جنګونه د کېفيتي بدلونونو باعث ګرځي. د بدلون د مثبت او منفي اپروچ نه يو خوا ته جنګ په ټولنه کي د انتشار او اضطراب سبب جوړېږي. دا انتشار او اضطراب په مادي او معنوي دواړو حوالو مخې ته راځي. څومره چي جغرافيه، خاوره، کلي او ښارونه بدرنګوي، په هم هغومره کچه ذهني او نفسياتي ستونزې هم راپېدا کوي. د جنګونو په سبب په ټولنه کي هغه ادارې له ماتې سره مخامخ ګرځي، کومې چي د يو قام په کلتوري تشکيل کي د بنسټېزو عناصرو (fundamental factors) په حېث برخه لري.
په دې تفصيل کي تلل نه غواړو، چي د پښتنو په وطن کي د مسلسل جنګ او مزاحمت له کبله څومره کلتوري، معاشي، سياسي او سماجي زيانونه راپه برخه شول. البته دومره ضرور وايو، چي په دې جنګونو او مزاحمتونو کي هيڅ يوه قامي اداره په سالم او صحت مند شکل کي پاتې نه شوه. يو بنيادي عامل دلته دا هم ذکر کېدی شي، چي کله د پښتنو ملي حاکميت د ګواښ سره مخامخ شو، په ټولنيز لحاظ ګڼې بدخوندۍ راپېدا شوې.
د پښتنو په وطن کي د اخ وډب پر مهال قبايلي روايات په هر حال محفوظ ساتل د دښمن موخه وه، په دې خبره کي کوم شک نشته چي پښتنو ته تر جغرافيايي تقسيم زيات نقصان قبايلي تقسيم رسولی دی. کله هم چي پښتنو قامي جوړښت ته د لارې ايستلو کوشش کړی دی، سمدستي د قبايلي تفخر او نرګسيت نفسياتو ته وده ورکول شوې ده. خو بيا هم په پښتنو کي د هغو رواياتو نېستي نه ده پاته شوې، کوم چي د هغوي د وطن د استقلال ضمانت کوي. دا هم يو تاريخي حقيقت دی، چي د جغرافيايي تقسيم عمل جبر وو، پښتنو کله هم دا نه دی منلی. خو دې نه “منلو” که هر څو مزاحمتي بڼه لرې ده، خو د تحريک شکل يې کله هم نه دی خپل کړی. دا ځان له يو بېل بحث او تريخ حقيقت دی.
موږ په لر اوبر وطن کي د يو ډول سرنوشت سره مخامخ يو. خو ددې يو ډول سرنوشت په حقله يو ډول عکس العمل ولي نشته؟ ددې نکتې په ارزښت د يو مرکز په تصور زرخيز زړونه او ذهنونه په ښه توګه خبر دي.
د پښتنو وطن ته چي يې جنګ راننيستو، تر ټولو وړاندي يې پکي هغه روايات قتل کړل، چي په تاريخ کي يې د هغوي د ملي او جمهوري ذهنيت تشکيل کاوه. د افغانانو ملي او جمهوري ذهنيت دا وو، چي د اجتماعي مسايلو د هواري لپاره هغوي شريک لايحه عمل د جرګو په شکل ترتيباوه. د لويو جرګو تاريخ د افغانانو د جمهوري کلتور د ثبوت يوه زښته درنه او مستنده حواله ده. دښمن چي مي په وطن کي هر څه قتل کول، تر ټولو وړاندي يې ددې درنې او مستندې حوالې د قتل فريضه تر سره کړه. د ټېبلونو نه يې مسئله مورچلونو ته يوړه. مورچلونه پردي وو، د پرديو مفاداتو مدافع وو. مورچلونه په هره مانا د انتشار او تخريب علامتونه وي. په لر او بر افغانستان کي ددې علامتونو ټوله سابقه له بربادۍ، تباهۍ او بدمرغۍ نه عبارت ده.
