کور / اسلامي / د حق او باطل د جګړو نه ختمېدونکې لړۍ (۲)

د حق او باطل د جګړو نه ختمېدونکې لړۍ (۲)

درنو لوستونکو !

موږ د حق او باطل يا اسلام او کفر تر منځ د تل تر تله او پرله پسې جګړې او شخړي په هکله د اسلامي نړۍ د ځينو جيدو او نامتو عالمانو (٢٠) مقالې د انټرنيټ له بېلو بېلو ويب پاڼو څخه را اخيستي او ژباړلي دي. دغو سترو عالمانو په خپلو دغو مقالو کي د قرآن او سنتو په رڼا کي د خير او شر د جګړو په باب په زړه پوري معلومات راغونډ کړي، هريوه د دې جګړې بېل بېل اړخونه څېړلي، دهغې ستونزي او غوښتني يې په ګوته کړي او هر يوه په دې هکله خپل بېل بېل نقطه نظرونه څرګند کړي دي، چي لوستل يې په اوسنيو شرايطو کي ګټور او خوندور دي. ځکه نو موږ وپتېيل چي دغه مقالې تر پورته سرليک لاندي د لر او بر ويب پاڼي د اسلام د برخي له لاري ستاسو درنو لوستونکو مطالعې ته وړاندي کړو.

عبدالمالک همت

 

دوهمه مقاله:

 

د حق او باطل لخوا يو د بل مخنيوى

 

ليکوال: دکتور إبراهيم بن عبدالله الزهراني

ژباړن: عبدالمالک همت

 

” د باطل څښتنان، باطل ته د بلني لپاره کومه ځانګړې او څرګنده طريقه نه لري. ځکه نو ډېرو خلکو ته د هغو موخي څرګندي نه وي… “.

د حق او باطل، نېک چارو او بدچارو ، د شکونو او شهوتونو د څښتنانو او د استقامت او صلاح د خاوندانو ترمنځ يو له بله مقابله او مدافعه د لوى څښتن (ج) له پخوانيو سننو، په کايناتو کي د پلي سوي ارادې او مشيت او مبرمي قضا څخه باله سي.

لوى څښتن خپل دغه سنت او عادت او په هغه کي نغښتى حکمت په خپل سپېڅلي کلام؛ قرآن کريم کي روښانه کړى او فرمايي:

{وَلَوْلاَ دَفْعُ اللّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الأَرْضُ وَلَـكِنَّ اللّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ }البقرة251 آيت.

ژباړه: که الله ځيني خلک په ځينو نورو له منځه نه وړلاى، نو خامخا به د مځکي نظام ګډ وډ سوى واى. خو پر نړيوالو د الله لوى فضل دى( چي هغه په دغه ډول د فساد مخنيوى کوي).

دغه راز لوى څښتن فرمايي :

{وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيراً وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ }الحج٤٠ آيت.

ژباړه: که الله خلک يو په بل دفع نه کړي، نو خانقاوي، کليساوي، عبادتځي او هغه جوماتونه چي د الله نوم ډېر زيات پکښي اخيستل کيږي، ټول به ونړول سي. الله به هرو مرو له هغو کسانو سره مرسته وکړي چي د هغه مرسته وکړي، الله ډېر ځواکمن او لاسبرى دى.

د حق او باطل د خاوندانو تر منځ د جګړې او مقابلې له مظاهرو څخه هغه وسايل دي چي هره ډله تمسک په کوي او کار ځني اخلي او هغه څه ته د بلني په لار کي يې د ښندلو کوښښ کوي چي دوى ايمان او عقيده پر لري. لکه چي د باطل خاوندان د وګړو ډلي پر باطلو راټولوي او د دې لپاره هلي ځلي کوي او د باطل په لار کي خپل سرونه او مالونه ښندي. البته دا ډېره مهمه نقطه ده چي د حق خاوندان يې بايد په پام کي ونيسي.

دغه راز د باطل څښتنان، باطل ته د بلني لپاره کومه ځانګړې او څرګنده طريقه نه لري. ځکه نو ډېرو خلکو ته د هغو موخي څرګندي نه وي.

همدا شان د باطل څښتنان د حق جامې اغوندي پر حقيقت باندي د پردې اچولو او د خپلو مکرونو او عيبونو د پټولو او د خلکو د غولولو او ګمراه کولو په موخه د حق د خاوندانو په خبرو او دلايلو تمسک کوي.

