور / اسلامي / د حق او باطل د جګړو نه ختمېدونکې لړۍ (٣)

د حق او باطل د جګړو نه ختمېدونکې لړۍ (٣)

درنو لوستونکو !

موږ د حق او باطل يا اسلام او کفر تر منځ د تل تر تله او پرله پسې جګړې او شخړي په هکله د اسلامي نړۍ د ځينو جيدو او نامتو عالمانو (٢٠) مقالې د انټرنيټ له بېلو بېلو ويب پاڼو څخه را اخيستي او ژباړلي دي. دغو سترو عالمانو په خپلو دغو مقالو کي د قرآن او سنتو په رڼا کي د خير او شر د جګړو په باب په زړه پوري معلومات راغونډ کړي، هريوه د دې جګړې بېل بېل اړخونه څېړلي، دهغې ستونزي او غوښتني يې په ګوته کړي او هر يوه په دې هکله خپل بېل بېل نقطه نظرونه څرګند کړي دي، چي لوستل يې په اوسنيو شرايطو کي ګټور او په زړه پوري دي. ځکه نو موږ وپتېيل چي دغه مقالې تر پورته سرليک لاندي د لر او بر ويب پاڼي د اسلام د برخي له لاري ستاسو درنو لوستونکو مطالعې ته وړاندي کړو.

عبدالمالک همت

د حق او باطل جګړه

په کايناتو کي د لوى څښتن له حاکمو سننو څخه يو سنت باله سي.

د شيخ عبدالله بن صالح بن عبدالحميد ليکنه

د عبدالمالک همت ژباړه

الحمد لله رب العالمين, والصلاة والسلام على خاتم المرسلين, وعلى آله, وأصحابه أجمعين.

لوى څښتن(ج) پرانسان دونه لوى احسان کړى دى چي پخپله يې پيدا کړى، په ملايکو يې هغه ته سجده وکړه، ټول علوم يې وروښوول او داسي عقل يې ورکړچي په هغه سره خبره درکوي، اسباب او وسايل په مومي او له هغو شيانو څخه چي لوى څښتن ورته مسخر کړي دي ګټه اخلي. لکه چي لوى څښتن فرمايي:

[وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آَدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي البَرِّ وَالبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا] الإسراء:70

ژباړه: په يقين سره موږ بنيادم ته لوي عزت ورکړ او په وچه او لنده کي موسپرلۍ ورکړې او له پاکو شيانو څخه مو روزي ورپه برخه کړه او پر خپلو ډېرو مخلوقاتو مو ښکاره لوړتيا وروبخښله.

حضرت آدم ابوالبشرعليه السلام يې په داسي حال کي مځکي ته راواستاوه چي د لوى څښتن او د هغو شيانو په هکله يې چي ده ته لازم وه بشپړ علم درلود. هغه سپېڅلى مسلمان وو لوى څښتن په پيغمبري غوره کړ او وحي يې ورولېږلې. لکه چي فرمايي:

[فَتَلَقَّى آَدَمُ مِنْ رَبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ] البقرة:37

ژباړه: بيا آدم له خپل پروردګار څخه څو خبري زده کړې، او الله تعالى د ده توبه قبوله کړه، ځکه چي هغه لوى بخښونکي او رحمت کوونکى دى.

نو هغه انسانان چي له حضرت آدم (ع) او د هغه له مېرمني څخه وزېږېدل د يوه مهال لپاره د خپل پلار پر دين واوسېدل او يو امت باله سو چي پر توحيد او حق دين باندي ټينګ مسلمانان وه. لوى څښتن فرمايي:

[كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَبَعَثَ اللَّهُ النَّبِيِّينَ مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ وَأَنْزَلَ مَعَهُمُ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِيَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ فِيمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ وَمَا اخْتَلَفَ فِيهِ إِلَّا الَّذِينَ أُوتُوهُ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ فَهَدَى اللَّهُ الَّذِينَ آَمَنُوا لِمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ مِنَ الْحَقِّ بِإِذْنِهِ وَاللَّهُ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ] البقرة:213

