خبرتيا :
د لوی او نياومن خدای په نامه
ګرانو هېواوالو ته خبر ورکول کيږي ، چې د ارواښاد پروفيسر عبدالرسول امين جنازه د روانې لړم مياشتې په 16 مه نېټه د شنبې (خالي ) ورځ ،ګران هېواد افغانستان ته وړل کيږي او له پروګرام سره سم به سيمه ييز مهال سهار 7:00 بجې کابل هوايي ډګر ته ورسيږي .
ټاکل شوې ، چې جنازه به لومړی د کابل عيدګاه جومات ته يوړل شي او وروسته به په همدې ورځ د کونړ وﻻيت مرکز د کيرهاله په کلي کې خاورو ته وسپارل شي .
د فاتحې د مراسمو د ځای او مهال په هکله به دوستانو ته وروسته خبر ورکړل شي .