لوى څښتن د دوى او د دوى د دغو چلونو په هکله داسي يادونه کوي:

{وَمِنَ النَّاسِ مَن يُعْجِبُكَ قَوْلُهُ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيُشْهِدُ اللّهَ عَلَى مَا فِي قَلْبِهِ وَهُوَ أَلَدُّ الْخِصَامِ * وَإِذَا تَوَلَّى سَعَى فِي الأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيِهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ الفَسَادَ} البقره ٢٠٤،٢٠٥آيتونه

ژباړه: په انسانانو کي ځيني داسي دي چي د هغه خبري د دنيا په ژوند کي تا ته ډېري ښې ښکاري او هغه پر خپل نېک نيت په وارو وارو الله شاهد نيسي، خو په حقيقت کي هغه د حق ډېر سخت دښمن وي. او کله چي هغه ته قدرت په لاس ورځي، نو په مځکه کي يې ټولي هلي ځلي د دې لپاره وي چي فساد خپور کړي. کښتونه لوټ کړي او انساني توکوم له منځه يوسي. په داسي حال کي چي الله هيڅکله فساد نه خوښوي.

امام بخاري او امام مسلم (رح) روايت کوي چي حذيفه بن اليمان وويل:

(( كَانَ النَّاسُ يَسْأَلُونَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنِ الْخَيْرِ ،وَكُنْتُ أَسْأَلُهُ عَنِ الشَّرِّ مَخَافَةَ أَنْ يُدْرِكَنِي . فَقُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ ! : إِنَّا كُنَّا فِي جَاهِلِيَّةٍ وَشَرٍّ ، فَجَاءَنَا اللَّهُ بِهَذَا الْخَيْرِ ، فَهَلْ بَعْدَ هَذَا الْخَيْرِ مِنْ شَرٍّ قَالَ : « نَعَمْ » . قُلْتُ : وَهَلْ بَعْدَ ذَلِكَ الشَّرِّ مِنْ خَيْرٍ قَالَ :« نَعَمْ ،وَفِيهِ دَخَنٌ » قُلْتُ : وَمَا دَخَنُهُ قَالَ : « قَوْمٌ يَهْدُونَ بِغَيْرِ هَدْيِى تَعْرِفُ مِنْهُمْ وَتُنْكِرُ » قُلْتُ: فَهَلْ بَعْدَ ذَلِكَ الْخَيْرِ مِنْ شَرٍّ قَالَ : « نَعَمْ دُعَاةٌ إِلَى أَبْوَابِ جَهَنَّمَ ، مَنْ أَجَابَهُمْ إِلَيْهَا قَذَفُوهُ فِيهَا » . قُلْتُ : يَا رَسُولَ اللَّهِ ! صِفْهُمْ لَنَا فَقَالَ : « هُمْ مِنْ جِلْدَتِنَا ، وَيَتَكَلَّمُونَ بِأَلْسِنَتِنَا » قُلْتُ : فَمَا تَأْمُرُنِي إِنْ أَدْرَكَنِي ذَلِكَ قَالَ : « تَلْزَمُ جَمَاعَةَ الْمُسْلِمِينَ وَإِمَامَهُمْ » . قُلْتُ : فَإِنْ لَمْ يَكُنْ لَهُمْ جَمَاعَةٌ وَلاَ إِمَامٌ قَالَ: « فَاعْتَزِلْ تِلْكَ الْفِرَقَ كُلَّهَا ، وَلَوْ أَنْ تَعَضَّ بِأَصْلِ شَجَرَةٍ حَتَّى يُدْرِكَكَ الْمَوْتُ وَأَنْتَ عَلَى ذَلِكَ »)) . ( بخاري، کتاب المناقب، باب علامات النبوة في الاسلام، ٣٦٠٦ حديث او مسلم، کتاب الامارة، باب الامر بلزوم الجماعة، ٤٦٧٧ حديث. ژباړن).