ژباړه: په لومړيو وختونو كي ټول خلك يو امت وو او پر يوه لار( اسلام ) روان وه. ( بيا چي دې وضعي دوام ونه كړ او اختلافونه را منځ ته سول ) نو الله پيغمبران ولېږل چي په سم تګ زېرى وركوونكي او د انحراف له پايلو څخه بېروونكي وه، او د هغو سره يو ځاى يې حق كتاب ولېږى څو هغه اختلافونه چي د حق په باب د خلكو تر منځ راغلي وه فيصله كړي. ( او د دې اختلافونو د پېښېدو دليل دا نه وو چي په لومړيو كي خلكو ته د حق ښوونه نه وه سوې. نه !) اختلاف هغو كسانو را پيدا كړ چي د حق په برخه كي معلومات وركړه سوى وو. هغو د روښانو لارښوونو له موندلو وروسته صرف په دې موخه حق پرېښووى، بېلي بېلي لاري يې را منځته كړې چي غوښتل يې په خپلو منځو كي يو پر بل تېرى وكړي. نو لوى څښتن هغو كسانو ته چي پر پيغمبرانو يې ايمان راوړ په خپل اذن د حق هغه لار وښوول چي خلكو پكښي اختلاف كړى وو. د الله چي چاته خوښه سي سمه لار ورښيي.

امام ابن جرير رحمه الله وايي:” د هغو کسانو په هکله چي لوى څښتن يې يادونه کړې ده، د قرآن کريم دليل ډېر څرګند دى. هغوى يو امت وو او له کفر او شرک پرته پر ايمان او حق دين ټينګ مسلمانان وه“.( جامع البيان في تفسير القرآن 2/196 مخ ).

دغه خبري د حضرت عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما هغه اثر هم تاييدوي چي پکښي راغلي دي :

» كان بين نوح وآدم عشرة قرون كلهم على شريعة من الحق ، فاختلفوا فبعث الله النبيين مبشرين ومنذرين «.(١)

ژباړه: د نوح او آدم عليهماالسلام تر منځ لس پېړۍ واټن وو. او کومو خلکو چي په دغه زمانه کي ژوند کاوه ټول د حق دين او شريعت پابند وه. خو بيا يې وروسته اختلاف سره وکړ او لوى څښتن دوى ته زېرى کوونکي او بېروونکي نبيان ولېږل.

لوى څښتن خپلي وحي او لارښووني پر خلکو باندي د رحمت او لوروني لپاره راواستولې، څو خلک هغه څه ته تحقق ورکړي چي خداى تعالى يې له هغو څخه د تر سره کولو اراده لري، چي عبارت له شرعي حکمت څخه دى او دا حکمت له شريکه پرته يوازي د لوى څښتن عبادت او هغه څه دي چي لوى څښتن په خپل دې قول کي بيان کړي دي:

[وَمَا خَلَقْتُ الجِنَّ وَالإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ] الذاريات:56

ژباړه: ما پيرانان او انسانان د دې لپاره پيدا کړي دي چي يوازي زما عبادت وکړي.

خو ډېر خلک له دې څخه په سر غړونه سره خبره شخړو، فسادونو او دښمنيو ته رسوي، سره د دې چي دلايل او علم هم ترلاسه کړي. چي بالاخره له هغو څخه ډېر ناوړه مخالفت رامنځ ته کيږي. په دې توګه د خلکو د ژوند واقعيت په هغه څه بدليږي چي لوى څښتن يې په کايناتو کي په خپل حکمت سره اراده کړې وي چي هغه پر دوو ډلو د خلکو وېشنه او بېلوالى دى، چي يوې خواته يې د باطل او ناوړه مخالفت خاوندان وي او بلي خوا ته يې د حق خاوندان وي رحِمَهُمُ الله کوم چي په خپل دين تمسک کوي او تل تر تله ټينګ پر دريږي. د دغو ډلو په هکله لوى څښتن داسي فرمايي:

[وَلَا يَزَالُونَ مُخْتَلِفِينَ *إِلَّا مَنْ رَحِمَ رَبُّكَ وَلِذَلِكَ خَلَقَهُمْ وَتَمَّتْ كَلِمَةُ رَبِّكَ لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الجِنَّةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ] هود: 118ـ119

ژباړه: هغوى به تل پر بېلو بېلو لارو روان وي او له لار ورکۍ څخه به يوازي هغه خلک وژغورل سي چي پر هغو ستا د رب رحم سوى دى. او د دې اختلاف لپاره يې هغوى پيدا کړي دي او ستا د رب هغه خبره پوره سوه چي ويلي يې وه چي زه به دوږخ له پيرانانو او انسانانو ټولو څخه ډک کړم.

