کور / تازه خبرونه / امريكا طالبانو ته په افغان حكومت كي د ګډون بلنه وركړې ده

امريكا طالبانو ته په افغان حكومت كي د ګډون بلنه وركړې ده

د ناتائيد شويو راپورونو له مخي؛ ويل کيږي چي امريكا د غير ملكي پوځونو د موجودګۍ په بدل كي افغاني طالبانو ته په حكومت كي د ګډ مشرتوب د ګډون بلنه وركړې ده.

د تفصيلاتو تر مخه د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت لوړ پوړو چارو د خپل نوم د نه ښودلو په شرط يوې خبري ويب پاڼي ته ويلي چي امريكايي دريمګړو پخوانى د طالبانو د خارجه چارو وزير ملا وكيل احمد متوكل په ذريعه طالبانو ته د ګډون بلنه وركړې ده.

دا خبره د افغان حكومت ذرايعو منلې او وايي كه طالبان په افغانستان كي د بهرنيو ځواكونو شته والى قبول كړي خو د هغوى په بدل كي به هغوى ته د هيواد په جنوب او شمال مشرق كي د ۶ ولايتونو اختيار وركوي، هغه وويل چي د دغو خبرو اترو اهتمام سعودي عربستان او تركې كړئ و، او د افغانستان د پلازمېني په ګډون يې ډېرو ځايونو ته په دې اړه په څو هفتو كي سفرونه سوي دي.

د تركې صدراعظم رجب طيب اردګان په دې خبرو كي د پام وړ كردار اداكړئ دئ او د افغانستان له پخواني صدراعظم او د حزب اسلامي امير ښاغلي انجنېر ګلبدين حكمتيار سره يې اړيكه ټينګه كړې ده .