د افغانستان د عامي روغتيا وزارت چارواكي وايي، چي په دغه هيواد كي د ايچ يو ان يو {H1N1}انفلوانزا پيښي ۷۰۰ ته رسيدلي دي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزير ډاكتر سيد محمد امين فاطمي د سه شنبې د ورځې له ماسپښين وروسته ازادۍ راډيو ته ويلي چي په دغو كي ۲۷۳ پيښې په بهرنيانو كې او پاتې نورې په افغانانو كي ليدل شوي دي.
ښاغلي فاطمي له نړيوالي ټولني وغوښتل، چې دوه مليونه واکسینه چې ژمنه یې شوې ده، باید ژر تر ژره افغانستان ته راوليږل شي
دغې ناروغۍ تر اوسه په افغانستان كې دوه كسه وژلي دي .