دا هغه حالت دى چي لوى څښتن په پوهېدى چي ژر به له خلکو څخه څرګند سي. نو هغه په دوى کي د دغه حالت اراده وکړه، د دوى په برخليک کي يې وليکى او د هغه د رامنځ ته کېدو اجازه يې ورکړه، څو د هغه سپېڅلي ذات هغه حکمت چي د ابتلا او ازمويني او د دواړو ډلو له بېلوالي څخه عبارت دى، تحقق ومومي. البته تر علم او دلايلو وروسته د خلکو د اختلاف لامل: بغي (يو پر بل تېرى) دى، لکه چي لوى څښتن هغه داسي بيان کړى دى. [بَغْيًا بَيْنَهُم] البقرة:213

او مذموم او بد ګڼل سوى بغي هغه باله سي چي له حق څخه باطل يا شبهو ته تېرى او تجاوز وسي. چي د دې ډول اختلاف لامل ظلم، تېرى او طغيان ( له خپله حده تېرى، سرکښي او نافرماني) وي چي له هغه علمه چي لوى څښتن را استولى وي پرته حق په نور داسي څه کي لټوي چي خبره ناوړه اختلاف ته رسوي. لوى څښتن روښانه کړې ده چي هغه د مومنانو هغه حق ته لارښوونه کوي چي خلکو يې په تعين کي اختلاف کړى دى، لکه چي فرمايي:

[فَهَدَى اللهُ الَّذِينَ آَمَنُوا لِمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ مِنَ الحَقِّ بِإِذْنِهِ] البقرة:213 ( نو لوى څښتن هغو كسانو ته چي پر پيغمبرانو يې ايمان راوړ په خپل اذن د حق

هغه لار وښوول چي خلكو پكښي اختلاف كړى وو ).

په دې توګه هغه کسان چي لارښوونه ورته سوې ده د مومنانو په ستاينه ځانګړي سول. او دغه مومنان هغه کسان دي چي لوۍ څښتن د خلکو د اختلاف پر مهال د هدايت لار ور ښوولې ده. دوى په هغه څه تمسک کړى دى چي پيغمبرانو ورته راوړي دي او د پيغمبرانو دغه لارښووني يې هيڅ نه کره کړي او نه يې بدلون پکښي راوستلى دى.

دغه آيت هغه چا ته غوڅ او قاطع دليل دى چي د حق اراده لري او پلټي او لټوي يې. په دې سره د هغو مومنانو سينې انشراح مومي او خوښي او ډاډ ور ترلاسه کيږي چي خپل ايمانونه يې پر هغه لومړنۍ لار او طريقه باندي په ثبات او استقامت سره روښانه کړي وي چي د امت سلف ( اولني او لومړني مسلمانان ) پر روان وه. او په دين کي د نوو چارو له رامنځ ته کولو څخه ګوښه اوسي او په کلکه ډډه ځني کوي. له دې امله ابوالعالية رحمه الله ويلي دي: ” په دې آيت کي له شبهو، ګمراهيو او فتنو څخه د وتلو لار ښوول سوې ده“. (د ابن جرير تفسير 2/339 مخ ).