ژباړه: خلکو له رسول(ص) څخه د خير او نېکيو په هکله پوښتني کولې، خو ما له هغه څخه د شر په هکله سوالونه کول، ځکه زه بېرېدم چي ماته را پېښ نه سي. او زه خبر اوسم او ډډه ځني وکړم. نومي وويل: اى د لوى څښتن استازې! موږ په جاهليت او شر او شرارت کي اوسېدلو، کفر مو غوره کړى وو او يو د بل په وژلو او لوټولو اخته وو او ډول ډول بدکارۍ مو کولې. خو بيا لوى څښتنن دغه خير چي اسلام امن، سمون او له فواحشو ډډه کول دى، راپه برخه کړ. نو آيا تر دې خير وروسته کومه بدي او شر سته؟ هغه وفرمايل: « هو». ما ور ته وويل: او آيا تر دې شر وروسته بل خير سته؟ هغه وويل: « هو، خو په هغه کي به لوګۍ خپور وي».( يعني د دغه مهال د خلکو په زړونو کي به يو د بل په نسبت خيره وي)، ما وويل: لوګى به يې څه وي؟ ويې فرمايل: « داسي خلک به وي چي زما له لاري پرته به د نوروپر لار درومي، ته چي له دې نخښو څخه هغوى وپېژنې، نو به بد ځني وړې او انکار به ځني کوې». ما وويل: آيا تر دې خير وروسته کوم بل شر سته؟ ويې ويل:« هو، د دوږخ پر دروازو باندي هغه ته بلونکي کسان به وي، يعني باطل ته به بلنه کوي. څوک چي د دوى بلنه ومني هغوى به يې دوږخ ته ور اچوي» . ما وويل: اى د لوى څښتن استازې! موږ ته دغه کسان راويېژنه. هغه وفرمايل:« دوى زموږ له قوم څخه دي او زموږ په ژبه خبري کوي». ما وويل: که زه دغه مهال واوسم نو ته څه امر راته کوې. هغه وفرمايل: « د مسلمانانو د ډلي ملګرتيا او د هغو د مشر مطابعت کوه » . ما وويل: که هغو ډله او مشر نه درلود بيا څه وکړم؟ هغه وويل: « له دغو ټولو ډلو څخه ګوښه اوسه. که څه هم تر مرګه تر کومه ونه لاندي اوسېده غوره کړې» .

تاسي به ووينئ چي باطل ته بلونکى به قرآن کريم تلاوتوي، د رسول (ص) حديثونه به يې په ياد وي، ډېر طاعت او عبادت به کوي، خو سره د دې به دى د باطل له پلويانو څخه وي.

په دې هکله ستاسي پام هغه حديث ته را اړوم چي امام بخاري او امام مسلم (رح) روايت کړى دى:

عن أَبِى سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ (رض) انه قال: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ : « يَخْرُجُ فِيكُمْ قَوْمٌ تَحْقِرُونَ صَلاَتَكُمْ مَعَ صَلاَتِهِمْ ، وَصِيَامَكُمْ مَعَ صِيَامِهِمْ ، وَعَمَلَكُمْ مَعَ عَمَلِهِمْ ، وَيَقْرَءُونَ الْقُرْآنَ لاَ يُجَاوِزُ حَنَاجِرَهُمْ ، يَمْرُقُونَ مِنَ الدِّينَ كَمَا يَمْرُقُ السَّهْمُ مِنَ الرَّمِيَّةِ » ( بخاري، کتاب فضائل القرآن، باب اثم من رايا بقراءة القرآن، ٥٠٥٧ حديث او مسلم، کتاب الزکاة، باب ذکرالخوارج، ٢٣٤٤ حديث. ژ).

ژباړه: ابو سعيد خدري (رض) وايي: له رسول (ص) څخه مي واورېدل چي ويل يې: « په تاسي کي به داسي ډله رامنځ ته سي چي تاسي به خپل لمونځونه، روژې او نورنېک عملونه د هغو لمونځونو، روژو او نورو نېکوعملونو ته هيڅ نه ګڼئ، دوى به قرآن وايي، خو تر ستونو به يې نه تېريږي. ( يعني ايمان به يې په زړونو کي ځاى نه وي نيولى او قرآن به يې پر زړونو اغېز نه ښندي) له دين څخه به په داسي چټکۍ وزي، لکه غشى له لېندۍ څخه».