د لوي افغانستان ددې بربادۍ، تباهۍ او بدمرغۍ په تسلسل کي مستعمره پښتونخوا د دوزخي حالاتو سره لاس او ګرېوان وګرځېده. په اوس مهاله پېر کي د پښتنو مجموعي حالت يقيناً چي د اطمينان وړ نه دی. وسايل مو په پرديو لاسونو کي دي، اقتصاد نه لرو، مکتبونه مو کنډوالې دي، کتابتونونه نشته، په مطبوعاتو کي خوار يو، ثقافتي مرکزونه مو وران دي، ژبه مو بې واکه، بې دفتره او بې مارکېټه ده، سياسي مرکزيت او ادبي سرپرستي نه لرو، د حجرې او جومات تحفظ نه لرو، لنډه دا چي قامي انفراسټرکچر مو وران دی، ځکه خو وران يو، د سر دبقاء جنګ راتر غاړې دی. خو ددې مطلب دا هم نه دی، چي قامي نفسيات دي په مايوسۍ او نااميدۍ ولړل شي بلکې په يو سنجيده چوکاټ کي پر اکېډميکو بنيادونو د سوچ او فکر په خوا د دقيقې پاملرنې ضرورت دی. ټولې بدمرغۍ مو د تاريخ جبر سهي، خو د تاريخ د جبر د مقابلې یوه لېونۍ جذبه هم بايد چي وي. په وطن کي روان حالات خود بخود او اتفاقاً نه دي پېدا شوي، په تاريخي حواله دې حالاتو ته ځينو خارجي او داخلي رجحاناتو انرجي ورکړې ده. ددې رجحاناتو مطالعه پکار ده. خو د مطالعې دا عمل هغه وخت يوه مثبته نتيجه ورکولی شي، چي په پسِ منظر کي يې يوه علمي ديانتداري او ايمانداري موجوده وي. د خارجي عواملو څېړنه که هر څو اسانه ده، خو په دې کي به هم د ديانت او انصاف لمن پرېښوول پکار نه وي، افراطيت ته به هڅه کول موخه نه وي بلکې ځان ته معتدل چوکاټ تراشل به پکار وي. خو د داخلي، قامي او ټولنيزو رجحاناتو څېړنه يو مشکل کار دی، ځکه چي دا د خود تنقيدۍ او خود احتسابۍ صلاحيت غواړي. چي په مجموعي حواله يې ګنجايش ډېر کم ليدل کېږي. په حېث د قام مو نفسيات د برترۍ او نرګسيت عادي ګرځېدلي دي. دا برتري او نرګسيت مو په هر حال کي د خود تنقيدۍ او خود احتسابۍ د عمل نه لرې ساتي، په يو داسي صورتحال کي مو ښکېل ساتي، چي پښتون په تاريخ کي د خپلو فتوحاتو، واکمنيو او برياليتوبونو د ټولو دعوو باوجود له ماتو، محروميتونو او ناکاميو سره مخامخ دی. دا بيا بله بدمرغي ده، چي ددې ماتو، محروميتونو او ناکاميو اعتراف ته غاړه نه اېښودل کېږي. او که څوک اعتراف کوي هم نو جذباتيت او افسانويت ورباندې واکمن وي. ټوله پړه پر پرديو وي، پښتون بيا هم په ټوله دنيا کي سپينه فرشته وي. په ټولنه کي داسې ادارې پکار وي، چي هغه د اعلی او ارفع قامي قدرونو ترويج وکړي او د منفي او فرسوده قدرونو په ضد منظم پلان ولري. دا ادارې بايد په ټولنه کي د تخريب د ګنجايش په کمولو کي کليدي ونډه ولري. په يوه ټولنه کي ولي شدت، جارحيت او ملائيت ته ځاي پاتې کېږي؟ ددې سوال ځواب په تاريخ کي لټول اسان دی، خو چي د بحث او مکالمې کلچر وي، د براشت او روادارۍ نفسيات وي. موږ وران يو، تباه يو. ولي وران او تباه يو؟ په دې حقله څوک څه نه راسره شريکوي. په نورو ټکو دلته اکثر واقعات ذکر کېږي، د واقعاتو پر بنياد اوعواملو بحث نه کېږي. د مسايلو نشاندهي خو کېږي لېکن د نجات نسخه څوک نه شي په ګوته کولی. هر څوک تحفظات لري، تنقيد کوي خو تګلاره نه شي ټاکلی. دانشوره طبقه مو د عملي ژوند او عملي ډګر نقشه د کمنټس ورکولو پر مهال په وړاندي نه ږدي. د دانش تقاضې نه پالل کېږي بلکې جذباتيت او افسانويت حاوي رجحانات دي. نفسيات مو د ګېلې او پېغور عادت دي. د ژوند په هر ډګر کي د غيرت مسئلې ته مو بنيادي حثيت ورپه برخه دی. بدمرغي دا ده، چي د غيرت فلسفه مو له تعقل پسندۍ او سنجيدګۍ نه سرچينه نه اخلي بلکې پر جذباتي او غېرعلمي بنيادونو ولاړه ده. هم دا رويه مو پرديو قوتونو د خپلو مقاصدو لپاره په پراخه پېمانه استعمال کړې ده. د غيرت په تنسته بوده کي مو له پېړيو د عقيدوي عنصر په شدت سره شامل اوسېدل د لويو قامي الميو سبب ګرځېدلی دی. دا چي دا عنصر له افراطي چوکاټ نه څنګه يوې معتدلې زاويې ته راستنېدلی شي؟ په دې حقله تر اوسه د بحث او مکالمې کوم منظم عمل مخې ته رانغلو. په دې حواله د سوچ او فکر عمل شنډ دی. داسي علمي او ادبي ادرارې نه لرو چي د تاريخي عواملو په رڼا کي د نجات لاره وسنجوي.
