کور / تازه خبرونه / د ماين چاودني د سړك جوړوني كمپنۍ ۳ تنه وژلي

د ماين چاودني د سړك جوړوني كمپنۍ ۳ تنه وژلي

د خوست ولايت سيميز چارواكي وايي، نن غرمه مهال د خوست ګرديز په لويه لاره د ځدرانو برګۍ په سيمه كي د سړك جوړوني د يوې هندي كمپنۍ پر موټر د ماين چاودنه شوې چي د وزي ولسوال عبدالولي ځدران په وينا درې كسه په كې وژل شوي او دوه كسه ټپيان دي .
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد د پيښې د مسووليت د منلو تر څنګ ويلي چې په پيښه كې شپږ كسان وژل شوي دي .
سيميزو چارواكو دا ادعاوې بې بنسټه بللې.