کور / تازه خبرونه / يوه افغان پوليس پنځه بريتانوي سرتېري ووژل

يوه افغان پوليس پنځه بريتانوي سرتېري ووژل

په هلمند کښې يوه افغان پوليس پنځه بريتانوي سرتېري هغه وخت ووژل کله چي تېره ورځ دنادعلی به ولسوالی کی د شنه کلي په يوه پوسته کې يوه پوليس په خپل ماشيندار ټوپک، پر افغان او برتانوي سرتېرو ډزې وکړې په دې ډزو کې څلور برتانوي سرتېري ووژل شول، د پوليسو قوماندان او يو بل پوليس ټپي شو .

د بريتانيا دفاع وزارت منلی چې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې پنځه سرتېري وژل شوي دي .

د هلمند د والي وياند داوود احمدي یوازی په نادعلي ولسوالۍ کې نښته تاييد کړ .

نن سهار دولايت د پوليسو يوې سرچينې ،خبریالانو ته وويلی وو چې ياد شوي سرتېري دګلبدین په نوم دیوه پوليس لخوا وژل شوي دي .