کور / تازه خبرونه / د پنځو برتانوي عسکرو وژونکی اوس د طالبانو سره دی

د پنځو برتانوي عسکرو وژونکی اوس د طالبانو سره دی

د انګلستان انډپنډنټ ورځپاڼی نن خبر ورکړ چی ګلبدین نومی پولیس چی درې ورځی مخکی یې د هلمند په نادعلی کی پنځه برتانوي پوځیان ووژل او وتښتېد ، اوس د طالبانو سره اوسیږی . خبر زیاتوی چی طالبانو د هغه هرکلی د ګلانو په امیلونو سره وکړ . منبع زیاتوی چی هغه دوې میاشتي مخکی د طالبانو سره ارتباط قایم کړی و . منبع وویل چی د هغه د نیولو کوښښ جاری دی مګر هغه اوس له سیمی وتلی او د طالبانو سره یو ځای سوی دی .