موږ نن تر هر دور زيات جرګو ته اړتيا لرو. د لويو جرګو د کلچر بيا ژوندي کول غواړو. خو دا جرګې د اتفاق پر روايتي سوچ ولاړې ساتل به بې نتيجې عمل ګرځي. د جرګو لپاره د اکېډميکو بنيادونو ضرورت دی. په بدلېدونکې نړۍ کي د نوو ساينسي او سياسي رجحاناتو په رڼا کي د قامي مسايلو په اړه د جرګې نه د يوې داسي ادارې په شکل کار اخيستل غواړي، چي هر مباحثه يې يوه موثره نتيجه هم ولري.
د ټولنيزو اصلاحاتو عمل چي په لروبر افغانستان کي يې د باقاعده بنسټ ايښودنې شمله د پښتنو د باچا غازي امان الله خان او فخرافغان باچاخان تر سره ده، په منظمه توګه مخ په وړاندي بېول غواړي. د اصلاحاتو عمل د خپلې ټولنې د داخلي رجحاناتو د تنقيدي تجزيې جسارت راکوي. د نړېوالو حالاتو له کبله چي د اصلاحاتو دا عمل څنګه نيمګړی پاته شوی وو، له نوي سره يې پېلول د معاصرو حالاتو غوښتنه ده. زموږ کلتور اوس هم داسي فېکټرونه په خپل سټرکچر کي خوندي ساتي، چي د قامي پرمختګ په وړاندي خنډ ګرځي. ددې فېکټرونو د اصلاح عمل ته جدي اوسېدل پکار دي. خو دا عمل بايد چي تېز نه وي، ځکه چي په دې کي تېزې په ټولنه کي انتشار او اړې ګړې پېدا کوي. ځکه چي بدلون کوم ناڅاپي عمل نه وي او نه کوم اسان عمل وي. په دې حقله د تېرو دورونو د تېزو اقداماتو نتيجه بايد د يو سبق، عبرت او تجربې په توګه زموږ په وړاندي وي. بدلون په خپل يو رفتار سره مخ په وړاندي ځي. کوشش بايد داوي، چي د بدلون په وړاندي خنډ ايجاد نه شي، ځکه چي دا په ټولنه کي جمود پېدا کوي.
د هر بدلون په پس منظر کي د اقتصادي حوال بنسټيز رول وي. موږ په وطن کي پراخ وسايل لرو او په دې وسايلو ځان په نړۍ کي خودکفيل ګرځولی شو. دا وسايل که چرته په استعمال کي نه دي او که په پردي تصرف کي دي. ددې څېړنه دي وشي. زموږ معلومات په دې حقله په منتشر شکل کي دي. په باقاعده توګه معاشي ډېټا نه ده کوليکټ شوې. نن په وطن کي د معاشي ماهرينو دومره نېستي هم نه ده، چي دا کار هم به تر سره نه کړي. قومي سياست بايد دا کار خپل مسووليت وګرځوي.
د بدلېدونکې نړۍ په تناظر کي خپل داخلي سټرکچر ته د نويو رجحاناتو او حالاتو په رڼا کي د تنقيدي پاملرنې ضرورت دی. په نننۍ نړۍ کي د ترقۍ او پر مختګ راز ته په کتلو سره د پښتني کلتور د مثبتو او منفي قدرونو برجسته نشاندهي پکار ده. په دې عمل کي د سياسي نهضتونو، ادبي، صحافتي او ثقافتي ادارو او دانشورانو رول څه جوړېږي. د منصبي فريضې په ډول د يو سنجيده ګام غوښتنه د ددې عصر غوښتنه ده.
