کور / تازه خبرونه / پنځه برتانوي پوځیان ووژل سول

پنځه برتانوي پوځیان ووژل سول

اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی پرون یو افغان پولیس د هلمند په نادعلی ولسوالی کی پر برتانوی پوځیانو ضربه وکړه او پنځه برتانویان یې ځای پر ځای ووژل او د دوو افغان پولیسو په شمول یې څو نور زخمیان کړل . ویل کیږی چی دا په تیرو دوو کلونو کی تر ټولو سخته ضربه ده چی لویدیځو پوځیانو ته د خپلو روزلو کسانو لخوا ورکول کیږی . برتانیه په افغانستان کی ۹۰۰۰ پوځیان لری چی په دې سره یې د تلفاتو شمیر ۲۲۹ ته ورسېد .