نو جوته سوه چي د دلايلو او علم تر راتلو وروسته بغي او غرور او په الهي وحيو بسنه نه کول او له وحيو پرته په نورو علومو د موخو لټول د خلکو د اختلاف مهم اسباب بلل کيږي، خو بايد وويل سي چي دا د خلکو د اختلاف يوازني لاملونه نه دي، بلکي نور لاملونه هم سته. د خلکو داسي ډلي هم سته چي فطرتونه يې ناوړه او ټيټ سوي او زړونه يې سخت سوي دي؛ خير او ښېګڼه هيڅ نه خوښوي؛ بلکي دښمني ورسره کوي، نو څنګه چي دوى له سمي لاري کاږه سوي دي، لوى څښتن يې زړونه هم ورکاږه کړي دي. د حق د اورېدو غوږونه يې ورکاڼه کړي او د رشتينولۍ د ليدو سترګي يې ور ړندې کړې دي، لکه چي لوى څښتن فرمايي:

[فَلَمَّا زَاغُوا أَزَاغَ اللهُ قُلُوبَهُمْ] الصَّف:5

ژباړه: کله چي هغو کوږ تلل غوره کړل، نو الله د هغو زړونه کاږه کړل.

دغه راز لوى څښتن فرمايي:

[خَتَمَ اللهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ وَعَلَى سَمْعِهِمْ وَعَلَى أَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ] البقرة:7

ژباړه: الله د هغو پر زړونو او غوږونو مهر وهلى دى او د هغو پر سترګو يې پرده غوړولې ده. او هغوى د سخت عذاب وړ دي.

هغوى په شهوتونو کي له غرقېدو او په مځکه کي له ورانۍ پرته بله بوختيا نه لري او له علم او هدايت څخه ګته نه اخلي. د حق او حقيقت سره دښمني کوي او پر ضد يې ټول وسايل او لاري چاري په کار اچوي. هغوى د حق د پلويانو په مخالفت کي خپلي ګټي ترلاسه کوي او په دې موخه دغو اختلافاتو ته رواج او پراختيا ورکوي، څو ګډودي رامنځ ته او اختلافات پراخه سي او په دې منځ کي دوى خپلي شومي موخي او ګټي ترلاسه کړاى سي.

نو يوې خوا ته د حق او الهي رڼا د پلويانو د شتون او بل لوري ته د ګمراهۍ او کږو لارو د پلويانو د شتون په پايله کي د حق او باطل ترمنځ جګړه رامنځ ته سوې ده. دغه جګړه له هغو جاري سننو څخه ده چي لوى څښتن يې اراده فرمايلې ده. او خلک به تر هغو سره مخالف وي چي د څښتن تعالى حکمت يې غوښتنه او تقاضا کوي. البته له هغو وګړو پرته چي د خداى رحم پر سوى وي.

د حق او باطل جګړه ځان ته بېلي بېلي بڼي غوره کوي، چي مهمي يې دادي:

١. فکري جګړه چي پر دليل دلايلو او بحث او مباحثه ولاړه ده.

٢. فکري جګړه چي پر چل ول، غولونه او پټو دسيسو ولاړه ده.

٣. وسله واله جګړه.

د جګړې او کشمکش دغه درې ډولونه د لوى څښتن(ج) په کتاب او د هغه د پيغمبر (ص) په سنتو کي بيان سوي دي او د هري بڼي په وړاندي د مسلمانانو دريځ هم روښانه سوى دى. همداراز د اسلام علماى کرامو هم د تاريخ، تفسير او عقايدو په کتابونو کي د هغو سختو جګړو او محاربو په هکله مفصلي خبري کړي دي چي د باطل ملاتړو په ډول ډول وسايلو، په بېلو بېلو مهالونو کي پر اسلامي امت تپلي دي.

د دې ترڅنګ هغو د احاديثو، احکامو او معاملاتو په کتابونو کي هم د هغو چارو په هکله څرګندوني کړي دي چي د دغو دښمنيواو خصومتونو په وړاندي يې تر سره کېده لازم باله سي.#

د دې لړۍ د اولسو نورو مقالو لوستل له لراو بر ډاټ کام څخه مه هېروئ.


(١) رواه ابن جرير في التفسير 2/196 . د ژباړن څرګندونه: دغه اثر حاکم په المستدرك على الصحيحين کي روايت کړى دى شمېره يې ٣٩٦٨ ده او وايي چي صحيح دى، خو بخاري او مسلم نه دى روايت کړى. د احاديثو نامتو کره کوونکي علامه محمد ناصر الدين الباني هم په تحذير الساجد کتاب کي د دليل په توګه وړاندي کړى دى او د هغه د عدم صحت په باب يې څه نه دي ويلي.