د حق له لاري څخه د اوښتو او ګمراهانو له نخښو څخه دادي چي افعال يې د ويناوو سره سر نه خوري، په ژبه حق خبري کوي، خو په عمل کي په مځکه کي وراني کوي، لکه چي په مخکنيو آيتونو او حديثونو کي يې په هکله څرکندوني وسوې. دغه راز بخاري او مسلم (رح) له ابِى سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ(رض) څخه روايت کړى دى، هغه وويل:

(( بَعَثَ عَلِىٌّ وَهُوَ بِالْيَمَنِ بِذَهَبَةٍ فِي تُرْبَتِهَا إِلَى رَسُولِ اللَّهِ فَقَسَمَهَا رَسُولُ اللَّهِ بَيْنَ أَرْبَعَةِ نَفَرٍ : الأَقْرَعُ بْنُ حَابِسٍ الْحَنْظَلِيُّ ، وَعُيَيْنَةُ بْنُ بَدْرٍ الْفَزَارِىُّ ، وَعَلْقَمَةُ بْنُ عُلاَثَةَ الْعَامِرِىُّ ثُمَّ أَحَدُ بَنِى كِلاَبٍ ، وَزَيْدُ الْخَيْرِ الطَّائِيُّ ثُمَّ أَحَدُ بَنِى نَبْهَانَ – قَالَ – فَغَضِبَتْ قُرَيْشٌ ، فَقَالُوا : أَتُعْطِى صَنَادِيدَ نَجْدٍ وَتَدَعُنَا. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ :
« إِنِّى إِنَّمَا فَعَلْتُ ذَلِكَ لأَتَأَلَّفَهُمْ » فَجَاءَ رَجُلٌ كَثُّ اللِّحْيَةِ ، مُشْرِفُ الْوَجْنَتَيْنِ ، غَائِرُ الْعَيْنَيْنِ ، نَاتِئُ الْجَبِينِ ، مَحْلُوقُ الرَّأْسِ فَقَالَ : اتَّقِ اللَّهَ يَا مُحَمَّدُ! فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ : “فَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ إِنْ عَصَيْتُهُ أَيَأْمَنُنِي عَلَى أَهْلِ الأَرْضِ وَلاَ تَأْمَنُونِي”! قَالَ : ثُمَّ أَدْبَرَ الرَّجُلُ فَاسْتَأْذَنَ رَجُلٌ مِنَ الْقَوْمِ فِي قَتْلِهِ – يُرَوْنَ أَنَّهُ خَالِدُ بْنُ الْوَلِيدِ – فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ : « إِنَّ مِنْ ضِئْضِئِ هَذَا قَوْمًا يَقْرَءُونَ الْقُرْآنَ لاَ يُجَاوِزُ حَنَاجِرَهُمْ ، يَقْتُلُونَ أَهْلَ الإِسْلاَمِ وَيَدَعُونَ أَهْلَ الأَوْثَانِ ، يَمْرُقُونَ مِنَ الإِسْلاَمِ كَمَا يَمْرُقُ السَّهْمُ مِنَ الرَّمِيَّةِ لَئِنْ أَدْرَكْتُهُمْ لأَقْتُلَنَّهُمْ قَتْلَ عَادٍ »)). ( بخاري، کتاب المغازي، باب بعث علي (رض)، ٤٣٥١ حديث او مسلم، کتاب الزکاة، باب ذکر الخوارج، ٢٣٤٠ حديث. ژ).

ژباړه: حضرت علي کرم الله وجهه له يمن څخه رسول الله (ص) ته يو څه د خاورو سره ګډ سره زر واستول او رسول(ص) هغه پر څلورو تنو: (١) اَقْرَعُ بْنُ حَابِسٍ الْحَنْظَلِيُّ ، (٢) عُيَيْنَةُ بْنُ بَدْرٍ الْفَزَارِىُّ ،(٣) عَلْقَمَةُ بْنُ عُلاَثَةَ الْعَامِرِىُّ او(٤) د بني کلابو يوه تن ته ووېشل. بيا يې زيد الخيرالطائي ته څه ورکړه. بيا يې له بني نبهانو څخه يوه تن ته هم څه ورکړه. له دې امله قريش په غوسه سول او ويې ويل: ته يې د نجد سردارانو ته ورکوې او موږ ته يې نه راکوې؟ رسول الله (ص) وفرمايل: « دامي د دې لپاره دوى ته ورکړل چي د دوى په زړونو کي د اسلام سره مينه پيدا سي». دغه مهال يو سړى راغى چي ګڼه ږيره يې وه، د مخ باړخوګان يې راوتلي وه، سترګي يې ننوتلي وې، بوک تندى يې وو او سر يې خريلى وو. هغه رسول الله (ص) ته داسي ناوړه خطاب وکړ: اى محمده! له لويه څښتنه وبېرېږه. رسول (ص) وفرمايل: که زه هم له لويه څښتنه نافرماني وکړم، نو څوک به د هغه اطاعت وکړي؟ او لوى څښتن زه د مځکي پر اوسېدونکو باندي امين ټاکلى يم او ته امين نه پېژنې. بيا هغه سړى پر شا ولاړ. له ناستو خلکو څخه يوه د هغه د وژلو اجازه وغوښته. خلک داسي ګڼي چي اجازه غوښتونکى خالد بن وليد وو. رسول الله (ص) وفرمايل: د دغه سړي له اصله به يو قوم وي چي قرآن به لولي، خوتر ستونو به يې نه تېريږي. د مسلمانانو سره به جګړه کوي او مرک ژوبلي ته به يې وردانګي او په بت پالو به کار نه لري. له اسلام څخه به په داسي چټکۍ وزي، لکه غشى له لېندۍ څخه. که زه دوى پيدا کړم، نو داسي به يې ووژنم لکه د عادو قوم».

