د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چي ګمان كيږي په افغانستان كي له شلو زرو څخه زيات كسان د خوګانو په والګي اخته وي .
د افغانستان د عامې روغتيا وزير داكټر سيد محمد امين فاطمي نن يوې خبري غونډې ته وويل چې له دغې ډلې څخه يواځې ۷۲۰ پيښي تر اوسه پورې له دوى سره ثبت شوي دي .
د افغانستان د عامې روغتيا د وزارت د راپور له مخې تر اوسه د دغې ناروغۍ له وجې اته كسه افغانان مړه شوي دي خو ويل كيږي چې نړيوالې ټولنې په دې برخه كې د دارو ، درملو د مرستې ژمنه كړې ده او دغه مرسته به ډير ژر دغه هيواد ته وركړل شي .