پښتانه يو ناليکلی آئين د “پښتنولۍ” په نوم لري. په دې آئين کي زياتې مادې (قدرونه) د نړۍ د جمهوري، مهذب او مترقي روح تقاضې پوره کوي. خو په دې کي داسې مادې هم شته چي د ترقۍ، جمهوريت او روشن خيالۍ د عمل په وړاندي خنډ ګرځي. په دې آئين کي د اجتهاد ګنجايش څومره دی؟ دا ګنجايش په اوسني عصر کي کافي دی او که زيات ضرورت ليدل کېږي؟ د کلتور نه بُت جوړول رجعت او واپسي ته دعوت ورکول وي. کلتور کامل ګڼل ځان ته د وروستو پاتوالي لار کتل دي. کلتور تغير پذير څيز دی، په دې کي لچک (flexibility) پکار وي. هم هغه کلتور په دنيا کي ځان ژوندی ساتي، چي د قبلولو صلاحيت (adaptability) پکي وي. موږ بې نړۍ نه شو اوسېدلی، موږ يوازې ژوند نه شو کولی. په ټولنه کي د نړۍ لپاره د خپلولۍ او ورورولۍ رشتو ته وده ورکول پکاره ده. د انسانانو د مشترکو قدرونو ترجماني پکار ده. په ځانګړې توګه ادب بايد نور زيات په مقاميت کي ښکېل ونه ساتل شي. د مقاميت ارزښت مسلم دی خو آفاقيت ځان له ډېر لوړ حثيت لري.
جمهوريت او سيکولرزم د اوسني عصر د انسان نجات دهنده سسټمونه دي. د ترقۍ او پرمختګ راز هم په دې پورې غوټه دی. ساينس، فلسفه، آرټ، معشيت او سياست هم په دې کي وده کولی شي او د بني نوع انسان په لويه ګټه تمامېدلی شي. د امن او ثبات تامين هم په يوه جمهوري او سيکولر ټولنه کي ممکن ګرځي. آيا موږ کله پر دې سوچ کړی دی، چي د پښتنو د وطن په بې امني او بې ثباتي کي خو به تر ټولو لوي رول د تهيوکرېسي نه وي؟ په ازاد نظر څېړنه مو له دې حقيقت سره مخامخ کوي، چي د پښتنو د سماج د تهيوکرېټک اپروچ نه هر چا په هر دور کي ګټه اخستې ده او د عقيدې د افراطي استعمال په نتيجه کي شدت پسندي او بنياد پرستي راپېدا شوې ده.
رښتيا خبره دا ده، چي کله په ټولنه کي د روادارۍ نېستي وغوړېږي، د شکست و ريخت عمل پېل شي. چي د خلقو تر منځ د بحث و مکالمې رشتې ورکي شي، جنګي نفسيات واکمن شي. د جذباتيت، جنون او جارحيت مانا دا وي، چي په ټولنه کي د جمهوري رويو فقدان پېدا شوی دی. په نورو ټکو شدت پسندي او بنياد پرستي هغه وخت په ټولنه کي جرړې نيسي، چي عقلي سسټم له ماتې سره مخامخ وي، زړونه او ذهنونه د برداشت له مادې نه بې برخي وي او د تخليقي رويو په ځاي منقولات برلاسي وي.
موږ د روانو حالاتو سيالي په دې توګه کولی شو، چي د بحث او مکالمې رجحان ډيولپ کړو، په ټولنه کي جمهوري روايات پېاوړي کړو. په افغانستان کي چي کوم پارليماني سسټم په وجود کي راغلی دی، ددې مرسته يقيني کړو.
د صنفي او جنسي امتياز په ضد مبارزه پکار ده، په سياست کي د مېرمنو پراخه ونډه لازمي ده. د جينکو تعليم ته بايد خصوصي پاملرنه وشي. د مکتبونو پلو پام اړول غواړي، وران مکتبونه بيا ودانول غواړي.
ثقافتي او هنري مرکزونو چي مو کومې الميې تېرې کړي دي، ددې جبران پکار دی. په دې لړ کي د نړېوالې ټولنې مرسته ضروري ده. کله چي فن مړ شي، ژبه مړه شي، نو قام مړ شي. موږ قام مرګ ته نه شو ورکولی.
د پورتني بحث په تناظر کي په زغرده ويلی شو، چي د پښتنو قامي انفراسټرکچر سرله بېرته نوي تشکيل ته اړتيا لري. د دېرش کلن جنګ وجدل په نتيجه کي ورانه شوې سول سوسايټي نوی تعمير غواړي. ددې لپاره تر ټولو وړاندي د سر دبقاء د مبارزې مرسته يقيني ګرځول دي. په لړ کي دنيا د کيڼ او ښي د امتياز باوجود په دو ډولو وېشلې ده، يو هغه چي جنګ ته دوام ورکول غواړي او بله ډله د امن او سولې پلوي کوي. د دنيا په دې سياست کي د خپل قامي رول تعين، په سيمه کي د روانو مترقي او جمهوري سياستونو مرسته او د خپل وطن د قامي مبارزې او د عدم تشدد د فلسفې ملګرتيا مو د روښان او ځلان مستقبل ضمانت کولی شي.
khanzamankakar.kakar@gmail.com