نو په ظاهره خو په حديث کي ذکر سوي بدبخته سړي حق ويل او په معروفو او نېکو يې امر کاوه. ځکه هغه په تقوا امر وکړ او ويې ويل: ((اتَّقِ اللَّهَ يَا مُحَمَّدُ! )) ( اى محمده له خدايه وبېرېږه!) اوعدالت ته يې بلنه ورکړه، خو دا يې هېره کړې وه چي هغه ترټولو متقي او ترټولو عادل شخصيت ته خطاب کوي.

په دغو آيتونو او احاديثو کي ډېري ګټي نغښتي دي، خو موږ به د هغو په رڼا کي لاندي څو ټکي عرض کړو:

١. لازمه ده چي مسلمان په شرعي علومو باندي خپل ځان ښه سمبال کړي، څو د باطل پالو په هغو خبرو چي په ظاهره ښکلي برېښي ونه غوليږي، له دې امله يې دين او دنيا خرابه نه سي او د هغو کسانو په ډله کي را نه سي چي لوى څښتن يې په هکله ويلي دي:

{ قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالاً * الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعاً }الکهف ١٠٣، ١٠٤ آيتونه.

ژباړه: اى محمده! دوى ته ووايه آيا موږ تاسي ته وښيو چي په خپلو عملونو کي ترټولو زيات په تاوان کي خلک څوک دي؟ دا هغه کسان دي چي په دنيوي ژوندانه کي يې هلي ځلي له سمي لاري منحرفي سوې او انګېرلې يې ده چي دوى ډېر ښه کار کوي.

رشتيا داده چي باطلو ته د بلني د چاري په هکله هله ښه معلومات کيږي چي ښه څرګنده وي او هيڅ تلبيس او چل ول نه وي پکښي سوى. له دې امله د باطلو ځيني بلونکي له دغسي اسلوب او کړندود څخه ډډه کوي او د شهبو پاڅولو او خپرولو او د قرآن او احاديثو د تاويل اسلوب ته پناه وروړي، او ځان د لوى څښتن لور ته يو پوه او بصير داعي، د خداى پر دين ټينګ، پر محارمو غيرتي، د مظلومانو مدافع اود بې وزلو د حقونو اخيستونکى ښيي، څو په خپل دې دروغجن دعوت د کوڅې او بازار خلک وغولوي او خپل جاهل پيروان ډېر کړي.

٢. موږ بايد په ظاهري سمبالښت او ښکلو ويناوو ونه غوليږو او د هر بلونکي مطابعت ونه کړو. بلکي موږ بايد د بلونکو افعالو ته وګورو. که پر سمه لار نه وو روان او په خوله يې يوه په زړه يې بله وه او په صلاح او سمون نه وو پسوللى، نو بايد پوه سو چي دا د حق د لاري داعي نه دى او له ملګرتيا او مطابعت څخه يې بايد ډډه وکړو.

3. موږ بايد په ټينګه د علم او فضل د خاوندانو، کوم چي پر سمه لار درومي او د حق او حقيقت سره سم کړندود يې خپل کړى دى، ملاتړي او ملګري سو. او د دوى په هکله د هغو کسانو ناوړه تورونه او تبليغات ونه منو چي د دوى سره د دوى د اسلامولۍ او رشتينولۍ په خاطر دښمني لري.

