د ۲۰۰۹ م کال د نومبر پر اوله د پاکستان په کراچي ښار کي د ارواښاد عبدالهادي ريشاءد مړيني د څلويښتۍ په مناسبت دارواښاد د فرهنګپال زوی عبدالرحيم ريشاء لخوا د هغه په کور کي يوه کوچنوټې یادغونډه جوړه سوې وه. په دې غونډه کي د مرحوم ریشاء پر علمي هڅو ، شخصيت او آثارو مختلف بحثونه وسول. استاد عبدالروءف منصف صاحب دخپلې درنې مقالې په يوه څای کي وويل: ٬٬ زه دی محترم مرحوم د پښتو د آزادو ادبياتو او د قيدوبند راوتلي خيالاتو او په ساده وطني الفاظو د شعر او نثر ويلو او ليکلو اولين شخص بولم ،او ما تر ده دمخه دغسي ادبیات ډېر لږ اورېدلي او ليدلي دي او که و وايم چي نده مبالغه ، نده.٬٬ وروسته دغو ښاغلو خپلي مقلې او نظرونه وويل : حاجي عبدالرشيد هاوند،سعيد لودين، ډاکټر عبدالفتاح ، قاري حليم شملزی، پروین فیض زاده ملال او عبدالرحيم ريشاء.
و دې غونډي ته د کراچي ښار دليري او نيژدې سيمو څخه پښتانه فرهنګپال راغلي ول.
غونډه د ماپښين پر څلورو بجو د کلام الله د څو مبارکو آياتو او د ارواښاد ريشاء و پاک روح ته د دوعا په و يلو سره پیل سوه او پر ۷ بجو په دوعا ويلو ا د عبدالرحيم ریشاء لخوا په مننه ويلو سره ختمه سوه.