کور / تازه خبرونه / ملِک حسن د پوځیانو د ویشتلو پر مهال الله اکبر وایه

ملِک حسن د پوځیانو د ویشتلو پر مهال الله اکبر وایه

اسوشیټیډ پریس د ټکزاس په فورټ هوډ پوځی مرکز کی د ځینو پوځیانو له قوله خبر ورکوی چی جګړن نیدال ملِک حسن چی کله پو پوځیانو ضربه کول ، نو د ( الله اکبر ) نارې یې وهلې . خو جنرال رابرټ کون وویل چی موږ تر اوسه دا خبر نه دی تایید کړی . د هغه مسجد امام چی ملِک حسن به هلته د لمانځه لپاره ورتی ، وویل چی هغه یو عادی مسلمان و خو د افراطیت او بنسټ پالنی نښي یې نه وې پکښی لیدلي . خبر زیاتوی چی ملِک حسن عراق ته لیږل کېدونکی و ، او ښایی د عراق او افغانستان جنګونو پارولی وی ، ځکه ده به دنورو افسرانو سره پر دغو مأموریتونو انتقادونه کول . دﺉ اوس زخمی او په روغتون کی بستر دی . د زخمیانو څخه یو بل نفر هم مړ سو چی اوس د مقتولینو شمیر ۱۳ ته ورسېد .