سی اِن اِن په خپل تازه خبر کی وایی چی د امریکا د ټکزاس په ( فورت هوډ) پوځی اډه کی یو مسلمان افسر پر نورو پوځیانو ضربه وکړه چی ۱۲ پوځیان یې ووژل او ۳۱ نور یې زخمیان کړل . دغه ۳۹ کلن جګړن « نیدال ملِک حسن » نومیږی چی وروسته نورو پوځیانو پسی وواژه ( مګر اسوشیټیډ پریس وایی چی یا ، هغه یې ژوندی نیولی دی مګر لږ زخمی دی ) . حسن ملِک د ( اردن ) و چی فعلأ د امریکا تبعه او عقلی دماغی ډاکټر دی . حسن دوه مشین ګنونه په لاسونو کی لرل او په هغو سر ه یې دغه پوځیان وویشتل . وژل سوو پوځیانو فورمې خانه پُری کولې چی افغانستان یا عراق ته به تلل . خبر وایی چی دا د امریکا په تاریخ کی لومړنۍ پوځی ډل وژنه ده چی هیڅ سارﺉ نه لری .
د یو بل خبر له مخی چی د برتانیې د دفاع وزارت او ارت ټایمز ورکړ ، ویل کیږی چی یو برتانوﺉ پوځی د هلمند په سنګین کی یوې چاودنی وواژه او یو امریکایی عسکر هم په ختیځ کی ووژل سو . البته یو امریکایی پوځی پرون هم په ختیځ کی وژل سوی و چی دا دوهم پوځی دی .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه