رویټر په خپل تازه خبر کی د طالبانو د ویاند قاری یوسف احمدی له قوله وایی چی په بادغیس کی د دوو امریکایی ډوب سوو پوځیانو جسدونه د دوی سره دي . دغه پوځیان په چارشنبه سیند وړي وو او تر اوسه ورک دي . خبر زیاتوی چی دغسی پیښه پخوا هیڅکله په افغانستان کی نه وه سوې . امریکایی پوځ ومنل چی هغوی دواړه امریکایان وو . قاری یوسف احمدی نور توضیحات ور نه کړل چی دا جسدونه چیری دي او طالبان به د هغو سره څه وکړی . په دې سره په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو د تلفاتو شمیر ۹۱۶ ته ورسېد چی واشنګټن یې ډیر اندېښمن کړی دی .