د كابل غزنی په لویه لاره دعزیزکلاپه کلا کښې دیوې لارۍ اوسراچې موتر د ټکر له امله نن په نهوبجو ۵ تنه ووژل شول .
دکابل نه ترغزني په لویه لاره تلونکی مسافر عبدالرحمن وویل چی دوی چی دعزیزکلاته ورسیدل ويې ليدل چي ترموټر پولیس تاو دي او د ۵ تنومړي په سیمه کښې پراته وو .
دی وايي چي سراچه د وردګونه غزنی ته روانه وه او لاۍ موټر له غزنی څخه راروان وو چي دعزیزکلا سره یې د يو بل سره ټګر وکړ .
په دې لویه لاره وخت ناوخت ورته ترافیکی پيښي رامنځته کيږي چي د موټر چلوونکو بې غوري، د ټرافيکي قوانينو نه مراعت کول او د لويو لارو د مسولينو له خوا يې وخت پر وخت نه -کنټرول ګېدل لوی علت بلل کيږي چي په نتيجه کښې د مالي تلفاتو ترڅنګ ځاني تلفات هم رامنځته کيږي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه