کور / تازه خبرونه / طالبان اوس عصری ترین زرهپوشونه هم له منځه وړی

طالبان اوس عصری ترین زرهپوشونه هم له منځه وړی

امریکایی مک کلیچی اخبار د پنتاګون د یو افسر په حواله لیکی چی امریکا په دې وروستیو کی افغانستان ته نوي او مجهز زرهپوشونه ورلیږلي دي چی د ماینونو په مقابل کی ډیر مقاومت لری ، خو اوس لیدل کیږی چی طالبان دا عصری زرهپوشونه هم په آسانۍ سره دړی وړی کوی . دغه زرهپوشونه ( یعنی ایم . آر . اې . پی ) ډیر ګران او هر یو یې یو ملیون ډالره بیه لری . پنتاګون ۲۶٬۸ بلیونه ډالره په دغو نوو زرهپوشونو مصرف کړي او ۱۶۰۰ عرادې یې تهیه کړي دي . منبع وویل چی اوس طالبان دا نوی زرهپوشونه په راکټونو هم ولی او له منځه یې وړی . خبر زیاتوی چی سږ کال په دغو عصری زرهپوشونو کی ۸ پوځیان وژل سوي او ۴۰ هم زخمیان سوي دي . منبع زیاتوی چی طالبانو اوس د ماینونو مواد او قوت ور زیات کړی نو ځکه دا نوي زرهپوشونه هم بېله مشکله دړی وړی کولای سی .