٤. موږ بايد د مسلمانانو د جماعت سره يوځاى سو او د هغو د مشر مطابعت وکړو، څو مو د حضرت رسول(ص) په هغه توصيه عمل کړى وي چي حذيفه (رض) ته يې وکړه او ورته ويې ويل: « تَلْزَمُ جَمَاعَةَ الْمُسْلِمِينَ وَإِمَامَهُمْ » (د مسلمانانو د ډلي ملګرتيا او د هغو د امام مطابعت کوه ).

5. موږ بايد په ټينګه د حق او د حق د خاوندانو د مرستي او نصرت کار ته ملا وتړو، د باطل او باطل پلوو او د باطلو د بلونکو پر ضد کلک ودريږو، چلونه او دسيسې يې رسوا کړو، د شريعت سره سم په معروفو امر او له منکرو منع وکړو.

دې ته مو په ټينګه بايد پام وي چي خپلو دندو او وجايبو ته د حق د خاوندانو شاګرځول د مسلمانانو د جماعت لپاره ډېر خطرناک کار دى. ځکه په دې توګه ميدان باطل خوښو ته خالي پاته کيږي او په ډېره آسانۍ سره کولاى سي چي خلک وغولوي او د خپلو باطلو پلوي يې کړي. له بله پلوه د حق د پلويانو پټه خوله اوسېدل، باطل ته د بلونکو په خبرو د دوى خوښي او رضائيت ښيي. او يا دا په ګوته کوي چي دوى د باطلو سره په جګړه کي پاته راغلي دي. چي په دې سره خلک په ډېره بده فتنه اخته کيږي او له دين څخه ګوښه کيږي.

6. موږ بايد د نصرت او بري اسباب او د ماتي لاملونه وپېژنو. د بري اسباب او عوامل خپل کړو او د ماتي له عواملو څخه ځان وژغورو. د دې سره سم بايد بشپړ باور او يقين ولرو چي څوک چي د خداى د دين مرسته کوي، خداى د هغه مرسته کوي او څوک چي د خداى د امر مخالفت کوي هغه ښويوي او پر دې دنيا او هغه دنيا يې د ناکامۍ او نامرادۍ سره مخامخ کوي. او پوه سئ چي عزت لوى څښتن، د هغه پيغمبر او مسلمانانو لره دى.

7. موږ بايد په ټينګه ايمان ولرو چي د باطل د ډلو واک مخ پر زوال او ځواک يې مخ پر اضمحلال روان دى. البته که په ځينو ځايونو او مهالونو کي د باطل د ډلو برى په برخه سوى دى، دا د دوي د ځاني او ذاتي قوت له امله نه دى، بلکي دا د حق د پلويانو لخوا د هغو د دندو د نه تر سره کولو او شا ورګرځولو او سستۍ اوناپامۍ له امله دى.

8. په آخر کي بايد ووايو چي موږ بايد په هغه څه له بوختېدو څخه ډډه وکړو چي نه په پوهيږو او دغسي چاري خپلو اهلو ته پرېږدو. او د ځينو باطل پالو په شايعاتو او چټياتو هم بايد ونه غوليږو څو زموږ وخت په بې ځايه بوختېدو را ضايع نه کړي. په دې هکله لوى څښتن فرمايي:

{ وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولـئِكَ كَانَ عَنْهُ } بني اسرائيل ٣٦ آيت.

ژباړه: په هغه څه پسي مه ګرځه چي تا ته د هغه علم نه وي. غوږونه، زړه او سترګي، هرڅه هرومرو پوښتېدونکي دي.

دغه راز فرمايي:

{ وَإِذَا جَاءهُمْ أَمْرٌ مِّنَ الأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُواْ بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُوْلِي الأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنبِطُونَهُ مِنْهُمْ وَلَوْلاَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لاَتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ إِلاَّ قَلِيلاً } النساء ٨٣ آيت.

ژباړه: دوى ته چي کله د ډاډ يا بېري کوم خبر ورسيږي نوهغه خپروي، په داسي حال کي چي که دوى هغه پيغمبر او له خپلي ډلي څخه داسي مسؤولو کسانو ته ورسوي چي د خبرو په څرنګوالي پوهيږي ، نو د هغو خبرو حقيقت به هغو کسانو معلومولاى چي سمه نتيجه ځني اخلي. که پر تاسي د الله مهرباني او رحمت نه واى، نو له څو تنو پرته به نورټول د شيطان پيروان سوي واى. #